کور / خبرتیا او پيغامونه / د استاد اولمير دېرشم تلين لمانځل کيږي

د استاد اولمير دېرشم تلين لمانځل کيږي

دناموتي او درانه سندرغاړي استاد اولمیر دېرشم تلین لمانځو
له پخوانۍ خبرتیاسره سم دسږ کال می میاشتې په دریمه نېټه زموږ دناموتي، منلي اوپه زړونوکې دېره استاد اولمیر دېرشم تلین له ګران افغانستان څخه زرګونه کیلو متره لرې لمانځو.
داستاد د دېرشم تلین دښې لمانځنې لپاره مو په تېرو لسو ورځوکې دموسیقي ځانګړي ګروپونه تنظیم کړي وو داهر ګروپ دنده لرله چې یوازې داستاد اولمیر سندرې ووایي او کوشش وکړي چې سمې یې ووايي .
زموږ ځوانوسندرغاړو تمرین هم وکړ خو له بده مرغه، چې زموږ یوتن افغان دزړه دناروغي له کبله په روغتون کې بستر او تر اوسه دکوما په حال کې دی خدای (ج) دې هغه ته روغتیا ور په برخه کړي .
موږ چې هسې هم دلسیزو په لمبوکې پولۍ پولۍ شوي یو دموسیقي له پروګرامه مو صرف نظر وکړ یوازې به د استاد یاد په یو بې رنګه ماښامي کې وکړو.
مرحوم استاداولمیر په موږ اوتاسو ټولو حق لري زموږله تاسوڅخه دوروري هیله ده ، چې دامکان په صورت کې دهغه یاد وکړئ .
بایدزیاته کړو، چې په ځینوغږیزو اوتلویزیوني رسنیوکې مو داستاد د دېرشم تلین دلمانځلو تابیا هم کړې ده.

نېټــــــــــــه :
دمی میاشتې دریمه
محـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــل:
دشټارنبېرګ دډندې (زې) شمال لوېدیځه برخه
مالوماتي ګرځنـــــــــــــــــــــــــــــــــده تیلیفون:
0049 173 470 83 88

دپښتوموسيقي دپياوړي استاد خداى بښلي استاد اولمير ژوندليك
زوكړه :

استاداولمير په۱۳۱۲لمريزكال دپېښورپه يوه متوسطه كورنۍ كې وزېږېد پلاريې سيداخان نومېده.

زده كړه :

هغه لمړنۍ زده كړې ترڅلورمه اونورې زده كړې يې ترلسم ټولګي پورې دپېښورپه(فريتر)نومي ښوونځي كې كړې دي .

هنرى ژوند يې :

هغه ماشوم و چې موريې مړه شوه دميرې لاس ته كښېناست، دګردون له ناخوالوسـره آن لاله هغه وخته لاس او ګرېوان و هغه به دژوند ترخي شېبې دهندي سـندرو په زمزمه كولوتېرولې .

په لس كلنۍ كې يې دموسيقي مينه دبدن په رګ رګ كې وځغلېده ځكه خو استادي ته هم پكې ورسـېد.

په موسيقي كې يې لمړنى ښوونكى استاد جعفرنومېده.

استاد چې كله د موسيقي نازنين ټال ته ور پورته شو په دې وخت كې يې پلاروفات اودژوندڅپې يې لا پسې طوفاني شـوې بیا استاد له خپل تره سره اوسېده څه وخت وروسته یې تره خپله لور هم ورته كوزده كړه .

تره يې دموسيقي مخالف نه و ځكه خو يې بياله سبزعلي سره شاګرد كړخودا يې ورته وېلي و چې په راديوكې به سندرې نه بولې .

سبزعلي له استادسره ډېرې خوارۍ وکړې هغه یې ډېرښه وروزه دسندرومينه وال يې ډېرزيات شول په لاهور كې يې يو ډيرپه زړه پورې كنسرت وركړپه دې کنسرت کې استاداولمیردومره ښه وځلېدچې دکنسرت په جریان کې پخپله استاد سبزعلي ورڅخه غوښتنه وکړه څو ورسره جـوړه سـندره وبولي استاد اولمیر هم ګرم راغلی و غبرګه سندره یې ورسره وكړه اونېغ په نېغه دپيښورله راديوڅخه خلګوداسندره واوريده دهغې سـندرې مطلع وه (زړګى مې شو ټوتې ټوتې)تره يې چې خبرشونو استاد اولمیر یې له خپل کور څخه وشاړه .

استاد اولمیر له خپل استاد څخه هم خفه شوخوبيا يې هم له موسيقي څخه لاس وانه اخيست ولاړله ګلستان سره شاګرد اولاپسې پياوړى شو.

استاد اولمیر په۱۳۲۹ كال كي د۱۷كلو په عمر دكوزې پښتونخواله ملــكانوسره دګران افغانستان د استقلال جــشن لمانځلولپاره كابل ته راغى كنسرت يې وركړاوبيا د قبائيلو رياست ته وروپېژندل شو.

په كابل كې يې له ملنګ جان سره پېژندګلوي وشوه په هغه وخت كې ملنـګ جان په افغانستان راډيوكي كاركاوه دى يې هم افغانستان راډيو ته وروپېژاند.

هلته يې په سندرو پيل وكړاو دعمر تر پايه په كابل كې پاته شو.

له ملنګ جان سره يې ملګرتيا لا پخه شوه بيا دوى دواړو ته یوشمېر پښـتو دښمنوعناصرو په راديـوكې يولړ ستونځې پيدا كړې اوله راديوڅخه يې وشړل خويوڅه وخت وروسته بیا داستادنبـي ګل په مرسته استاداولميربيا هم راديوته ور پرېښودل شو.

هلته یې له ۲۵۰ څخه زياتې سندرې ثبت شوې دي .

هغه لا استادي ته نه و رسېدلى خو خلګو به په ډېره مينه ورته استاد وېلې .

په۱۳۵۰لمريز كال كې د راديوافغانســـتان درياســت په رسمي غوښتنه اوداطلاعات اوكلتوروزارت دمسلكي مجلس په تصويب دپښتوموسيقي داستاد لقب وركړشو.

هغه ډيرخاكساره سړى او په غږ كې يې ځانګړى اثر پروت و.

له بده مرغه په ۱۳۵۹ کال کې زموږ ګران استاداولمير په یوه ترافیکي پېښه کې ټپي اود۱۳۶۱كال دغويي دمياشتې په ۱۴نېټه له موږ څخه وكوچېد استاد د شاه شهيد په هـديره كې خــاورو ته وسپارل شو.

داستاد روح دې ښــاد او ټولوخواخوږو ته دې الله پاک اجر او بری ورکړي .