کور / هراړخیز / افغانستان دغازي امان الله خان په دوره كې (۱۵مه برخه)

افغانستان دغازي امان الله خان په دوره كې (۱۵مه برخه)

(مذهبي او ټولنيز غبرګونونه)
درېيم څپركى  ۱۵مه برخه  د تېرو برخو لپاره دلته کليک وکړئ
ليكواله/ (Drs, Senzil  Nawid)
ژباړه: جاويد واك


طرزي، شهزاده امان الله او ملي پلوه ډلې:


غازي امان الله خاند طرزي نظرياتو د افغانستان پر نوي نسل او افغاني روڼ اندو، چې ډيرى يې د دربار ازادي غوښتونکي ځوانان، د ښوونځيو ښونکي، او ليکولان وو، ژورې اغېزې وکړې. هغه څوک چې په دولتي کچه يې تر نوور ډېر د طرزي د افکارو او نظرياتو ملاتړ کاوه، شهزاده امان الله وو.


وروسته بيا همدغه ځوان شهزاده په ۱۹۱۶ز کال د طرزي له لور مېرمن ثريا سره واده وکړ. په دې کار سره طرزي او امان الله خان لا سره نږدې شول.


له اره د طرزي د نفوذ او افکارو اغېزه وه، چې امان الله خان خپله سياسي کړنلاره داسې جوړه کړه، چې پکې له غربي استعمار څخه د افغانستان د خلاصون مسله په پيل کې راغلې وه او ډېر تاکيد پري شوې وو.     ۱۹


امان الله خان د انګرېزانو او د هغوي د متحدينو پر ضد په لومړۍ نړيواله جګړه کې د افغانستان د ورګډېدو په نظريه کې له طرزي سره همنظره وو.


په کال ۱۹۱۸ز کې وروسته له هغه چې پر حبيب الله خان يوه ناکامه حمله وشوه، نو په دې وخت كې د ځوانانو د ډلې يو زيات شمېر غړي د امير له خوا زنداني شول.


په هغه راپور کې چې د مستوفي الممالک لخوا خپور شوى وو، د امان الله خان او دهغه د مور عليا ملکې نومونه هم د يادې توطيې تر شا راغلي وو. که څه هم د نايب السلطنه په لاسوهنې سره، چې د امير حبيب الله ورور او د امان الله تره وو دوي له سختې سزا څخه خلاص شول، خو نور د حکومت تر پايه د حبيب الله خان له نظره وغورځېدل.


په همدې وخت کې ملي پلوه ډلې، چې په کورني او بهرني سياست کې د امير له کړنو څخه مايوسه شوي وو، په هيواد کې د سمدستي بدلونونو غوښتونکي وو.


د هغو په وينا د دې کار لپاره شهزاده امان الله خان تر ټولو غوره او مناسب شخصيت دي، چې د ملت رهبري پر غاړه واخلي.


امان الله خان د ازادي غوښتونکو پر نهضت ځانګړې پاملرنه او زړه سوى درلود او تر څنګ يې له بهرنيانو څخه د افغانستان د بشپړې خپلواکۍ د ترلاسه كولو ليواله هم وو.


هغه د خير خوښي شهزاده او د خوارانو، مظلومانو د يوه ملاتړي په توګه په لږه موده کې د خلکو تر منځ ستر محبوبيت تر لاسه کړ.                 ۲۰
امان الله خان او سلطنت:


په کال ۱۹۱۹ز د فبرورۍ په ۱۹مه د امير حبيب الله خان له مړينې وروسته د دوه فکري مخالفو ډلو تر منځ د لنډې مودې لپاره كړكېچ را منځته شو.


يوه ډله مذهبي محافظه کاران وو، چې مشري يې نايب السلطنه سردار نصر الله خان پر غاړه لرله او بله ډله د اصلاح غوښتونکو ملي پلوو ډله وه، چې د مشرۍ چارې يې عين الدوله امان الله خان پر مخ وړلې.


سره له دې چې دواړو ډلو له انګرېزانو سره د امير حبيب الله خان له خواخوږۍ او تمايلاتو سره سخت مخالفت درلود او د افغانستان د بشپړې خپلواکۍ د تر لاسه کولو غوره لاريې په نړيواله جګړه کې د افغانستان ور ګډېډل بلل، خو د دولت په كورني سياست کې د اسلامي اصولو د تعبير او پلي کولو په برخه کې يې يو له بل سره د نظر اختلافات درلود.


په دې مانا چې مذهبي محافظه کاران په دولت کې د هر ډول نوښت او تجدد مخالف وو، خو پر وړاندې يې بيا اصلاح غوښتونکي ملي پلوه ډله، چې د طرزي  لارويان وو، بيا د يوه نوي ټولنيز نظام د رامنځته کولو په لټه کې وو، چې پر اسلامي اصولو متکي، مدرن او ملي مفکورې سمبال وي.


په اصل کې د حبيب الله خان مشر زوي معين السلطنه عنايت الله خان هغه څوک وو، چې د امير له مرګ څخه وروسته د سلطنت وارث او مسحتق ګڼل کېده. له دې سره سره داسې هم ويل کېدل، چې ښايي د امير عبدالرحمن خان د وصيت او د حبيب الله خان د موافقه ليک پر اساس د امير ورور نايب السلطنه نصرالله خان د سلطنت پوړۍ ته ورسېږي.


