کور / شعر / غزل

غزل


د زړه په مراندو ګړندى لكه شهباز وختې
راسره ژوند كې د يار غمه چې همراز وختې
د ازل وېش كې زما او ستا په نصيب داسي وشو
زما زړګى لكه كوتره او ته باز وختې
رانه ياغي دې كړه د تورو سترګو مست كبلى
راسره څنګ كې چې رويباره ته غماز وختې
چې مې صنم سره رقيبه ستا څېره وليده
ته مې د زړه پر سترګو نېغ لكه د تاز وختې


نور كه پروا ستا د خبرو او خندا نه لري
سعيده ته په ټولو ښكلو كې ممتاز وختې