کور / هراړخیز / کلتور او جرم

کلتور او جرم

د جمعې ورځ وه ماته ښاغلي ډاکټر محب الله زغم زنګ راووهه او راته يې وويل چې د افغان ادبي بهير اوونيزې ناستې او مشاعرې ته ځو، د وعدې سره سم زه، ډاکټر صيب  زغم او ښاغلی نورګل شفق افغان ادبي بهير ته ولاړو. د پلان سره سم پدې اونۍ کې د ښاغلي نور ګل شفق په راډيوي ډرامه چې وار دمخه يې ليکلې وه او هم يې د راډيو له لارې خپره کړې وه، کره کتنې ته وړاندې کوله. د غونډې مشر ډاکټر زغم او زه ورسره مېلمه وم. ډرامه د کره کتنې لپاره واورول شوه چې پخوا ثبت شوې.  ډرامه د پښتنو د منفي کلتور په اړه وه چې پکې يو هلک پورته کيږي او د کلي يو کس په يو لانجه کې وژني او بيا د کلي سپين ږيري د جرګې د پرېکړې له مخې د سولې په نامه د وژونکي هلک خور د وژل شوي کورنۍ ته په بدو کې ورکوي. پر ډرامه کره کتنه پيل شوه چې د ښاغلي استاد عبدالحبيب نثار او استاد عضنفر سربېره پرې د بهير زياتره ګډونوالو خپل نظرونه ورکړل. د نظرونو په لړ کې يو ورور  (د نوم له يادولو يې تېرېږم)په ډرامه او د  ډرامې پر ليکوال باندې داسې نيوکه درلوده چې ولې دوۍ تل د خپلې ټولنې دغسې منفي دودونه رانغاړي او ورته ډېره هوا ورکوي  او خپله ټولنه نورو خلکو ته سپکه ورپېژني؟  ولې دوی په امريکا کې د هغه دودونه او کلتور چې له لامله يې  د ورځې سلګونه پېغلې په زور د جنسي فعل ښکار کيږي په اړه څه نه وايي؟
 نورې ډېرې زياتې خبرې يې وکړې چې زما ټولې په ياد پاتې نه دي. د ده له خبرو وروسته ما له وياند څخه اجازه وغوښته او د نوموړې ورور په خبرو مې نيوکه وکړه. ما پخپلو خبرو کې وويل چې: په بدو کې ورکړه يو دود يا کلتور دی چې زموږ په ټولنه کې موږ ته د کلونو راهيسې په ميراث راپاتې دی او ددغه کار ترسره کوونکي د کومې قانوني پوښتنې لاندې نه راځي. پدې مانا چې دا کار روا دی او ټولنه کې ورته په سپکه سترګه نه ليدل کيږي او نه کوم پيغور دي او ان دا چې د داسې پرېکړو ترسره کوونکي او پر دواړو اړخو باندې د پرېکړې منوونکي جرګه مار ملکان خپله باټيري، بهادري او نارينتوب غږوي او پر ځان وياړي او داسې انګيري چې دشمني يې پر دوستۍ بدله کړه.  خو دې ته نه ګوري چې د يو بې ګناه انسان ژوند پر سيند لاهو شو، او په بدو کې د ورکړل شوې جلۍ ژوند پدې نړۍ کې يې په سور اور کې په برخه شو. ځکه په بدو کې ورکول شوې انجلۍ د هر راز انساني ژوند او د هغې سره د انساني چلند څخه بې برخې وي او څوک يې د پوښتنې ګروېږنې هم نه وي، پاتې شوه په زور د انجونو تښتول او د هغوۍ سره جنسي اړيکې ساتل جرم دي او جرم د قانوني پوښتنې لاندې راځي او د دغسې عمل کوونکي ته مجرم ويل کيږي او دې کړنې ترسره کونکي ته خلک په سپکه سترګه ګوري او مخ يې تور وي دا کس که په امريکا کې وي او که په د نړۍ په هر هېواد کې وي. دلته ښاغلي شفق موخه جوته ده او هغه ددغه بد کلتورپر وړاندې اواز دي، موږ بايد جرم او کلتور وپېژنو.
