کور / تازه خبرونه / طالبان : يوه چورلکه مو راوغورځوله

طالبان : يوه چورلکه مو راوغورځوله

وسله والو طالبانو په خپله يوه ويب پاڼه کي خبر ورکړى چي نن ورځ ئې د بهرنيانو يوه چورلکه په هشتادودو ويشتلې او را غورځولې ئې ده.
د طالبانو په وينا چي ياده چورلکه ئې د اندړو په اولسوالي کي هغه وخت وويشته چي کله د ولايتي بيا رغوني په مرکز کي د کښېنستو په حال کي وه.
د طالبانو د خبر په حواله چي په ياد چورلکه کي ١٤ تنه سپاره ول چي ټول پکښي وژل سوي دي.
په دې اړه تر اوسه بهرنيانو څه نه دي ويلي.