کور / هراړخیز / د کنړ ولایت د پوهنیز پرمختګ بهیر

د کنړ ولایت د پوهنیز پرمختګ بهیر

د کنړ ولایت چې د کنړونو په نوم هم یادیږي د افغانستان د ختیځو ولایتونو له جملې څخه دی چې ختیځ ته یې د پاکستان تر ولکې لاندې پښتانه قبایل، شمال ختیځ ته یې د نورستان ولایت، لویدیځ ته یې د ننګرهار ولایت، جنوب یې د آزادو قبایلو په نامه د پاکستان تر ولکې لاندې د پښتنو سیمې او شمال ته یې د لغمان ولایت موقعیت لري.
 
د کنړ ولایت چې د هېواد دریمه درجه ولایت ګڼل کیږي، د وګړو شمیر یې د 500,000 په شاوخوا کې اټکل کیږي. د کنړ مرکز د اسد آباد ښار دی او په مرکز سربیره 14 اداري واحدونه یا ولسوالۍ لري چې له خاص کنړ، سرکاڼې، پیچ دره، څوکۍ، برکنړ، مروره، ناړې، دانګام، نرنګ، نورګل، چپه دره، شیګل، وټه پوره او غازي آباد څخه عبارت دي.
 
د کنړ په ولایت کې پوهنیز پرمختګ په ښه توګه پر مخ روان دی او د همدې ولایت د 1390 کال د پوهنیز پرمختګ په هکله لنډ معلومات له ګرانو لوستونکو سره شریک کیږي.
 
هیله ده چې دغه معلومات به د پوهنې د مینه والو، څیړونکو، اړوندو اړخونو او ټولو هیوادوالو لپاره له ګټې څخه خالي نه وي او د هیواد د هراړخیزې سوکالۍ، سولې او سمون په لاره کې به د یوه ښه زیري په توګه ثابت شي.
 
د 1390 کال ښوونیز حالت:
د  کنړ  په ولايت كې په ټولیزه توګه 444 بابه تعلیمي موسسې د پوهنې له وزارت سره رسمیت او فعالیت لري چې له دې جملې څخه 406 بابه د عمومي زده کړو ښوونځي، 26 بابه د اسلامي زده کړو موسسې ( 2 بابه دارالعلومونه، 20 بابه دیني مدرسې، 4 بابه دارالحفاظونه)  6 بابه دارالمعلمین او د ښوونکو د روزنې الحاقیې، 6 بابه د تخنیکي او مسلکي زده کړو موسسات تشکیلوي او د دې ولایت په تعلیمي موسساتو کې په ټولیزه توګه 162,314 تنه زده کوونکي، طالب العلمان او محصلين د 3,760 تنو ښونكو، مدرسينو او استادانو له خوا په زده كړو بوخت دي.
 
همدارنګه سږ کال په همدې ولایت کې  4,040 تنه هېوادوال مو د سواد د زده كړې په 202 بابه كورسونو كې د 132  تنو استادانو له خوا د ليك لوست په زده كړو بوخت دي.
 
له 1385كال څخه تراوسه د پوهنې وزارت د کنړ په ولايت كې د 20,037,530 امريكايي ډالرو په ارزښت 203 تعمیراتي پروژې پيل کړې چې 95 پروژې بشپړې شوې، 74 پروژې تر کار لاندې دي او 34 پروژې تدارکاتي پروسه طی کوي.
 
په 1390 کال کې له دولسم ټولګي څخه د کنړ د ولایت د سړو سیمو د فارغانو شمیر 2,302 تنه دی  او په 1390 کال کې د همدې ولایت په تودو سیمو کې 3,247 تنه زده کوونکي په دولسمو ټولګیو کې په زده کړه بوخت دي چې  د کنړ ولایت د غوره پوهنیز پرمختګ زیری له ځان سره لري.
 
د پوهنې د بهیر په وړاندې ستونزې:
د کنړ په ولایت کې، د ځینو زورواکانو او غاصیبنو له خوا د پوهنې د ځینې ملکیتونو غصب کول، د بې سرپناه ښوونکو د ښارګوټو لپاره د ځمکې نشتوالی او د 153 تعلیمي موسساتو لپاره د تعمیرونو نشتوالی هغه ستونزې دي چې په دې ولایت کې د پوهنې د نظام په وړاندې قرار لري.
 
باید وویل شي چې د لیکنو دغه لړۍ به چې (د پوهنیز پرمختګ بهیر) په نوم یادیږي، د هیواد په 34 ولایتونو کې له ګرانو لوستونکو سره یو ځای ګام پر ګام مزل کوي او د افغانستان د هر ولایت د پوهنیز پرمختګ په هکله به لږ تر لږه یوه لنډه لیکنه ستاسو مخې ته ږدي. له موږ سره اوسی.