عين الدوله امان الله خان  له خپلو دوو مشرانو ورونو، معين السلطنه عنايت الله خان او عزالدوله حيات الله خان څخه وروسته په څلورم کتار کې وو، چې د سلطنت څوکۍ ته ورسېږي.


د امير حبيب الله خان له شهادت څخه وروسته په ختيځو ولايتونو کې يو شمېر ديني رهبرانو، چې وار دمخه له نصر الله خان سره يو ځاى شوي وو، يوه فتوا صادره کړه، چې په لاندې ډول وه:


((شهيد امير بايد د شهيدانو د سنت مطابق، پرته له کوم ځنډ او  ژر تر ژره په هماغو جامو کې، چې د شهادت پر مهال يې پر تن وې، خاورو ته وسپارل شي. د هغه مړى به يوازې د هغه د ځايناستي لخوا خاورو ته سپارل کېږي. ))       ۲۱


ديني رهبرانو غوښتل په دې فتوا سره د نايب السطنه نصر الله خان په ګټه د قدرت دلېږد زمينه برابره کړي  چې په همدې وخت کې له خپلو ورونو سره په مشرقي کې اوسېده.


د امير حبيب الله خان زوي عنايت الله خان، چې د پلار د شهادت پر مهال په جلال اباد کې وو، هم د خپل تره نصر الله خان په ملاتړ د بيعت غږ پورته کړ.


د امير دويم زوي عز الدوله حيات الله خان، چې يو لوړ پوړى نظامي افسر هم وو، له خپل ورور څخه د ملاتړ په موخه يې د نايب السلطنه بيعت وکړ.          ۲۲


د انګرېز استازي حافظ سيف الله په حواله، چې خپله د صحنې شاهد هم وو د لنګوټې تړلو (دستار بندۍ) مراسم د مشرقي ولايتونو مهمو او متنفذو قومي او مذهبي مشرانو لکه سيدحسين ګيلاني د چهار باغ نقيب صاحب، مير محمد معصوم مشهور په حضرت صاحب چهار باغ او سيد جان مشهور په پاچا صاحب اسلام پور، تر سره کړل.     ۲۳


عين الدوله امان الله خان، چې د پلار په غياب کې يې د سلطنت بار پر غاړه  درلود، په جلال اباد کې د نايب السلطنه لخوا د سلطنت د اعلانېدو سم دستي مخالفت وکړ او هغه يې رد کړ.


هغه د خپل پلار د مرګ د خبر له اورېدو سره سم په کابل کې د عسکري مهماتو او اردو اداره په لاس کې واخيسته او نايب السلطنه يې د خپل پلار قاتل او خاين اعلان کړ.


د واردو شويو اتهاماتو بنسټيز دلايل دا وو، چې د امير د خاورو ته سپارلو مراسم نه يوازې دا چې په ډېرې بيړې ترسره شول، بلکې په نامناسب ډول يې هغه خاورو ته وسپاره او د قاتل د مجازاتو په برخه کې هم كومه د پام وړ كار نه وو ترسره شوى.         ۲۴
د همدې کال د فبرورۍ پر ۲۱مه نېټه امان الله خان په دربار کې يوه جلسه دايره کړه او نصر الله خان يې د خپل پلار په وژلو کې مجرم وګاڼه.


اما ن الله خان اعلان وکړ، چې دقتل مجرم ته به بيعت ونکړي.


همدا رنګه هغه ادعا وکړه، چې دوو مشرانو ورونو يې له نصر الله خان څخه د ملاتړ په سبب خپل حقوقي حق له لاسه ورکړي او نشي کولاي، چې سلطنت ته ورسېږي.


نوموړي اعلان وکړ، چې د يوه مسلمان حاکم به توګه به د خپل پلار د قتل په اړه پلټنې کوي او تعهد يې وکړ، چې د دغه جنايت مجرمين به د عدالت منګولو ته سپاري.         ۳۵
امان الله خان د بدل اخيستنې او د خپل پلار د قاتلينو د مجازاتو په وسيله پر دې وتوانېد، چې شهيد (امير) ته د فادارو افسرانو او مشرانو ملاتړ تر لاسه کړي.     ۲۶


په کابل ښار کې امان الله خان ته د لوړرتبه افسرانو د تسليمېدا خبر او ورسره د اردو د مامورينو د معاشونو د لوړوالي خبر  د دې لامل شول، چې د جلال اباد عسکري ځواکونو د نصر الله خان پر ضد قيام وکړ.           ۲۷


نصر الله خا ن سر بېره پر دې چې د قومي او متنفذو مذهبي مشرانو ملاتړ هم ورسره وو، د دې لپاره چې بې ځايه وينه توى نشي،  او کورنۍ جګړه را منځته نشي نو له سلطنت څخه په شا شو.