کله چې ما خپلې خبرې خلاصې کړې نو درانه استاذ عضنفر راڅخه هيله وکړه چې په همدې اړه يوه ليکنه وکړه، نو د استاد خبره او د درون استاذ دغه هڅوونه او پرما غږ پخپل ځان کې يوه ستره لوريینه وه، خو پوره کول يې زما لپاره يوه ازمويينه وه. دا دې د درون استاذ د غوښتنې له مخې غواړم چې لږ څه د کلتور او جرم په اړه څه وليکم.
دا څه اوله او اخره ستونزه نه وه چې په افغان ادبي بهير کې زه ورسره مخ شوم، زياتره وخت په غونډو، ناستو او مشاعرو کې وينم چې کوم سترګور او زړور ليکوال يا شاعر راپورته شي د خپلې ټولنې په منفي خواو څه ووايي نو يو نيم بل نيمچه او نيمځاړي راپورته شي او ددغه سترګور خبرې تر نيوکو لاندې راولي او ځان داسې وښايي چې د خپل کلتور مدافع وکيل دي او دې منفي کلتور ته داسې تبي تورکې ورکړی چې کټ مټ يې د شريعت جز ورګرځوي او شک کول پرې کفر شي او د خپلو خبرود زبات لپاره ژر په لويديځوالوټولنو  (امريکا، اروپا) ورمنډه کړي چې هلته خو داسې او داسې کيږي او د هغې ټولنې جرمونو ته ګوته ونيسي او اوايي چې ولې د لويديځوالو او د هغوۍ په کړنو سترګي پټيږي. دغه نيوکه کونکي بېچاره ګان پدې نه پوهيږي چې جرم او کلتور څه شی دی؟ او زموږ د لويدځوالو ټولنو سره څه دي چې هغوۍ خپل منفي کلتور ته پدې جواز ورکوو چې هغوۍ دا  کوي او يا دا کوي.
زما په اند د نارنج ګل ميله وه يو شاعر(د نوم اخيستلو يې تېرېږم) پکې پورته شو او اوباما د خطاب تر سرليک لاندې يې يو شعر ليکلی وو. په هغه شعر کې نوموړي شاعر لومړی د خپل ځان ستاينه کړې وه او بيا د خپلو خلکو ستاينه او د شعر  په يو ځای کې بيا اوباما ته وايي چې ستا په قانون کې ښځې هم واده کړي هم د سپيو سره، يانې موخه يې اوباما ته پېغور دې او ورته وايي چې ته دېته ټولنه وايي. دا ستا ناولی کلتور دی، چې ته پرې وياړ کوې!   دا چې نوموړي شاعر بېچاره د شعر په لومړيو کې د وخت د والي لپاره ځان دومره په مدحه ستړی کړی چې حد يې نه وو. (۱۵)زه راځم د خپلې ليکنې ار  برخې ته!
دا په داسې حال کې ده چې نوموړی شاعر او يا دې ورته نور بېچاره ګان پدې نه دي خبر چې په امريکا د سپي سره بدفعلي، بد کار  يا واده کول رواني ناروغي ده او ترسره کونکی يې د قانوني څارنې لاندې راځي نوموړي ناروغۍ ته Bestiality يا ځناورتوب یا د حيواناتو سره بدکاري ورته وايي چې د ا د Zoosadism, Sodomy,  Zooerasty,  يا  Zooerastia يا د حيواناتو د ځورولو لاندې راځي او دا ناروغي د Psychopathia Sexualis د ناروغيو لاندې مطالعه کيږي چې د حيواناتو سره د بدکار خوښوونکو کسانو ته Zoophilia  وايي. دا کار زموږ په ټولنه کې هم  په پټ ډول ترسره کيږي.  د اسلامي هېوادونو سربېره په ټولو اروپايي او امريکايي هېوادونو کې دا منع دي او کوونکي ته يې سزا ده. (۱، ۲، ۳، ۴، ۵، ۶)
