کور / تازه خبرونه / هلمند: ۳ کسانو د کوکنارو لږ حاصل له امله ځان وژنه وکړه

هلمند: ۳ کسانو د کوکنارو لږ حاصل له امله ځان وژنه وکړه

دغه پيښې په دې وروستيوكې د نوزاد ولسوالى په برنگ اوماما كاريزونوپه سيموكې رامنځ ته شوې چې د كوكنارود كركيلې د كم حاصل د ټولوپه پايله كې يوې ميرمنې اودوه سړيوځانونه وژلي دي.

لومړى پيښه د برنگ كاريزپه سيمه كې هغه مهال رامنځ ته شوې ده كله چې يوه تن كروند گرپخپله زياته ځمكه كې كوكناركرلي وو اومخكې تردې چې د كوكناروحاصل راټول كړي له خلكوڅخه يې ډيرې پيسې د همدې كوكنارود كروندې لپاره په پوراخيستې وې خوكله چې د كوكنارود حاصل د ټولوولووخت را ورسيد په كوكنارويوډول ناروغي گډه اوله امله يې كروند گرته هيڅ په لاس نه دي ورغلي چې ياد شوي كروند گرځان غرغره اووژلى دى.

تردې پيښې وروسته ددې ولسوالى په ماما كاريزسيمه كې يوې كورنى چې په زياته ځمكه يې كوكناركرلي اوتمه يې درلوده چې د ولورپيسې ورباندې خلاصې كړي خوله الهى تقديرڅخه خبرنه ووچې د حاصل په وخت يې د كوكناروكروندې ته د ورگډې ناروغى له امله دوى ته داسې حاصل چې د ولورپورورباندې خلاص كړي په لاس نه دى ورغلى چې د ډيرې مايوسى له مله زوى اوموردواړوځانونه په دارځړولي اووژلي يې دي.

داچې ټولوته څرگنده ده چې د نيشه يي توكواستعمال،كاروباراوكرل په اسلام كې يوناروا اوحرام عمل دى ددې ترڅنگ د افغانستان اساسي قانون هم ددې توكوكاروباراواستعمال منعه اعلان كړى دى نوسږكال هغه سيمې چې هلته د كوكنارود اړولوكمپاين ناشونى اوياهم نه ترسره كيده الله پاك ورباندې داسې ناروغي نازله كړه چې مخكې تردې چې د ټولوولووخت يې را ورسيږي پخپله وچ شول.