هغه د فبرورۍ پر ۲۸مه نېټه اعلان وکړ، چې نور د افغانستان د سلطنت غوښتونکى نه دى. ۲۸


انګريزي څارونکي، چې له نږدې څخه يې حالات څارل په دې اړه بېلابېل نظريات لري:


د سرحد د شما لويديځې برخې عالي کمشنر جورج راس کپل په دې باور وو، چې نصر الله خان د پيسو او کافي وخت د درلودو په صورت کې پر دې توانېده، چې د مهمو ديني رهبرانو په مرسته، چې دېري يې د ده پلويان هم وو په جلال اباد کې داسې لښکر رامنځته کړي، چې په اسانۍ سره د کابل حکومت مغلوب کړي.  ۲۹


خو په دې اړه بيا د ريچارډ ماکوناچي نظريه بل ډول ده، هغه د نصر الله خان له تسليمۍ څخه وروسته وويل، چې په افغانتسان کې د نايب السلطنه ماتې د ملي پلوه مستو څپو پايله وه، چې رامنځته شوه:


(دا به پر ځاي خبره وي، چې ووايو د امان الله خان برياليتوب يواځې د هغه لوړو تاکتيکونو زېږنده نه وه، بلکې د هغو حقايقو پراخې پايلې دي، چې وار له مخه په ټولنه کې لېدل شوې وې اود ختيځ د ټولو خوځښتونو نبض ګڼل کېږي. تر ډېره دا ډول خوځښتونه ملي رنګ لري نه مذهبي. په هر صورت مذهبي قشر لا هم د نصر الله خان پلويان دي، په داسې حال کې چې خلکو او عسکري ځواکونود امان الله خان لوري ته مخه کړې).           ۳۰
امان الله خان په هغه ورځ د افغاني سلطنت د رهبر به توګه وټاکل شو، چې کله نايب اسلطنه نصرالله خان خپله استعفا اعلان کړه. د استعفا له اعلان څخه وروسته شهزاده امان الله خان په رسمي ډول د ځانګړو ديني رهبرانو لخوا په کابل کې د سلطنت پر کرسۍ کيناست.


حضرت فضل محمد مجددي مشهور په شمس المشايخ او اخوندزاده حميدالله مشهور په د تګاب ملاصاحب، د امان الله خان د سلطنت د لنګوټې تړلو مراسم د کابل ښار په عيد ګاه جومات کې ترسره کړل. نوي باچا لوړه او تعهد وکړ، چې د اسلامي شريعت د لوړو قوانينو په رڼا کې به حکومتداري کوي.


په دې ترتيب (افغان ځوانان) خپلې لومړنۍ موخې ته ورسېدل، چې يا يې وار له مخه پلان ګذاري کړې وه او يا هم په تصادفي ډول حالات د دوى په ګټه را وڅرخېدل.


په دې مانا چې مطلق العنانه امير خپل سلطنت هغه چا ته پرېښود، چې ډېر ځواکمن او په ورته وخت کې د افغانستان د خپلواکۍ تندې هم نيولي وو.


ازادي غوښتونکو خپله بشپړه ازادي هغه مهال تر لاسه کړه، چې کله محمود طرزي د بهرنيو چارو د وزير په توګه وټاکل شو او سياسي بنديان د مشروطه غوښتونکو د يو شمېر پټو زندانيانو په ګډون له بنده را خلاص شول او يو شمېر نور ازادي غوښتونکي د قانون جوړونې په جديد التاسيسه شورا او تر څنګ يې په يو شمېر نورو مهمو کليدي پوسټونو کې وټاکل شول.


سره له دې چې مذهبي او ديني علماوو د کابل حکومت تاييد کړ، خو بيا هم د مشرقي ولايتونو علماوو، چې تر ډېره يې د نصرالله خان ملاتړ کاوه، د مرکزي حکومت پر ضد مخالفتونه پيل کړل.


د دغو علماوو مخالفتونو هغه وخت لا زور واخيست، چې کله په کابل کې د نصر الله خان محکمه په دې نوم پيل شوه، چې هغه د حبيب الله خان د قتل د قضيې اصلي محرک او قاتل دى او په ابدي حبس محکوم شو.      ۳۱ 


محکمې ته هغه شواهد وړاندې شول، چې ګني نصر الله خان ځيني مشکوک اقدامات کړي او قدرت ته د رسېدو په لټه کې دى، په دې ډول د هغه د محکوميدو بهانه جوړه شوه. خو د نصر الله خان د زنداني کېدو اصلي دليل دا وو، چې نوي رژيم ته کوم سرخوږي پيدا نکړي.  ۳۲


مشرقي لور ته په باجور سيمه کې د چکنهور با نفوذه ملا د نصر الله خان په ملاتړ د يوه قبايلي لښکر د جوړېدو هلې ځلې پيل کړې او حاجي عبدالرزاق مشهور په ملا باشي، چې د نصر الله خان  له منل شويو کسانو څخه وو، سوات ته وتښتېد، تر څو له ملا ترانګزيي او ملا بابړي سره د نظام پر ضد لاس يو کړي.


په مشرقي سيمو کې دې ته ورته  ځينې نور واړه او تيت مخالفتونه هم را پيدا شول.


