کور / هراړخیز / دمورنۍ ژبې دنړيوالې ورځې په مناسبت دپوهنې وزارت پېغام

دمورنۍ ژبې دنړيوالې ورځې په مناسبت دپوهنې وزارت پېغام

د ۱۳۹۰ د کب ۲مه ( د ۲۰۱۲ د فبروری ۲۱مه)


په مورنۍ ژبې زده کړه يو شعار نه بلکې يو فطري اوطبيعي حق دى چې ، انسان يې د ترلاسه کولو حق لري او حکومتونه وظيفه لري چې د دې حق د رسولو لپاره لازم سهولتونه او مناسب شرايط مهيا کړي.


دافغانستان داسلامي جمهوريت د اساسي قانون د ٤٣ مادې حکم دى چې (زده کړه د افغانستان د ټولو اتباعو حق دى چې د ليسانس تر درجې پورې وړيا د دولت لخوا تامينيږي. دولت مکلف دى چې په ټول افغانستان کې د متوازن معارف د عامولو او د منځنيو اجباري زده کړو د تامين لپاره اغيزمن پرو ګرام طرح او تطبيق کړي، او د مورنيو ژبو د تدريس لپاره په هغو سيمو کې چې پرې خبرې کيږي لاره هواره کړي).


د اساسي قانون د همدې مادې پربنسټ د پوهنې وزارت ژمن دى چې د پوهنې په تعليمي نصاب کې د ټولو موجودو او مروجو ژبو د ساتنې، تقويې او ودې لپاره اړين پروګرامونه طرح کړي، چې د لوى او قادر خداى په توفيق د پوهنې وزارت پردې بريالى شو چې د ١٣٨٦ کال څخه وروسته د شپږو (ازبكي، تركمنې، بلوچي، پشه يى، نورستاني، پاميري) هغو رسمي ژبو لپاره چې په دريمې درجې کې راځي ٧٢ عنوانه کتابونه د نوي تعليمي نصاب په انکشافي پلان کې ځاى کړي.


همدارنګه د پوهنې وزارت د مورنۍ ژبو د نړيوال تړون په بنسټ په هېواد کې د رسمي اوملي ژبو د متوازن انکشاف لپاره كوټلي ګامونه اخيتسي دي. پدې لړکې د افغانستان په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره د لومړنيو (ابتدائيه) ښوونځيو (١ – ٦ ) لپاره يې په پښتو او دري ژبو ١٠٠ عنوان کتابونه، د منځنيو دوری لپاره ٩٠ عنوان کتابونه او ثانوي دورې لپاره ٨٧ عنوان کتابونه تاليف، چاپ او توزيع شویدی. همدارنګه د پورتنيو يادو شويو درې واړو دورو لپاره يې د ښوونکو د رهنما کتابونه په ترتيب سره د ابتدائيه دورې لپاره په پښتو او درې ژبو ٧٠ عنوان کتابونه، د منځنۍ دورې لپاره ٩٦ او د ثانوي دورې لپاره ٨٩ عنوان کتابونه تاليف شویدی.


د پوهنې وزارت رهبرۍ په مورنۍ ژبې زده کړه د هېواد د هرې ژبې د خاوندانو يو خداى وركړى، قانوني، مدني، طبيعي او انساني حق بولي او هيڅکله به د دې حق د تامين په برخه کې د دې حق د سياسي کولو او يا هم ترينه د نا مشروع سياسي، ژبنيو، او توکميزو مسائلو لپاره د استفادې اجازه ورنکړي.
دپوهنې وزارت د هېواد د ټولو قامونو، توکمونو او ژبو برابر احترام لپاره او د ژبو تعدد د افغانستان د فرهنګي او تمدني غنا برخه بولي او زيار به باسي چې دغه فرهنګي هستۍ نوره هم غنامنده او پياوړي کړي.


ژبه چې د افهام او تفهيم يوه وسيله ده او د اسلام د مقدس دين د  احکامو په بنياد هغه څوک چې د تعصب، تبعيض او غرض له مخې د ژبو او توکمونو ترمنځ جاهلي عصبيت، د ژبو د ټکر،خوابديو او تربګنيو اورته لمبې وهي د اسلام له دائرې څخه وتلي دي.


لكه څنګه چې ژبه د افهام او تفهيم لپاره يوه مهمه وسيله ده، په همدې توګه د پوهنې وزارت رسالت لري ترڅو د مروجو او رسمي ژبو د ساتنې ترڅنګ د هېواد په ټولو ښوونځيو کې د زده کوونکو ترمينځ داسې فضا او شرايط رامينځ ته کړي چې د هيواد هر وګړى وکولاى شي په دواړو رسمي ژبو زده کړه ترلاسه او د دريمو رسمي ژبو د بقا، دوام او غښتلتيا لپاره د تدريس او زده کړې له لارې علمي، اکاډميک، فرهنګي او تفريحي پروګرامونه برابر کړي.


تل دى وي سرلوړى افغانستان
باقي او غښتلې دې وي د هېواد ټولې خوږې، درنې او تاريخي ژبې.



په درنښت



د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست