کور / تازه خبرونه / د امریکايي ځواکونو الوتکه لویدلې

د امریکايي ځواکونو الوتکه لویدلې


شیبه وړاندې اسوشیتد پرس راپور ورکړ چې د افغانستان په جنوب کې د امریکايي ځواکونو یوه الوتکه را لویدلې ده.
 په الوتکه کې څلور ناست کسان وژل شوي، خو تر اوسه پورې یې د وژل شویو هویت نه دی څرګند شوی.

د الوتکې د لویدو په اړه هم څه نه دي ویل شوي چې الوتکه د تخنیکي ستونزو له امله او که د خرابې هوا یا هم د طالبانو د ډزو له امله لویدلې ده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.