د کابل حکومت د بيلابېلو فرمانونو په صادرولو سره د جلال اباد په خواو شا کې د يو زيات شمېر علماوو د نيولو اقدام وکړ.              ۳۳


د رژيم پر ضد عملياتو کې د دوه تنو ديني رهبرانو هر يو قاضي بابه مراد دکابل د محکمې رييس او د دولت د شورا غړى او ملا عبدالرزاق د شاهي مدرسې رييس اود ديني مشورتي شورا (هيئت الميزان والتحقيق) سرپرست ګډون، ډېر مهم وو.        ۳۴


اما د رژيم پر وړاندې دغه تازه او جديدالتاسيسه مقاومتونه هغه وخت پيکه شول، چې کله امان الله خان د خپلواکۍ جګړه اعلان کړه او د افغان _ انګرېز تر منځ درېيمه جګړه پيل شوه.  
د علماوو را  ټولونه او د افغان ـ انګرېز درېيمه جګړه:


د ۱۹۱۹ز کال د اپريل په مياشت کې د امان الله خان لخوا د افغانستان د خپلواکۍ د جګړې اعلان او ورسره د جهاد ليکو ته د خلکو د رابللو داعيې، د اماني رژيم پر وړاندې د ديني او مذهبي کړيو پر چلند کې ژور بدلون راووست.


دغه اقدام په اغېزمنه توګه د علماوو ملاتړ تر لاسه کړ او د امان الله خان د رهبريت مشروعيت يې هم روښانه کړ. سره له دې چې د امان الله خان د سلطنت د توارث حق لا تر پوښتنې لاندې وو، هغه پر دې وتوانېد،  چې د ديني کړيو وفاداري د خپل تره له لوري د خپل ځان په لوري را واړوي.


مخکې له دې چې حبيب الله خان په قتل ورسېږي له انګرېزانو سره يې د افغانستان د خپلواکۍ پر مسلې خبرې کړې وې.


هغه د ۱۹۱۹ز کال د فبرورۍ پر ۲مه نېټه د هند وايسراى ته يو ليک واستوه او غوښتنه يې وکړه، چې د پاريس د سولې په کنفرانس کې دې افغانستان ته هم غړيتوب ورکړل شي.


په ضمن کې يې له وايسراى څخه وغوښتل چې د برېتانيا دولت دې د افغانستان خپلواکي په مستند ډول پرته له کوم قيد او شرطه په رسميت وپېژني.


امير هيله درلوده، چې انګرېزان به د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال د افغانستان د بې طرفۍ موقف د دغه هيواد د استقلال او خپلواکۍ د پېژندلو په مانا حساب کړي، خو برېتانوي حکومت لا د دې ډول وړانديزونو د منلو فکر هم نه کاوه.


په هغه ورځ چې حبيب الله خان په جلال اباد كې د يوه بريد په ترڅ كې ووژل شو، د برتانوي  هند د بهرنيو چارو وزير اودوين منتك د افغانستان امير ته يو ليك را استولى وو.


په ليك كې د انګرېز تر سياسي سيوري لاندې د افغانستان پر پاتې كېدو ټينګار شوى وو، خو د امير د قتل د پېښې په سبب دغه ليك كابل ته ونه رسېد.           ۳۵


كله چې شاه امان الله خان د سلطنت پر څوكۍ كېناست، نو پرته له كوم ځنډ څخه يې د بهرنيو چارو د بهرني نظام په نوم وزارت، د دولت په اداري جوړښت كې زيات كړ.


په دې كار سره هغه په ډاګه كړه، چې د خپلواكۍ ډېر تږى دى او په هر ډول چې وي بايد افغانستان د بهرنيانو له ولكې وباسي.


شاه امان الله خان د ۱۹۱۹ز كال د مارچ په ۳مه نېټه د برتانوي هند ګورنر جنرال لارد چلمز فورد ويسرا ته يو ليك و استوه او په هغه كې يې د افغانانو غوښتنې د يو ازاد او خپلواك ملت په توګه انګرېزانو ته وړاندې كړې وي.


امان الله خان وړانديز كړى وو، چې له انګرېزانو سره د يوه خپلواك دولت په توګه حاضر دى، چې د دوستۍ تړون لاسليك كړي.                ۳۶


څه وخت وروسته، پرته له دې چې د انګرېزانو لخوا كوم مثبت يا منفي ځواب تر لاسه كړي، په يو ځلي او علني ډول يې د افغانستان خپلواكي اعلان كړه او په دې ډول يې د انګرېزانو پر وړاندې خپل دريځ روښانه كړ.


د ۱۹۱۹ز كال د اپرېل پر ۱۳نېټې د جاليان والاباغ غمګينې پېښې د اما ن الله خان عملي كارونو ته مناسبه زمينه برابره كړه.


په دغه پېښه كې د هندوستان په سلګونه اوسېدونكي د يوه انګرېز صاحب منصب لخوا د جاليان والاباغ په سيمه كې مړه او ټپيان شول.


له پېښې وروسته امان الله خان په كابل كې د دربار په كچه يوه غونډه را وبلله او اعلان يې وكړ، چې د دې وخت رارسېدلى، څو افغانان د خپل هيواد د بشپړې خپلواكۍ د تر لاسه كولو لپاره وسلوال پاڅون پيل كړي.


په غونډه كې يې د قرانكريم د درېيمې سيپارې ۱۱۰ ايت ولوست: ژباړه(يو ځاي شئ، يو له بله مه بېلېګئ او د خداى ج په پړي (دين) باندې منګولې ولګوئ).


امان الله خان په ملت غږ وكړ، چې اسلامي جهاد ته مخه كړي او دا كار يې د افغانستان او نړيوال اسلام د ګټو د خونديتوب په لاره كې د هر افغان وجيبه وګڼله.                    ۳۷


امان الله خان په همدې وخت كې د جګړې لپاره بشپړ تيارى ونيوه او خپل تعرضي بريدونه يې، په يو وخت په درې جبهو كې تنظيم كړل.


