کور / تازه خبرونه / ميدان وردګ:چاودېدونکو توکو ۲ کوچيانو ته مرګ ژوبله واړوله

ميدان وردګ:چاودېدونکو توکو ۲ کوچيانو ته مرګ ژوبله واړوله

په میدان وردګو ولایت کې دناچاودو مهماتو له امله دوه تنو کوچیانو ته مرګ ژوبله و اوښته

ددې ولایت دچک ولسوالۍ ولسوال محمد اسماعیل وفاء په ویناء په ۳۰ نیټه مازیکر مهال دچک ولسوالۍ اړونده بندچک سره نژدې په غره کې کوچیانو میږې څرولې چې په نوموړو باندې ناچاودو توکو( ماین) انفجار وکړو چې له
امله یې یوتن کوچي سعید د شیرمحمد زوی پکې مړ او یو بل تن کریم الله د شیرمحمد زوی پکې سخت ټپي شو چې سمدستي ټپي شوې کس دایساف ځواکونو دچورلکې لخوا لوګر ولایت دایساف ځواکونو مرکز شینګ ته وړل شوې دی، چې اوسمهال یې روغتیایي وضعیت یو څه د ډاډ وړ دی.
دیادونې وړ ده چې تیره اونۍ هم په مرکز میدانښار تر څيرمه دقول میراجان په سیمه کې د ناچاودو مهماتو دانفجار له امله دکوچیانو دیوې کورنۍ ينځو تنو ماشومانو ته مرګ ژوبله و اړوله.