کور / تازه خبرونه / په شمالي وزیرستان کې د وګړو او وسله والو نښته

په شمالي وزیرستان کې د وګړو او وسله والو نښته

په شمالي وزيرستان کې د وسله والو او د يوې ځايې قبیلې ترمينځ نښته شوې چې لا تر اوسه هم جاري ده.رسنۍ د عينی شاهدينو له خولې وايې طالبانو بيګاه د شپي د شمالي وزيرستان د شوي په تحصيل کې د ملک کريم خان په قبيله بريد و کړی.د دوی په وينا ، قبيلي مزاحمت وکړ چې لا اوس هم روان دی.عيني شاهدين د دواړو غاړو د مرګ شمیره نهه او يو شمير کسان ټپيان ښيي.د ځايې خلکو په وينا د وسله والو طالبانو او د ملک کريم خان د قبيلي تر مينځ له تيرو دوو کلونو راهیسي تاو تريخوالۍ روان دی.دوی زياتوي، څو ورځی وړاندي د هنګو د ټل په سيمه کې د دوو وسله والو د وژل کېدو شک طالبان په دې قبيله کوي چې هم دغه خبره د جګړي سبب ګرځېدلې ده.د هنګو په وژل شوو کې حاجي قادر نومي وسله وال هم شامل وو چې د حقاني شبکي يو مهم کس بلل کیږي.