کور / سياسي / ملاعبدالسلام ضعيف: اماراتو ته مي سفر شخصي دئ

ملاعبدالسلام ضعيف: اماراتو ته مي سفر شخصي دئ

سوله که څه هم يوسپيڅلی هدف دی خو په اوسني وخت کې دافغانانولپاره ترټولولومړنی هدف دی الله جل جلاله دې وکړي چې زموږلرغوني هيوادته سوله ،سوکالي،استقلال اويورښتونی اسلامي نظام چې دمليونونه شهيدانوارمان دی ورپه نصيب سي،داهغه ارزواوهيله ده چې ټول افغانان به يې لري چې زه هم يودهغوی له منځه يمه، اماداخبره چې اوس ځينوکسانودمطبوعاتوسرته راوړيده ، داچې زه ګواکې دکابل داداري په مرسته سره دبۍ ته تللی يم اوپه اصطلاح دسولي دپروسي دګړندي کولولپاره هڅي کومه په تمامه مانابي اساسه خبره ده، کيدای سې ځيني کسان له داسي ګنګوسوڅخه خپله استفاده کوې.
دبۍ يامتحده عرب امارات همدارنګه عربي نورهيوادونه هغه هيوادونه دې چې کيدای سي مليونونه افغانان پکښي خپل ژوندکوې څوک مزدوري،څوک تجارت اوڅوک له خپلي کورنۍ سره ژوندکوي.
زه تقريبادوه کاله کيږي چې په دې لټه کې يمه چې په دغوسيموياهيوادونوکې دخپلوامنيتي ستونزو له کبله څه ارام ژوندوکړم، په دې اړه مې ځيني هيوادونوته ليکلي وړانديزونه ورکړي هم وه، تردې چې دکابل داداري څخه مي هم مرسته وغوښتله، کوم چې زماپه ستونزوخبرهم دې خوهغوی راسره هيڅ ډول مرسته ونکړه،زماامنيتي انديښني نوري هم زياتيدلي نوله دې کبله مي دوه مياشتي وړاندې تصميم ونيوی چې اماراتوته په ويزيټ ويزه راسم اوبيادلته کوشش وکړم چې دلته اوياپه بل اسلامي هيوادکې دځان لپاره دموقت اوسيدلوځای پيداکړم اواوس هم په دغه تلاښ کې يمه ،نه دچاپه مرسته اوکومک اونه دچاپه مشوره اوهدايت اونه دسولي دپروسي په اړه راغلی يم اونه ورسره هيڅ ډول ليوالتيالرمه نوله دې کبله مامخکې هم دمطبوعاتوڅخه احترامانه هيله کړي وه چې زماپه اړه ترڅو يې چې زه تاييدنکړم داسي ګنګوسي چې ناوړه استفاده ځيني کيږي اوزماشخصي ژوندته ګواښ کيږي خپري نکړي اويوځلي بياهم دغه وړانديز په کامل احترام سره وړاندې کومه.
پاته دې نه وې چې اوس هم په دې لټه کې يم چې داوسيدلوځای پيداکړم خوتراوسه اماراتو راسره موافقه نده کړي نوکه زه بل ځای ته هم ولاړسم دابه زماشخصي کاروې دهيچاسره به نه وې تړلی، امادسولي په کارکې چې ډيردروندکاردی نه زه ددې کارقوت اواستعدادلرم داکارترماډيرزرچنده لوړاولوی دی نوله دې کبله زه په داسې درونداوترځان لوړکارکې هيڅ ډول علاقه نه لرم اونه پکښي منځګړي توب کولای سم اونه يې کوم اونه په کښي خبره کوم اونه په دې اړه دچاسره وينم اونه په روانه پروسه باندې تراوسه باورلرم بلکه غواړم چې غوږونه ورڅخه غلي اوځان ورڅخه پټ کړمه هيله ده چې جوړبه ياست.

ورورموعبدالسلام ضعيف ۱/۱۴/۱۳۹۱