د خيبر جبهه د سپهسالار صالح محمد خان په مشرۍ، د خوست جبهه د سپهسالار نادرخان په مشرۍ او د كوټې، سپين بولدك جبهه يې د اعتماد الدوله عبدالقدوس  خان په مشرۍ تنظيم كړې.


د جهاد جګړې ته د نظامي ځواكونو ور مخامخول يو اغېزمن ګام وو، ځكه چې د انګليستان پر ضد د نظامي عملياتو تنده په خلكو كې ډېره لوړه شوې وه او دغې لېوالتيا سياسي رنګ خپل كړى وو.


د علماوو او مذهبي كړيو لپاره، چې ځانونه يې د اسلام ساتونكي بلل، د جهاد مسله هغه موضوع وه، چې د خپلو هڅو په سر كې يې ځاى وركړى و.


سره له دې چې په پيل كې ځينو مذهبي مشرانو د امان الله خان مخالفت كاوه، خو د جهاد له  اعلان سره سم حالات بل ډول شول او همدې دينې علماوو له اما ن الله خان سره د مخالفت مسله د ارتداد په نوم يادوله او دغه مخالفت ته يې له  دښمن سره د ملاتړ نوم وركاوه.


له همدې امله د جهاد له اعلان سره سم مذهبي روحانيون په پراخه كچه را وپارېدل. ان هاغه علما چې له نصر الله خان سره يې اوږد مذهبي شاليد در لود او د سلطنت لپاره يې هغه غوره ګاڼه.


په دې وخت كې د امان الله خان ترشا ودرېدل، هغه يې د يوه مشروع او قانوني حكمران په توګه ومانه او د انګرېزانو پر وړاندې د مبارزې پلوى يې وكړ.


د جهاد له اعلان څخه لا يوه مياشت نه وه تېره، چې د هيواد ټولو مهمو او كليدي مذهبي رهبرانو له اماني رژيم څخه ملاتړ وكړ.


پاچا صاحب اسلام پور، چې د نصر الله خان له مهمو ملاتړ كوونكو څخه وو، په داوطلبانه ډول  كابل ته راغى او شاه امان الله يې د امير په توګه ومانه.                ۳۸


د ۱۹۱۹ز كال په جون مياشت كې يو شمېر ديني علما لكه: ملا چكنهور، ملا پاونده او ځينې نور چې پخوا د نصر الله خان په باوري ملګرو كې شمېرل كېدل، له خپلو پېروانو سره په جلال اباد كې د ډكې له نظامي ځواكونو سره يو ځاى شول.


همدا راز مولوي عبدالرزاق، ملا لالاپير، حاجي ترانګزيي او د بتخاك حضرت صاحب د نصر الله خان له يو شمېر نورو حاميانو سره يو ځاى د دولت ليكو ته راغلل او له اماني رژيم څخه يې ملاتړ وكړ.


د خپلواكۍ په جګړه كې د علماوو ونډه ډېره پراخه او اغېزمنه وه. په دغه جګړه كې د د مذهبي كړيو اغېزمنو فعاليتونو د دې ښكارندويي كوله، چې د ټولنې دغې برخې په خلكو كې پراخ  نفوذ درلوده.


حضرت فضل محمد مجددي (شمس المشايخ)، حضرت فضل عمر مجددي(نورالمشايخ)، مولوي عبدالواسع كندهارى، مولوي فضل الحق، اخوندزاده موسهى، ملا اتمانزى، ملا محمد جان خان، ملا عبدالرحمن بېكتوتي او د خرقې متولي ملا عبدالحميد الكوزى، هغه مشهور او با نفوذه علما او روحانيون وو، چې په بېلابېلو ډګرونو كې يې د افغانستان د خپواكۍ لپاره هلې ځلې كړي دي.   ۳۹


د انګرېزانو پر وړاندې د جګړې اعلان په واقعيت كې مذهبي قبايلي رهبرانو، په ځانګړي ډول له ډېورنډ كرښې اخوا د ختيځو ولايتونو د ديني علماوو د غوښتنو ځواب وو، چې له مودو راهيسې يې په انتظار كې پاتې شوي وو.


حاجي عبد الرزاق(د مولوي او امام په نوم هم ياد شوى) چې هم د جمعيت العلما مشروو او هم يې د سرحدونو دواړو لوريو ته په مېشته خلكو كې پراخ نفوذ درلود، د افغان حكومت اوله پولې اخوا د قبايلي رهبرانو او علماوو تر منځ د ارتباطي وسيلې په توګه پاتې شو اوپه دې برخه كې يې ډېر كار وكړ.


دغه شخص په پيل كې صوات او بيا باجوړ ته تللى وو، چې له خپلو نږدې ملګرو حاجي ترانګزيي او ملابابړي سره يو ځاى شي او د نصر الله خان د ملاتړ لپاره قبايلي ماليات راټول كړي.


امان الله خان په پيل كې د هغه د نيولو پرېكړه وكړه، خو هغه وخت له خپلې پرېكړې بېرته په شا شو، چې ياد ملا ښايي له پولې پورې غاړې د ده د سياستونو په پلي كولو كې اغېزمن تمام شي، نو له خپلې پرېكړې واوښت او ملا عبدالرزاق ته يې امر وكړ، چې په باجوړ كې پاتې شي.


