کور / ترخې خبري / چپټر باید په نصابي کتاب بدل شي

چپټر باید په نصابي کتاب بدل شي

افغان پوهنتونو کې چپټر باید په نصابي کتاب بدل شي
په خوب کې بیګا ناڅاپي ناارامه راویښ شوم ، ډیر یو هیجاني خوب مې لیدلی وو او دډیرې ویرې له لاسه مې زړه داسې درزاري کاوه لکه په غوږ کې چې راته څوک پس پسکي کوي ، خوب هم اخر خوب وو اوهغه هم داسې خوب چې زما خوب یې په فرسخونو فرسخونو وزغلاوه ،
په خوب کې څه ګورم چې نه ګورم دچپټرونو دیوې هدیرې ترڅنګ روان یم ، چې ناګهانه ټولې مړې چپټرې دقبرونو نه راپاڅي او یو شور جوړ کړي ، دشور اواز یې دومره تیزوي چې شاوخوا مرغان دویرې نه دهغه ځایه وتښتي ، د هدیرې ترڅنګ شنه ګیاه هم ددې شور له ویرې په رپیدو شوه او زما حالت هم داسې شو لکه کوهي کې چې دې څوک زوړند کړی وي ،
چپټرونو غوغا شروع کړه خو دیو چپټر په خبره هم نه پوهیدم ، هرڅوک بې نوبته لکه دپارلمان دلمړئ ورځې دګډونوالو په شان پکې لګیا وو،خو یو خبره چې زه یې ډیر حیران کړم داوه چې دچپټرونو کفنونه جدا جدا وو او بیلابیل رنګ یې درلود هم غږي په کې نه لیدل کیده ، په اخر کې ورته ورو وروورنزدې شوم او دځآن سره مې وویل چې تاج محمده اشنا دکومې بلا نه چې خلاصی نه وي غاړه غټئ ورزه خدای کړی ناکام دی نو او په همدې وخت کې مې دویرې نه په ډک اواز ورته وویل
که که که یو نفر له ما سره وغږیږئ نو نو نو زه به په خبره باندې پوه شم او دا زه زه زه مو ولې داسې راګیر کړم .
په دې کې یو مشر خدای بخښلی چپټرچې زاړه ټکي یې په مخ باندې وو او ماته خو لا سم دامیر پتنوس دوختو چپټر ښکاره کیده رامخ ته شو او په یو ډیر هیبتناک اواز یې راته وویل ، کینه او زمونږ خبرې ته غوږ ونیسه ،
وا وای له ځان سره مې ویل چې هلکه خدای دې مل شه دا چپټر ماما خو ډیر په غصه دی ،
مشرخدای بخښلي چپټر راته خبره شروع کړه او ویې ویل ،ځوانه زه دننګرهار پوهنتون دکرنې دپوهنځي چپټر یم دنن نه ۵ کاله مخکې دیو محصل دلاسه قتل شوی یم او هغه هم داسې چې په سیند کې یې ډوب کړم او ساه یې رانه وباسله زما ګناه صرف دومره وه چې هغه مې په امتحان کې پاس کړی وو او په تیرو ۲۰ کلونو کې مې ځآن ته بدلون هم نه وو ورکړی ددې لپاره چې زما لیوالان پرمختګ ونکړي او دپرمختګ دستونزې سره مخامخ نه شي ځآن مې ورته په پخوانی بڼه ساتلي وو خو دغه قاتل ظالم چې وکتل پنځوس نمرې یې اخستې په ډیرې بې رحمئ سره یې زما ستوني باندې خپل غټ او بې رحمه لاسونه کیښودل او دسیند په اوبو کې یې ډوب کړم او شهیدشوم ،…………دلته په قبر کې هم سختې پښتنې وې خو پکې نیم ژبئ سره بریالی شوم اوس ستره ستونزه چې زه ورسره مخ یم هغه داده چې دنورو پوهنتنونو په راغلو مړو چپټرونو کې مې انډیوال نه پیداکیږي او ځآنته ژوند تیرووم ،هر چپټر چې زما درشتې اړوند له نورو پوهنتونو څخه مړکیږی او راځي نو ماسره فرق لري به داسې حال کې چې دیو کال یوسمستر او ورته وخت کې تدریس کیدو ،او باید چې سره یوشای وای خو دمزار پوهنتون دکرنې پوهنځي جدا عنوانونه لري ، دهرات جدا عنوانونه لري او داسې نور..
زما ساه لږ په ارامه شوه چې پدې کې یو بل خدای بخښلي چپټر چې دمزار پوهنتون وو رامخته شو او چیغه یې کړه …بشنوید جوان ما هم یک مشکل کلان دارم ودلم دراین جا بسیار تنګ است بخاطریکه یک انډیوال هم اهنګ وهم متن نه دارم او نوموړي تر پایه پورې راته ورته ستونزه وویله ..
یو بل زیړ رنګي خدای بخښلی چپټر چې دهرات دپوهنتون وو هغه هم راوړاندې شواو خپله ستونزه یې راته بیان کړه …په اخر کې له ډیرې ویرې نه ورته ماوویل :زما خدای بخښلو مرحومینو ګرانو پوهنتوني چپټرومممما ته څه خدمت دی زه دې کې څه کولای شم ..
په دې کې یو غټ 150 ورقې عمر لرونکی خدای بخښلي چپټر رامخته شو او ویې ویل :غوږشه زه ددې اتحادیې رییس ټاکل شوی یم له تا نه دومره غواړو چې دپوهنتونو استاذانو ته زمونږه یو پيغام ورسوې او هغه داچې دخدای لپاره نور په مونږه کې بې اتفاقي مه اچوئ ، دمرګ نه وروسته مونږه دلته یواځې په قبرونو کې ډیر ډاریږو ، دټولو پوهنتونو استاذان باید داسې څه وکړي چې یو نصابي کتاب دهرصنف او هرسمستر لپاره دهر مضمون اړوند جوړک/ړي ، تر څو په دې به نه یواځې دټولو پوهنتونو دپوهنځیو دمړو ترمنځ دمرګ نه پس هم غږي رامنخته شي او دلته به یې ساعت هم تیروي ، بس دی نور بس دی چې دا مونږه قرباني ورکړه ، استاذانو ته ووایه چې نور باید تاسو چپټرې په کتابونو بدل کړئ او که بدل یې نه کړئ نو هره ورځّ به مو په خوبونو کې درځو او په ارامه به رانه خوب ونکړئ .
له دې نه وروسته چې رابیدار شوم نو ډیر خواشیني ووم او دځآن سره مې وویل چې دا خو لا دمړو چپټرونو حال دی چې په قبرونو کې دومره زړه تنګي دي په خدای چې دا ژوندي چپټرې خو به بیخي له خپل ځان نه تنګ وي او داسې نه شي چې کومه ورځّ دچپټرونو ځانمرګي بریدونه شروع شي ..دا وو دخدای بخښلو چپټرونو پیغام چې تاسو ته مې ورساوه ..راځئ چې چپټر نور په کتاب بدل کړو ………….