کور / تازه خبرونه / احمدي نژاد په پردي انګړ کي پر خپلو دښمنانو زړه تش کړ

احمدي نژاد په پردي انګړ کي پر خپلو دښمنانو زړه تش کړ

د کابل ورځپاڼو بیا هم د دوشنبې په سیمه ییز کنفرانس کې د ایراني مشر د څرګندونو په اړه پورته شویو غبرګونونو په اړه لیکنې کړي

محور نا دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې د تاجکستان کنفرانس په داسې توګه پای ته ورسید، چې ټول ګډونوال یې په خپل اند له دوشنبې څخه بریالي کور ته ستانه شول.

د ورځپاڼې په وینا د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد به د نورو په پرتله ځکه زیات خوښ کور ته ستون شوې وي، چې د بل په غولي کې یی د بل د مسایلو په اړه د خبرو په پلمه په خپلو مخالفینو زړه تش کړ.

ورځپاڼه لیکي، که څه هم د افغان ولسمشر په ګډون ټول لوړ پوړي چارواکي د تل په څیر پټه خله دي، خو مشرانو جرګې د احمدي نژاد په څرګندونو سخت غبرګون ښودلې او هغه یی غندلي دي.

ورځپاڼې لیکلي، چې ایراني واکمن په اصل کې دې ته خفه دې، چې د بهرنیو ځواکونو په حضور کې د افغانستان په چارو کې لاس وهنه نشي کولای.

ملي باور نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې احمدي نژاد ځکه د افغانانو له غمه نه مري، چې همدا ایران او ځینې نور ګاونډیان ددې لامل شول، چې بهرني ځواکونه افغانستان ته راشي.

ورځپاڼه لیکي، چې همدا ایران او پاکستان ددې لامل شول، چې په افغانستان کې کورنۍ جګړه زور واخلي او دغه هیواد د ترورزم په مرکز بدل شي، څو ناټو ته د پوځي مداخلې زمینه برابره شي.

ورځپاڼې ایران تورن کړې، چې د کورنیو جګړو په مهال یی د یوې او یا د بلې ډلې ملاتړ کاوه، څو خپلې ګټې خوندي کړي.

ورځپاڼې وړاندې افغان حکومت او مشرانو ته سپارښتنه کړې، چې ایران ته دې د داسې څه موقع په لاس نه ورکوي.

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې هم د احمدي نژاد د څرګندونو په اړه د مشرانو جرګې غبرګون راخستې او لیکلي، چې د ایراني مشر دا ډول څرګندونې د پاکستان د استخباراتي ادارې له لاس وهنو هم زیاتې خطرناکه دي.

ورځپاڼې لیکلي، چې د ایران لاس وهنه هم دومره نده، بلکه دغه هیواد د افغان دولت وسله والو مخالفینو ته پیسې، وسلې، او نور امکانات برابروي او په خپلو دریو ښارونو کې یی طالبانو ته پوځي اډې جوړې کړې دي.

ورځپاڼه لیکي، چې اکثره سناتوران د احمدي نژاد ددې څرګندونو په وړاندې د افغان ولسمشر په خاموشۍ انتقاد کوي او وایی، چې ښاغلي کرزي باید احمدي نژاد ته ویلې وای، چې د دا ډول څرګندونو حق نلري.

هیواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې دا څوهم ځل دې، چې ایران د افغانستان لپاره د مرستو د راجلبولو میز خپل سیاسي هدف لپاره کاروي.

ورځپاڼې لیکلي، چې د تاجکستان غونډه د افغانستان لپاره وه، خو احمدي نژاد په نورو اتو بوتو سر شو او د ورځپاڼې په وینا دې په ډیر سپین سترګۍ له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه.

ورځپاڼې لیکلي، چې ایران تر دې مخکې هم افغانان هڅولي، چې د بهرنیو ځواکونو پر ضد پورته شي او پدې توګه د یوې بلې بې پایه جګړې اور بل کړي.

ورځپاڼې لیکلي، چې ایران زیاته هڅه وکړه، چې د بګرام او د پنجوایی له پیښو ناوړه سیاسي ګټه پورته کړي.

ورځپاڼې لیکلي، چې د ایران اهداف روښانه دي او هغه دا، چې دغه هیواد هڅه کوي افغانستان یو ځلې بیا د نا امنیو په څپو کې ډوب شي او د تیرو لسو کلونو لاس ته راوړنې په اوبو لاهو شي.

ورځپاڼې په نهایت کې لیکلي، چې افغانان اوس ښه پوهیږي، چې څوک یی دوست او څوک یی دښمن دې او دوی به د ایران او د نورو مغرضو هیوادونو په لمسونونو تیر نه وځي