شاه امان الله خان په يوه ليك كې عبدالرزاق ته داسې ليكلي وو((په دولت كې ستاسو په څېر يوه وفا شعاره او پياوړي عالم ته ضرورت لرو، چې په هغه ځاى كې ټولو مهمو ديني او دولتي چارو ته رسيدګي وكړاى شي)).            ۴۰


د ليك په رسېدو ملا عبدالرزاق دا مسله درك كړه، چې امان الله خان د انګليسانو پر ضد د يوې پراخې جګړې پلان جوړ كړى، نو له همدې امله يې د اماني رژيم پر وړاندې خپلې رويې ته بدلون وركړ.


كله چې په رسمي ډول د جهاد اعلان وشو، نو حاجي عبدالرزاق په قبايلي سيمو كې فعاليتونه پيل كړل او له قبايلي رهبرانو سره يې اړيكې ټينګې كړې.


هغه په صوات، دېره، چترال او باجوړ كې قوي جرګې را وغوښتلې او د انګرېزانو پر ضد د يوه ستر قبايلي لښكر د جوړېدو تابيا ونيوله.                   ۴۱


د جهاد د اعلان ولولې وې، چې په قبايلي سيمو كې يوه ۴۰ زره كسيز لښكر د ملا بابړي، حاجي ترانګزيي، ملا سركاڼي او پاچاصاحب اسلام پور په مشرۍ راټول شو.


د كنړ، جلال اباد او باجوړ سيمې د مولوي محمد ابراهيم كاموي تر اداروي كنټرول لاندې راغلې. په پښتو او دري ژبو د جهاد د اعلان خبرپاڼې وليكل شوې او له پولې هغې غاړې ته تر پېښور او راولپنډۍ پورې ووېشل شوې.                         ۴۲


همدا راز ملا چكنهور له قبايلي مومندو څخه يو ستر لښكر جوړ كړى وو او كله چې صالح محمد خان د ډكې په سيمه كې ماتې وخوړه، نو سمدلاسه ملا چكنهور له خپل لښكرسره په مومندو دره كې د انګرېزانو پر ضد پاڅون وكړ.


هغه پر دې وتوانېد، چې خلك مجبوره كړي تر څو جنګي لښكر ته خوراكي توكي برابر كړي، چې هغه وخت د دغو موادو له سخت كمښت سره مخ وو. له خواوشا كليوالي سيمو څخه د اړتيا وړ خوراكي مواد راټول شول او جګړه لا په خپل زور كې وه.    ۴۳


په جنوبي ولايتونو (پكتيا) كې د دولتي ځواكونو ملتيا شيخ فضل عمر مجددي كوله، چې وروسته بيا د نورالمشايخ لقب وركړل شو. نوموړي په زرمت كې خلكو ته د يوې خطابې په ترڅ كې د افغانستان د بشپړې خپلواكۍ د لاسته راوړلو په موخه د شاه امان الله خان دريځ داسې بيان كړ:


(د افغانستان پاچا سيف الملت و الدين اعلحضرت امان الله خان پرېكړه كړې، چې د لوى خداى ج په مرسته او د افغانستان د غيور ولس په ملتيا د افغانستان ازادي له انګرېزي ښكېلاك څخه تر لاسه كړي. كه څه هم زمونږ هيواد نسل په نسل ازاد پاتې شوى او پاتې كېږي به هم، خو د ميوند له ماتې وروسته پرنګيانو د خپلو بېلابېلو دسيسو له امله د افغانستان پخواني پاچايان مجبور كړي وو، تر څو ځيني شرطونه ورسره ومني، چې د افغانستان د كورنۍ او بهرنۍ خپلواكۍ لاره يې ډب كړې وه.


اسلام كې ازادۍ ته په درنه سترګه كتل شوي او د غلامۍ ژوند خوار او ذليل ژوند ګڼي. سبحان الله څومره ستر وياړ دى، كه شهيدان شو جنت الفردوس ته ځو او كه ژوندي پاتې شو، نو په دواړه جهانونه كې به بريالي او سوكاله يو. هيله من يم چې د افغانستان ټول قومونه، د استقلال د جګړې غږ او د امير امان الله خان واجب الاذعان امر ته په پراخه كچه لبيك ووايي))                   ۴۴


د وزيرستان په ټل كې د سپهسالار نادرخان د ځواكونو برياليتوب، په همدې سيمه كې د دينې علماوو د نفوذ او مرستې په كولو سره ترلاسه شو. ملاچكنهور، مولوي فضل الربي، د تيرا اخوندزاده او د حاجي ترانګزيي زوى پاچاګل هغه قبايلي مشران وو، چې په د غو سيمو كې يې افريدي، وزيري، ځاځي، مسعود او مومند قومونه راټول او جګړې ته يې تيار كړل. كه څه هم انګرېزي سرچينو دغه جګړې پايلې بل  ډول تعبير كړې، خو په حقيقت كې د ټل ماتې د دې لامل شوه، چې انګرېزان د خبرو مېز ته حاضر شول او په پايله كې د افغانستان د رسميت پېژندلو سبب وګرځېد.