اوس راځو په زور د انجونو تښتول او ورسره بدعملي کول دا هم يو جرم دي چې ورته Rape  يا زنابالجبر ويل کيږي. او داسې تعريف کيږي چې څوک يو چا سره د هغه د خوښې پرته جنسي عمل سرته ورسوي د Rape  نوم ياديږي. (۷، ۸)
د اسلامي ټولنو سربېره  په ټولو لويديځوالو ټولنو کې دا کړنه سزا لري او سرته رسوونکي ته مجرم ويل کيږي. همدا راز دا رواني ناروغي ده، دا کړنې هغه کسان ترسره کوي چې د بل چا د ځورولو څخه خوند اخلي دا يو ټولنيزه اروايي ستونزه ده او د انساني چاپېريال پورې تړاو لري او د دغه کړنې ترسره کونکي د ژوند په اوږدو کې د بېلا بېلو اروايي ستونزو سره مخ دي او په لوړ عمر کې نشي کولای چې خپل حد او انسانې کړنې وپېژني. (۹)
او د وړو ماشومانو تښتول او د هغوۍ سره بدفعلۍ کولو ته  Pedophilia  يا د ماشومانو سره د بدفعلي وايي. دا هم يو اروايي ناروغي ده چې په عمومي ډول د شپاړس کلنۍ څخه وروسته عمر کې راپيدا کيږي چې دا عمر خلک کوښښ کوي چې د ځان څخه کم عمره ماشومان د بدفعلۍ لپاره وکاروي، چې د  اروايي ناورغيو په کتار کې راځي او لوستل کيږي. د ارواپوهانو له انده دا د ټولنې خطرناکترينه ډله ده چې کولی شي ټوله ټولنه ککړه کړي، زياتره د دغه ډلې غړي د ښوونځيو  ښوونکي دي. (۱۰)
دا چې هر هاغه پېښه چې دې ته ورته وي او په ټولنه کې ورته بد کتل کيږي جرم شمېرل کيږي، د بېلګو په ورکولو سره راڅخه سکاله بل لور ته لاړه، اوس غواړم چې يو څه رڼا په کلتور او جرم  واچوم چې پدې پوه شو چې جرم څه شی دی او کلتور څه ته وايي.
کلتور
کلتور يا فرهنګ  د يو قوم يا يوې سيمې هغه کړنو، باورونو  ته وايي چې د وخت په تېرېدو سره د دوۍ په مينځ کې شتون لري او د دوۍ يې د خپل معنوي ژوند د تېرولو يوه برخه بولې. دا باورونه او کړنې د رواج، عنعناتو، کاليو، موسيقي او ټولو هاغه کړنو څخه عبارت دي چې يو قوم يا څو قومونه يې په خپل مېنځ کې سره پيلي وي. يا دا هاغه غوټه او سخته ټولګه ده چې د باورونو، ګروهو، هنرونو، اخلاقو، قوانينو، خويونو او د نورو هر ډول ځواکونو رانغاړونکې ده، چې انسان يې د يوې ټولنې د غړي په ډول خپلوي.
کلتور په يو ځانګړي ځای کې د انسانانو ترمينځ اړيکې دي خپل چاپېريال سره، چې له لامله انسان خپل ځان او خپل ځای جوړوي، چې کلتور بيا په څو ډوله دی:
مادي کلتور، معنوي کلتور، نړيوال کلتور، تاريخي کلتور، سيمه ايز کلتور، کليوال کلتور، ملي کلتور چې د ټول د سپړنې او رابرسېرونې څخه تېريږم.
دا کلتور دي چې کلي يې د نورو کليو سره او سيمه يې د هېواد سره او هېواد يې له نړۍ سره نښلولی دی، خو سره له دې چې د هرې سيمې او قوم کلتور او دودونه سره بيل دي خو بيا هم ځيني ګډ ټکي هم لري د بېلګې په ډول په افغانستان  کې کالي اغوستل يا پګړۍ په سر کول د ټولو قومونو ترمينځ ورته دود دی، مګر د واده، مړي خښول، بد، پور، نرخ  او منډ لپاره بيا هره سيمه او ان هر کلي بېل دود لري.
