کور / راپور / طلوع تلويزيون ۷۰ کارکوونکي له کاره ګوښه کوي

طلوع تلويزيون ۷۰ کارکوونکي له کاره ګوښه کوي

یوشمېرافغان کارپوهان په دې نظر دی، چې په دوه زره څوارلسم میلادی کال کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل او دې هیواد سره د نړیوالې ټولنې د مرستو کمښت به درسنیو پر فعالیت ناوړه اغیز وکړي.

د دغو انديښنو په پام کې نیولو سره په دې وروستیو کې د طلوع، لمر، یک او ځینو نورو تلویزیونونو او هم یوشمېر چاپي رسنیو د دوی په لسګونو مسلکي کارکوونکي له دندو لیرې کړې دي.

خبریال غلام محمد معصومي له شاوخوا اوه کالو راهیسې د هیواد په څو جنوب لویدیځو ولایتونو کې د طلوع او لمر تلویزیونونو ته کارکاوه خو اوس د ځینو نا معلومو دلایلو له مخې له دندې لیرې کړای شوي دي.

ده د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې له لسګونو نورو خبریالانو سره د یاد تلویزیون د چارواکو له خوا له دندی ګوښه شوي.

″دا دطلوع د تلویزیون خپل کار دی، په کندهار کې دوی مجهز دفتر لري او کوم راپورونه چې ماته رسیدلي، ویل کېږي، چی هغه به وتړي، دې تلویزیون په دې وروستیو څو نورخبریالان هم له دندو ګوښه کړي، نه پوهیږم په دې حساس وخت کې دې تلویزیون دا تصمیم د څه لپاره ونیو؟″

دا ویره څرګندیږي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به یوشمېر رسنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ شي، د همدی له امله مخکې له مخکې هڅې کوي، چې یا خپل پرسونل کم کړي اویا په لږو امتیازاتو نوی کارکوونکي جذب کړي.

″نی″ یاد افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړه اداره دا تایيدوي، چې له دوه زره څوارلسم کال وروسته به رسنۍ له مالي ستونزو سره مخ او حتی ځینې به یې وتړل شي.

د دې ادارې مسوول محمد صدیق توحیدی ازادي راډیوته وویل:

″له دوه زره څوارلسم کال وروسته به له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو له کموالي سره، په روانو چارو کې ستربدلونونه راشي. د ازادو رسنیو د کار په هکله هم اندیښنې شته.

له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو کموالی د دې اندیښنو لامل دی. ښایي ډېر خبریالان وزګارشي او شاید ځینې رسنۍ وتړل شي.″

دې مسالی نور خبریالان هم اندیښمن کړي او وایي، چې د حکومت له خوا د دوی په دندو کې «کاري خوندیتوب ته» پام نه دی شوی.

حمیداله فیضي، د خبریالانو پر وړاندې د شته ستونزو لامل، د اطلاعاتو او کلتور وزارت کمزوري ګڼي. فیضي وایي:

″په لومړی سر کې چې دا تلویزیونونه جوړیدل، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په کې دقت ونه کړ، هریوه ته یې د فعالیت جواز ورکړ، دا ټول په بهرنیو مرستو ولاړ دي، اوس چې بهرني مرستې د کمېدو په حال کې دي دا تلویزیونونه هڅې کوي، چې خپل پرسونل کم کړي، دې کار ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هیڅ توجه نه ده کړې.″

ازادي راډیو ډیره هڅه وکړه، چې موضوع د طلوع تلویزیون له مسوولینو سره شریکه کړي خو ونه توانیدو چې اړیکې ورسره ټینګې کړو. ″یک″ تلویزیون بیا پر خپلې ادارې دا ډول تورونه ردوي.

د دې تلویزیون د خبري څانګې مسوول عبدالفرید وایي:

″موږ داسې ستونزه نه ده احساس کړې، چې خپل تجربه لرونکي کارکوونکي له دندو لیرې کړو، موږ همدا اوس د نویو خبریالانو د جذبولو لپاره اعلانونه ورکوو.″

داهم ویل کېږي، چې ځینو رسنیو، له یوه کال راهیسې د خپلو کارکوونکو او لګښتونو په کمولو لاس پورې کړی دی.

په دی لړ کې د سبا خصوصي تلویزیون کال مخکې خپله خبري څانګه له مینځه وړې او د ارزانې کرایې په مقصد د کابل ښار یوې بلې سیمې ته کډه شوې.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، د ستونزې حل ته یې تدابیر نیولي دي.
د دې وزارت مرستیال دین محمد مبارز راشدي وویل:

″موږ اړتیا احساس کړه، چې د رسنیو کار ته یو طرزالعمل جوړ کړو، د مرکز او ولایتونو د خبریالانو نظریې مو واخیستې، مسوده مو تیاره کړه، د عدلیې وزارت ته سپارل شوې د قانوني پړاوونو وروسته به د یوې مقررې په بڼه عملي کېږي.″

نن سبا په افغانستان کې څه باندې دېرش تلویزیونونه، شاوخوا یوسلو پنځوس رادیوګانې او په سلګونو چاپي خپرونې فعالې دي او وییل کېږي، یوشمېر بهرنیۍ موسسې او هیوادونو ورسره مالي مرستې کوي.

په دوی کې په زرګونو خبریالان په کار بوخت دی او که را ولاړې شوې اندیښنې حقیقت ومومي، اکثره به یې وزګار پاتې شي.

بل خوا په دې وروستیو کې یوشمېر چاپي خپرونې په رسنیو واوښتې، چې ویل کېږي، ګاونډیو هېوادونو ورسره په دې هېواد کې د خپل نفوذ په مقصد مرستې کړې دي.