کور / شعر / غزل

غزل


غزل


ما د يوچاسره  په چا ورانه ده


لکه تيارې  سره رڼا ورانه ده


دا جينۍ څه په زړګي چک لګوي


دا بې پيلوټه ده بلا ورانه ده


وايه زموږه  خونه چا ورانه ده


پښتونه تا ورانه ده ما ورانه ده


ته مې د  زړه د بورجلونو ستن يې


د زړګي خونه مې بې تا ورانه ده


تسکينه دهن ته غزل نه راځي


ښايي د  شعر ښاپېرۍ بيا ورانه ده