کور / تازه خبرونه / ٨٠ سلنه وسله وال د شپې عملیاتو په ترڅ کي نیول شوي

٨٠ سلنه وسله وال د شپې عملیاتو په ترڅ کي نیول شوي

په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن تر ډیره خپل مهم سرلیکونه کابل ته د امریکا د سنا د مجلس د پلاوي سفر او له ولسمشر کرزي سره یی خبرو ته ځانګړې کړي، چې غټ ټکي يي حمید مومند په لاندې راپور کې راچاڼ کړي دي.
سرنوشت:

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې د امریکا د سنا د مجلس دې پلاوي د شپې د عملیاتو په دوام ټینګار کړې او ویلي، چې دا عملیات پر وسله والو مخالفینو سخت ګزار دې او دوې ته حیاتي ارزښت لري.

ورځپاڼې لیکلي، که څه هم دغه پلاوي ویلي، چې دا عملیات باید د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو د سند په وړاندې خنډ نشي، خو ولسمشر بیا خبردارې ورکړې، چې د دغو عملیاتو په وړاندې د خلکو ذهنیت خورا حساس دې.

ملي باور:

ملي باور نا دولتي ورځپاڼې هم لیکلي، چې د امریکا د سنا د مجلس پلاوي د بهرنیو ځواکونو له خوا د شپې د عملیاتو په دوام ټنیګار کړې او لیکلي، چې اتیا سلنه وسله وال مخالفین د همدغو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.

ورځپاڼې وړاندې د دې پلاوي په حواله، چې په کابل کې یي د ناټو له قومندانانو سره هم کتلي لیکلي، چې له تیرو څه باندې دریو میاشتو راهیسې په دې عملیاتو کې افغان ځواکونه هم برخه اخلي.

خو ورځپاڼې لیکلي، چې د دغو عملیاتو دوام نه یوازې د افغان حکومت او خلکو ترمنځ واټن زیات کړې، بلکه د افغان حکومت او نړېوالو متحدینو ترمنځ یي اړیکې هم ترینګلې کړي.

ورځپاڼې لیکلي، که څه هم د سنا د مجلس پلاوې وایې، چې دا عملیات باید د ستراتیژیکو اړیکو په وړاندې خنډ نشي، خو ورځپاڼې لیکلي، چې افغان ولسمشر دا خبردارې ورکړې، که دا عملیات بند نشي، نو دوې به ستراتیژیک تړون لاسلیک نه کړي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د شپې د عملیاتو د بندولو لپاره د افغان حکوت په دریځ ټینګار کړې او لیکلي، چې د شپې عملیات بند او د بګرام زندان باید افغان حکومت ته وسپارلې شي.

ورځپاڼې لیکلي، چې دا هغه شرایط دي، چې دودیزې لویی جرګې له امریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو لپاره وړاندې کړي او باید ورته جدي پاملرنه وشی.

محور:

محور نا دولتي ورځپاڼې بیا د شپې د عملیاتو په اړه د ناټو د چارواکو دریځ راخستې، چې دا عملیات یی د عامه خلکو د ژغورنې لپاره هم مهم بللي.

خو ورځپاڼې دا هم لیکلي، چې ناټو ځواکونو هڅې پیل کړي، څو ددې عملیاتو مشري هم افغان ځواکونو ته وسپارلې شي.

د کابل ورځپاڼو پاتې مطالب تر ډیره د سولې په روانو هلو ځلو کې نویو پرمختګونو او پدې برخه کې د پاکستان رول ته ځانګړې شوي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي، چې سعودي عربستان په مشروط ډول د افغان دولت او وسله والو مخالفینو ترمنځ یی د سولې د خبرو کوربتوب منلې دې.

ورځپاڼې لیکلي، چې ددې خبرو لپاره، چې پکې د افغان دولت ځینې نورې مخالفې ډلې لکه حزب اسلامي هم ممکن برخه ولري د سعودي عربستان په شرطونو کې د تاوتربخوالي بندول او له القاعده سره د اړیکو پریکول شامل دي.

خدمتګار:

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې بیا هم ځینو هغو خنډونو ته کتنه کړې، چې د سولې د بهیر په وړاندې د پاکستان لخوا رامخته کیږي.

ورځپآڼې لیکلي، چې پاکستان لا هم د خپلې پالیسۍ دود ندې بدل کړې او له طالبانو څخه د خپلو سیاستونو لپاره افزاري استفاده کوي.

ورځپاڼې وړاندې له ولسمشر کرزي سره د مولانا سمیع الحق خبرو ته په اشارې لیکلي، چې پاکستان اوس مهال دا هڅه کوي، چې افغانستان باید د امریکا له پلوۍ لاس واخلي.

محور:

محور نا دولتي ورځپاڼې بیا د پاکستان یو بلې هڅې ته کتنه کړې، چې غواړي د شمال ټلوالې سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي.

ورځپاڼې لیکلي، چې پاکستان اوس د طالبانو د اقتدار پر ځای په افغانستان کې د جنګ او ځواک د بیلانس هغه تیوري د ځان په ګټه بولي، چې په بل سر کې یی تنظیمي مشران جبهه جوړوي.

ورځپاڼې لیکلي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې د آی ایس آی په دستور د طالب ضد ټلوالې له قومندانانو سره کره خبرې کړي او له دې لیدنې وروسته د پاکستان په وړاندې د تنظیمي مشرانو په لهجه کې هم بدلون راغلې.

ورځپاڼې لیکلي، چې د حنا رباني کهر له سفر وروسته د شمال ایتلاف رسنۍ له پاکستاني مسایلو سره خورا ګزاره کوي.