کور / تازه خبرونه / اسلام اباد سره نژدې سپرلۍ وړونکې الوتکه لوېدلې ده

اسلام اباد سره نژدې سپرلۍ وړونکې الوتکه لوېدلې ده

اسلام اباد:د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد څخه رپوټونه وايي چې له کراچۍ دغه ښار ته تلونکې يوه سپرلۍ وړونکې الوتکه لويدلې ده.الوتکه د يوۀ خصوصي هوايي شرکت، بوجا، وه او په لسگونو سپرلۍ په کې سپرې وې.د دې پېښې ډير جزييات معلوم نه دي خو ويل کيږي چې ١١٦ سپرلۍ په کې سپرې وې.الوتکه بوينگ ٧٢٧ ډوله وه او تر نهه کارکوونکي يا د الوتکې عمله هم و.عيني شاهدانو ويلي چې الوتکه پر کورونو لويدلې ده.دوى وايي په کورونو اور پورې شوى دى خو دا معلومه نه ده چې په کورونو کې هم څوک وژل شوي دي که نه.عيني شاهدان دا هم وايي چې د الوتکې د لويدا په سيمه کې شاوخوا مړي پراتۀ دي او داسې نه ښکاري چې څوک به په کې ژوندى پاتې شوى وي.له اسلام اباد سره نژدې د چکلالې په پوځي هوايي ډگر کې بيړنى حالت اعلان شوى.په ٢٠١٠ کال کې هم د پاکستان د يوۀ خصوصي هوايي شرکت سپرلۍ وړونکې الوتکه له اسلام اباد سره لويدلې وه.هغه الوتکه د ايير بلو په نامه هوايي شرکت وه چې له کراچۍ اسلام اباد ته تله.هغې الوتکې کې ١٥٢ کسان سپارۀ و او د خرابې هوا له امله اسلام اباد ته نژدې لويدلې وه.