کور / تازه خبرونه / کراچي: په ډزو کي پنځه تنه ووژل سول

کراچي: په ډزو کي پنځه تنه ووژل سول

پاکستاني چارواکي وايي د سند صوبې په مرکز کراچي ښار کي په بېلابېلو سيمو کي د ناپېژاندو وسله والو په ډزو کي پنځه تنه وژل سوي.
چارواکي وايي چي لومړى ئې په يوه لوبغالي کي يو جسد چي سرځني پرې سوى ؤ موندلى، دوهم ناپېژاندو وسله والو چي پر موټر سايکل سپاره ول د لاندي ٨٩ په سيمه کي دوه تنه په ډزو ووژل ، دريم يو تن په کورنګي سيمه کي په ډزو ووژل سو چي پوليس ئې نوم سلطان ښيي او وايي چي د يوې سياسي ډلي غړى دئ خو د وژلو لامل ئې نه دئ څرګند، او بل تن د مهناس په سيمه کي د سودا کولو په وخت کي په ډزو وويشتل سو چي مړى ئې د پوليسو سره دئ .
پوليس وايي چي دوه تنه چي لاندي ٨٩ سيمه کي وژل سوي د برمته کولو وروسته وژل سوي .
چارواکي وايي چي دا بريدونه ټول سياسي دي او د سياسي پارټيو له لوري ترسره کېږي.
د يادوني وړ ده چي تېره ورځ هم په ياده صوبه کي ناپېژاندو وسله والو دوه تنه په ډزو وژلي ول او يو ئې ټپي کړى ؤ.