کور / خبرتیا او پيغامونه / په بلجیم کښي د افغان کلتوري بهیر پیغام

په بلجیم کښي د افغان کلتوري بهیر پیغام

د استاد ، لیکوال ، کره کتونکي ، شاعر او  ادیب ښاغلي محمدمعصوم هوتک په ویاړ
غونډي ته
په بلجیم کښي د افغان کلتوري بهیر پیغام
ویاړو چي زموږ ویښ او روڼ اند نسل زموږ د هیواد ویاړلي ، د سر سر مشران لمانځي ، ستاینه  يی کوي او خپلي راتلونکي ته د دوی د علم ، پوهي او تجربو څخه ګټه اخلي . استاد محمد معصوم هوتک زموږ داولس هغه ابادي ده چي خدای زموږ پر ټولني لورولی ده . په شعر ، ادب او لیکوالۍ کښي یې د استاد لقب د هر افغان له ذهن سره اشنا او منلی دۍ . استاد محمد معصوم هوتک د پښتو ژبي د ګرامر او متونونو په سم سمکي کښي تر هر چا لویه ونډه اخیستی ده . استاد محمد معصوم هوتک ته د افغان د شملی خطاب کولای سو . اوږد ژوند او بریالیتوبونه دي یې په نصیب وي . بلجیم افغان کلتوري بهیر د غونډي له سمبالونکو  او ټولو هغو ملګرو څخه په بیا بیا مننه کوي چي د دی غونډي په جوړولو کښي  یې کار او هڅي کړي دي .
په بلجیم کښي د افغان کلتوري بهیر د مشرتابه جرګی په استازیتوب