د جولاى د مياشتې په ۲۰مه نېټه يو افغان هيئت چې مشري يې شاغاسي علي احمد خان كوله، د سولې د شرايطو د طرحې په موخه راولپنډۍ ته ولاړ او هلته يې له انګرېز استازي هملتن ګرانت سره ليده كاته وشول. د دغه ملاقات په پايله كې په هغه تړون موافقه وشوه، چې د ۱۹۱۹ز د اګست پر ۸مه انګرېزانو لاسليك كړ او له مخې يې لويې برېتانيا، افغانستان د يوه بشپړ خپلواك او رسمي دولت په توګه ومانه.


د ۱۹۲۰ز د اپرېل له ۱۷مې د جولاى تر ۲۴مې نېټې پورې د محمود طرزي او هانري دابز تر منځ مذاكرات وغځېدل، په دې مذاكرو كې د ډېورنډ كرښې ته څېرمه د قبايلي پښتنو پر وضعيت او د دوو هيوادونو د سياسي اړيكو پر ټينګښت خبرې اترې وشوې.


خو دغو مذاكرو كومه مثبته پايله  نه درلوده او بحثونه تر دې اوږده شول، چې ۱۹۲۱ز كال د هانري دابز استازى هيئت كابل ته راغى، په كابل كې يې هم د همدې كال تر پايه پر همدې مسلې خبرې اترې وكړې، چې په پايله كې د ۱۹۲۱ز كال د نومبر پر ۲۲مه نېټه په كابل كې د افغان _ انګرېز تر منځ ګډ تړون لاسليك شو


په دغه تړون كې د افغانستان د كورنۍ او بهرنۍ خپلواكۍ د تضمين تر څنګ، د كابل او لندن تر منځ د سياسي استازو د تبادلې شرايطو ته هم لار پرانيستل شوه.


تر دې وړاندې د برېتانيا د بهرنيو چارو وزير لارد كزن له دغه شرط سره مخالف وو           ۴۵


د ۱۹۲۲ز كال د مارچ د مياشتې پر ۶مه نېټه فرانسس همفرېز كابل ته راغى او په لومړي ځل يې په افغانستان كې د برېتانيا دولت د مختار وزير په توګه وټاكل شو.


لمنليكونه:


۱۹_ امان الله خان لا نوى ځوان وو، چې خصوصي زده كړې يې د هيواد له پېژندل شويو علماوو، هندي مسلمانانو او تركي ښوونكو پيل كړې. د شاه امان الله خان بل مربي اعتمادالدوله عبدالقدوس خان وو، چې له امان الله سره يې  ځانګړې مينه درلوده. غوښتل يې له دې لارې د شهزاده د مور عليا حضرت سراج الخواتين او د هغه د پياوړې مېرمنې پلوى تر لاسه كړي.


۲۰_ غني، ۹۲_۹۳.


۲۱_ Letter from G. Rose – Kepple to D. Bray dated Mar. 5,1919, NAI, FPD.


۲۲_ NAI, Simla Records 1, Government of India, FPD. June 1919, no. 158. ۲۳


۲۳_ Ibid.


۲۴_ د امير امان الله خان سلطنت، امان افغان، لومړى ټوك، لومړۍ ګڼه، ورى ۲۲مه، ۱۲۹۸، ۱۲ اپرېل ۱۹۱۹.


۲۵_ په اسلام كې د جزايي قانون پر اساس د قصدي  وژنې جزا قصاص دى، چې د تعميل يا معافيت حق يې، په قانوني محكمه كې د ګناه له تثبيت څخه وروسته، د مقتول  كورنۍ او نږدې خپلوانو ته وركول كېږي. د پښتونولى نظام هم، چې د پېچلو قومي او د وينې د ګډولې پر بنا رامنځته شوى،  كيفر ياد مجازاتو (بدل) مسلې ته يې ستر ارزښت وركړى دى.په ده كورني نظام او دود كې د د مقتول د كورنۍ لخوا له قاتل څخه د بدل اخيستو يا د هغه معافولو ته بې ننګي وايي. په داسې وخت كې مقتول نږدې كس دا دنده لري، چې د قتل غچ واخلي. په دې يو مشهور متل دى، چې وايي(نېك اولاد د پلار وينه پر دښمن نه پرېږدي). امان الله خان له دغه قومي دود څخه د يوه سياسي حركت په توګه كار واخيست او په دې ډول يې خپل وروونه اوخپل مشر تره، چې د حبيب الله خان په مړينه پټه خوله پاتې شوي وو، په بې ننګۍ تورن كړل، چې په دې ډول په ټوله قبيله كې د هغوى حيثيت ته ځان ورسېد او د حبيب الله خان د ځايناستو په توګه د هغوى رامخته كېدل ورسره زيانمن شول.


۲۶_ Ibid.


۲۷_ Macanachie, 12.


۲۸_ د نائب السلطنه د استعفا متن د ۱۳۳۷ كال د جمادى الاول پر ۲۵مه چې د ۱۹۱۹ز كال د فبرورۍ له ۲۸ نېټې سره سمون خوري، په (امان افغان) جريده كې چاپ شو.لومړى ټوك، دويمه ګڼه، ۲۲غويي، ۱۲۹۸، مى ۱۲مه، ۱۹۱۹. په كابل كې د انګرېز استازي د وينا له مخې، پرته له دې چې پاچاصاحب اسلام پور بريالى شي، هڅې يې پيل كړې، چې نصرالله خان د استعفا له منلو په شا كړي. ان تر دې چې وعده يې كړې وه، چې د هغه مرستې ته به ۵۰زره كسيز لښكر ورلېږي.


