کور / تازه خبرونه / پاکستان په افغانستان کې پر شوو بریدونو خواشیني ښودلې

پاکستان په افغانستان کې پر شوو بریدونو خواشیني ښودلې

پېښور:دپاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د کابل او د افغانستان د څو نورو سیمو پر تازه بریدونو خواشینې ښودلې ده.ویل کېږي، چې نوموړي د افعان ولسمشر حامد کرزي سره په تیلفون غږیدلی او له هغه سره يې په خبرو کې دا بریدونه غندلي دي.د ولسمشر حامد کرزي د ویندوې له دفتره څخه په دې اړه په خپره شوي خبرپاڼه کې د دواړو مشرانو د خبرو ډیر جزیات نه دي ورکړل شوي خو وايي چې ولسمشر کرزي په دې تیلیفوني مکالمه کې یو وار بیا تروریزم د دواړو هېوادونو لپاره شریک ګواښ وباله او د دې پر ضد یې په ګډه مبارزه ټینګار وکړ.د په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې اصف علي زرداري تېر ماښام د ټيلېفون پر کرښه ولسمشر کرزي ته د يادې پېښې له امله خواشينې څرګنده کړه.د سرچينې په وينا، د پاکستان ولسمشر دغه تروريستې پېښې وبللې او کلکې يې وغندلې او زياته يې کړه، چې په دغې غمېزه کې دى او د پاکستان ملت ورسره شريک دى.په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزي له زرداري مننه وکړه او ترهګري يې د دواړه هېوادونو لپاره ګډ ګواښ وبلله.سرچينه وايي، چې ولسمشر کرزي د ترهګرۍ پر وړاندې د دواړو هېوادونو پر ګډه مبارزه ټينګار وکړ او ويې ويل، چې له دې څخه د دواړو غاړو عام خلک تر ګواښ لاندې دي.