کور / خبرتیا او پيغامونه / په بلجيم کې د مشاعرې خبرتيا

په بلجيم کې د مشاعرې خبرتيا

د بلجيم  په انتورپن ښار کې د افغان کلتوري ټولنې په کــوربه توب د روان ۱۳۹۱هـ ل دغويې دمياشتې په شپارسمه نيټه چې ٢٠١٢م د مۍ لــه پنځمې سره برابره ده دمــــازديګر په پنځه بـجو دپسرلي ترعنوان لاندي مشاعره جوړه کړي.


نو په دې مناسبت افغان کلتوري ټولنه ټولو ښاغليو شاعرانو، ليکوالانو د ادب او کلتور مينه والو  ته په خورا مينه دګډون بلنه ورکوي.


هیله ده د لازياتو معلوماتو لپاره په لاندې بريښناليک او يا هم ګرڅنده شمېره اړيکه ونيسۍ:


بـــــــريښناليک: ahmadzai_khan@hotmail.com
ګرځنده شمېره:۰۰۳۲۴۹٤۷۲۲۸۱۸    


پـــــــــته:


EveraertsStraat 97
2060 Antwerpen
Belgium
د افغان کلتوري ټولنې لخوا