۲۹_ ان.ا.آى، د سملې د لومړۍ ګڼې يادښتونه، هندوستان حكومت، اف پي دي، جون۱۹۱۹، ۱۵۸ګڼه او ار ۶۴۰پېښور ګڼه، د مارچ پينځم ۱۹۱۹ز كال.


۳۰_ Maconachie, 12.


۳۱_ فريزر تتلر، افغانستان: په منځنۍ اسيا كې د ساسي بدلونونو جاج، ۱۹۵; ادمك، افغانستان له ۱۹۰۰_۱۹۹۳: سياسي تاريخ،۱۰۹.


۳۲_ د ناظر صفر د زوى په رهبرۍ د نصر الله خان د پلويانو لخوا پر غازي امان الله خان يوه ناكامه وژونكې بريد وشو. ناظر صفر د امير حبيب الله خان په سلطنت كې د امين الاطلاعات سمت درلود او د نګرېز پر  وړاندې د نصرالله خان ملاتړ يې كاوه. دعه كس له قبايلي روحانيونو سره اړيكې درلودې، چې هغوى هم د نصر الله خان ملاتړي وو. يو ټيټ ربتبه صاحب منصب چې د ترور په شپه يې د حبيب الله خان له خېمې څخه ساتنه كوله، د امير د ژنې په تور محاكمه او په دار وځړول شو. دغې محاكمې نه يوازې دا چې خلك يې راضي نكړل، بلكې د يوې داسې ساختګي ګذارش په توګه را برڅېره شو، چې د قاتل اصلي هويت يې ورك كړ. داسې اوازې خپرې شوې، چې شجاع الدوله(وروسته په لندن كې د افغانستان مخار وزير)، د امير د كراچۍ سرپرست او د حضور فراشباشي، د اصلي مجرم په توګه او همدا راز عليا حضرت ملكه او خپله امان الله خان، چې د امير له نظر څخه لوېدلي  وو، د دغې ناكامې حملې د اصلي محركينو په توګه محكوم شول. محمد صديق فرهنګ، افغانستان د پنج قرن اخير، دويم ټوك، ۴۷۷-۴۷۸; عبدالحى حبيبي، په افغانستان كې مشروطه خوځښت، ۲۰۰_ ۲۰۳. په ۱۹۱۹ز كال نصر الله خان په زندان كې وفات شو، ځيني په دې اند دي، چې هغه د پاچا لخوا مسموم كړاى شوى دى، خو غبار دغه نظريه رد كړې(د غبار تاريخ، ۷۵۹مه پاڼه).


۳۳_ NAI, FDP, june 1919, no. 89.


۳۴_ Adamec, who,s who of Afghanistan, 107.


۳۵_  استيوارت، ۲۸.


۳۶_ د دغه ليك د محتوا په اړه دې، د افغانستان بهرنۍ چارې، ادمك، ۱۱۰ كتاب ته مراجعه وشي. د ۱۹۱۹ز كال د اپرېل د مياشتې په ۱۳مه نېټه، په هندوستان كې انګرېز اردو د جنرال ريګينالد په مشرۍ، په يوه ډله خلكو چې جاليان واله باغ سيمه كې د ځينو مراسمو د نمانځنې په موخه را غونډ شوي وو، حمله وكړه، په دغه حمله كې ۳۷۹ كسان ووژل شول او ۱۲۰۰ كسان ټپيان شول. دغې پېښې په هندوستان كې عامه غمګيني رامنځته كړه.


۳۷_ د جهاد لپاره د پاچاهۍ فرمان، (بې عنوانه) ن.د. د پېښور په ډاكه سيمه كې توزيع شو.


۳۸_  Adamec, who,s who of Afghanistan, 193.


۳۹_ غبار، ۷۶۳_ ۷۶۴; پوپلزيي، د افغانستان د خپلواكۍ او استرداد تاريخ ته يوه كتنه، ۳۲.


۴۰_ د پاچاهۍ فرمان، مورخه جمادى الثاني ۲۹مه، ۱۳۷۷، د اپرېل ۲مه، ۱۹۱۹. د محمد ولى زلمي په مجاهد افغان كې اثر كې، ۳۶_ ۳۸ پاڼې.


۴۱_ ولي زلمى، ۴۲_ ۴۴.


۴۲_ ولي زلمى، ۷۴_ ۷۶ او ۸۱.


۴۳_ د ملا عبدالرزاق له يوه ليك څخه مالوميږي، چې د دغو كليو اوسېدونكي په دې كال د مالياتوله وركولو څخه معاف شوي وو، ځكه هغوى د ملاچكنهور په غوښتنه د مومند درې اوسېدونكو ته غلې دانې وركړې وې، چكنهوري ليكونه، ۱ګڼه(د همدې كتاب وروستۍ برخې ته دې مراجعه وشي).


۴۴_ پوپلزى، د افغانستان د خپلواكۍ او استرداد تاريخ ته كتنه، ۷۱.