جرم
ارواپوهان جرم هغه کړنې بولي چې د يو انسان د شخصيت د جوړښت او نه جوړښت پورې تړاو لري. فرويدچې يو نوموتی ارواپوه دي وايي: مجرم هغه کس دي چې نيمګړی دی، د هغه په اند ځان (Self) له دريو برخو جوړ دی: بنسټ، زه او له زه پورته  ، بنسټ د ناخوداګاه غوښتنو او تمايلاتو څخه عبارت دی،له زه پورته د ټولنې او وجدان د غوښتنو او خوښولو څخه عبارت دی چې د روزنې او زده کړې له مخې په يو انسان کې مينځ ته راځي.  او د دغه دوو ترمينځ زه وجود لري چې دلته زه د خپل ځان د برترۍ او د واقعي نړۍ ترمينځ تله او ترازو برابر ساتي، نو د فرويد له انده جرم  په زه کې هغه وخت رامينځ ته کيږي چې زه کې کومه کمزوري رامينځ ته شوي او له لامله يې هغه احساس د ګناه کړي وي. په ټوليز ډول د احساس د ګناه د کوچنيوالي سره تړاو لري.  په لنډ ډول د فرويد ملګري او منوونکي جرم د شخصيت يو ځواب دي چې په کوچنيوالي کې ټکول شوی دی.
په ټولنپېژندنه کې جرم داسې تعريف کيږي، جرم هغه عمل ته وايي چې د ټولو خلکو وجدان زخمي کوي، يا هر هغه کار چې د ټولنې سوله، ارام، نظم او خوشالي ګډه وډه کړي جرم شمېرل کيږي. د  ټولنپوه ډور کيم په وينا هر هغه کړنه چې سزا ولري، جرم بلل کيږي او مجرم هغه کس دی چې جرم ترسره کوي.
خو د جرم زياتره تړاو د ماشوموالي د ژوند سره وي د بېلګې په ډول يو ماشوم په کوچنيوالي کې انګيري چې په نړۍ کې هر څه د ده دي او کله چې يو دوکان ته لاړ شي او يا کوم د خپلوانو کور ته او يا ښوونځي ته نو د هغه ځايونو څخه شيان خپل کورته راوړي دا کوچنی پدې اند چې دا زما دي، مګر د لويانو په فکر دا غلا ده مګر د کوچني په فکر دا شيان د هغه ملکيت دي، که چېرته په سالم ډول دغه باور د مينځه لري نشي نو ماشومان په دې کار روږدي کيږي او په لوی عمر کې ورڅخه غله او ډاکوان جوړيږي.
يا که د کوم ماشوم جنسي کړنې تحريک شي، په ځانګړي ډول هغه هلکان چې د خپلو ميندو او خويندوسره  په يوه بستره  کې تر لوړ عمر (شپږ کلنۍ، اوه کلنۍ)  پورې څملي،  نو دوی په جنسي لحاظ تحريک کيږي او د دغه تحريک له لامله احساس د ګناه کوي او نشي کولی له دغه حالت څخه ځان وباسي. کله چې نور هم لوی شي نو په غلچکي ډول استمنا ته مخه کوي او يا په غلچکي ډول کوشش کوي چې انجونو په وجود لاس ووهي او وګوري چې څه توپير لري او مخکې لاړ شي او يا نورې ورته کړنې ترسره کړي.  که همدا ډله هلکان لوی شي او د ځواک څښتنان شي نو بيا د کمزورو ماشومانوتښتولو او د هغوۍ سره بد فعلۍ ته مخه کوي چې دا کار جرم ګڼل کيږي.
نو زما د هغه ملګرو او شاعران څخه هيله ده چې کله کوم يو تکړه ليکوال راپورته شي او د خپلې ټولنې منفي کلتور ته ګوته نيسي او يا يې غندي نو د نوموړي مخنيوي دي پدې نه کوي چې په امريکا کې داسې کيږي او يا داسې شته. په هره ټولنه کې جرم شته او چېرته چې جرم وي هلته مجرم هم وي. ډېری داسي کارونه زموږ په ټولنه کې ترسره کيږي چې جرم دي خو ولې نه يې رسنۍ راخلي او نه د رسنيو لاس ته ورځي.  هاغه کارونه چې په امريکا کې ترسره کيږي او رسنۍ پرې خبرې کوي زموږ په ټولنه کې هم شته. د بېلګې په ډول په امريکا کې يوه مېرمن د خره سره واده کوي. (۱۶)
زموږ په ټولنه کې ښکاره متل دي چې د ځوان لومړۍ ښځه …. وي، نو دا چې دلته څنګه شرم او عار دي او دې خلکو ته خلک په سپکه سترګه ګوري همدغسې دا کارونه په امريکا کې هم عار دی او نورمال خلک ورته په سپکه ګوري.
