کور / خبرتیا او پيغامونه / د صبغت الله سنجر پر مړينه د عبدالجبار نعيمي پيغام

د صبغت الله سنجر پر مړينه د عبدالجبار نعيمي پيغام

په ډيره خواشينۍ سره موخبرترلاسه کړ چې دجمهوري رياست ددفتر دپاليسيو درياست مشرصبغت الله سنجر له خپلې لور او ډريور سره يوځاى په يوه ترافيکه پېښه کې په حق ورسيد.
انالله وانا اليه راجعون
ارواښاد صبغت الله سنجر په حربي ښوونځي ،پوليسو اکاډمۍ اودکابل پوهنتون دسياسي علومو په پوهنځې کې خپلې زده کړې ترسره کړې .په هېواد کې دانتقالي دورې په منځته راتګ سره يې په بيړنۍ لويه جرګه کې دافغانستان دخلکو غوره استازيتوب وکړ،نوموړى دافغانستان يو تکړه سياست وال اوملي ګټو ته ژمن شخصيت و،چې دهېواد دپرمختګ ،ترقۍ اوځلانده برخليک لپاره يې پرلپسې هلې ځلې کولې ،مرحوم سنجر د افغانستان دخلکو دنيکمرغۍ اوهوساينې دکاروان لارى وو،چې په دې لاره کې يې هرډول اغيزمنې مبارزې ته دژوند ترپايه پورې ادامه ورکړه ،مرحوم په خپل ژوندکې دملت جوړونې او هېواد جوړونې داساسي بهيرپلوى وو.
زه دخوست ولايتي ادارې ،ولايتي شورا ،دسولې دولايتي کمېټې ،امنيتي ارګانونو،مدني ټولنو بلکې ټولو ولسونوپه استازيتوب دخپلې ژورې خواشينۍ اوډاډګيرنې مراتب د ارواښاد کورنۍ ،دوستانو اوهمکارانوته وړاندې کوم ،دنوموړي مړينه يوه لويه ضايع ګڼم ،دلوى خداى پاک ج له سپېڅلي دربارڅخه دارواښاد کورنۍ ته دجميل صبر اومرحوم ته دفردوس جنت غوښتنه کوم.
امين يارب العالمين
خوست والي
عبدالجبارنعيمي