کور / تازه خبرونه / کندهار:دوه کيلو ميتره ډامبر سړک رسماً پرانستل سو

کندهار:دوه کيلو ميتره ډامبر سړک رسماً پرانستل سو

کندهار افغانستان- د کندهار ښاروالۍ له بودجې په ١١ نيم ميليونه افغانۍ جوړ سوى سړک نن رسماً د يو لړ مراسمو پرمهال د کندهار والي لخوا پرانستل سو.


د پرانستني په دې مراسمو کي د ولايت مقام مرستيال عبدالقديم پتيال، د کندهار ښاروال عمر عمر، د اړوندي ناحيې ملک او يو شمېر نورو ځايي اوسېدونکو او مشرانو برخه اخستې وه.


دغه سړک چي دوه کيلو ميتره اوږدوالى او ١٤ متره بر لري د يوې مياشتي په اوږدو کي د سايټا کمپنۍ لخوا د کندهار ښاروالۍ د پرمختيايي بودجې څخه جوړ سوى دى.


ياد سړک د کندهار ښار د مدد څلور لاري څخه د پوهنتون تر سړک پوري غځېدلى چي يو له ګڼه ګوڼي څخه د ډکو سړکانو په کتار کي راځي او روزانه پرې د عادي ښاريانو ترڅنګ سلګونه د پوهنتون محصلين هم تګ راتګ کوي.


کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا ددې سړک د پرانستني پرمهال خبريالانو ته وويل، ډېر خوښ دى چي نن د ښار دننه د خلکو د ارامۍ او هوسايني لپاره د يوه کليدي او مهم سړک پرانستنه کوي.


نوموړي  وويل چي ددې سړک په پاخه او اساسي ډول جوړونه د ابادۍ او پرمختګ لپاره يو بل ګام دى او هيله يې وښوده چي د سيمي خلک به په ښه توګه ددې سړک ساتنه او پالنه وکړي.


هغه د کندهار ښاروالي وستايله چي همېشه يې د ښار په بېلا بيلو برخو کي د سړکونو جوړولو ترڅنګ د نورو برخو د ابادۍ لپاره هم د پام وړ کارونه کړي دي.


والي وويل که څه هم دغه سړک د ښار په يوه مهمه نقطه کي موجود دى ولي دلته د يو شمېر تخنيکي او کدري ستونزو له خاطره يې رغونه تر څه وخته پوري وځنډېدله.


کندهار ښاروال عمر عمر هم ددې سړک تر پرانستني وروسته له رسنيو سره خبري وکړې او وويل چي پلان لري سږ کال په کندهار ښار کي ٦٠ کيلو ميتره سړکونه په پاخه او اساسي ډول ورغوي.


نوموړي وويل چي ننى سړک يو کال ګرنټي (تضمين) لري او جوړوونکې کمپنۍ يې تر يوه کال پوري د هر ډول کډې او خرابۍ مسؤله ده.