دا چې خبره يوازې په جرم او کلتور وه او دا نورې خبرې پکې ورزياتې شوي نو د لوستونکو څخه بخښنه غواړم او پدې هيله يم چې زما دا خواري او زيار به ورته ګټور پريوزي. (۱۱، ۱۲، ۱۳، ۱۴)


اخځ ځايونه:
1. Christopher M. Earls and Martin L. Lalumiere: A Case Study of Preferential Bestiality (Zoophilia), 2007, Sexual Abuse: A Journal of Research and Treatment, 14(1), 83-88.
2. http://dictionary.reference.com/browse/zooerastia
3.  Richard von Krafft-Ebing: Psychopathia Sexualis, p. 281 and p. 561. F.A. Davis co., 1894
4. Corsini encyclopedia of psychology and behavioral science /, W Edward Craighead; Charles B Nemeroff vol. 4, 3. Ed, page 1050 New York [u.a.]: Wiley, 2001.
5. Howard Fischer: AZstarnet.com, Lawmakers hope to outlaw bestiality Arizona Daily Star, March 28, 2006. In Arizona, the motive for legislation was a “spate of recent cases.”
6. Posner, Richard, A Guide to America’s Sex Laws, The University of Chicago Press, 1996. ISBN 978-0-226-67564-0. Page 207
7. http://dictionary.reference.com/browse/rape
8. http://whqlibdoc.who.int/publications/2002/9241545615_chap6_eng.pdf
9. Nicholas Groth, H. Jean Birnbaum Men Who Rape: The Psychology of the Offender Perseus Books Group, 12, Oct, 2001 Pages- 248,  ISBN 9780738206240
10. Michael C. Seto, Pedophilia Annual Review of Clinical Psychology, Vol. 5: 391-407 (Volume publication date April 2009)
11. فـرهنـــگ یا کلتـــــور چـیســـــت ؟   http://www.takbook.com/Content/380   
12. کلتور                    http://www.mashal.org/content.php?c=helmi&id=00254
13.  آسیب شناسی اجتماعی: (جامه شناسی انحرافات)‎‏‏، هدایت الله ستوده، تهران، آوای نور، ۱۳۸۰
14. جامعه شناسی انحرافات: (مسایل جامعوی)‏، دکتر داور شیخاوندی، ایران نما، زمستان ۱۳۷۹ باشگاه
15. http://www.youtube.com/watch?v=qwg2mebOjxA&feature=relmfu
16. http://taand.com/index.php?mod=article&cat=taand6&article=32654


دناروغيو په اړه د لازياتو مالوماتو لپاره لاندې کتابونه وګورئ
1. Angelou, Maya, I Know Why the Caged Bird Sings, New York: Bantam, 1971, pp. 57-73.
2. Boston Womenes Health Book Collective, Our Bodies, Ourselves, Second Edition, New York: Simon and Schuster, 1979, pp. 155-161.
3. Brownmiller, Susan, Against Our Will: Men, Women, and Rape, New York: Simon and Schuster, 1975.
4. Abel G, Greenberg D & Bradford J. (1996) Understanding Assessment and Treatment of Paraphilias
5. American Psychiatric Association. Diagnostic and Statistical Manual of Mental Disorders.
6. Journal of Sex Med.
7.  Levey, R. & Curfman, W.C. (2010). Sexual and Gender Identity Disorders
8.  Morrison, J. MD. (1995). DSM-IV(TM) Made Easy: The Clinician’s Guide to Diagnosis.
9.  Nathan, P. E., Gorman, J. M., & Salkind, N. J. (Eds.). (1999). Treating Mental Disorders: A Guide to What Works.