کور / راپور / (سترګه دسبا) شعري ټولګې مخکتنه او مشاعره

(سترګه دسبا) شعري ټولګې مخکتنه او مشاعره

د سوهېلي پښتونخوا د کلا سيف الله د ځوان تکړه شاعر او ليکوال جمال ناصر جمال د لومړۍ شعري ټولګې سترګه دسبا د مخکتنې دستوره د هيواد ادبي يون له خوا د کلاسيف الله  د اسمبلۍ په تالار کې وسوه، چې په کې د کلاسيف الله په شمول د کوټې، ږوب، بوري، سنځاوۍ، دکۍ، موسی خېل، زيارت، بوستان، چمن، پښين، هرنايي، مسلم باغ او نورو سيمو په لسګونه شاعرانو، ليکوالانو فرهنګيانو او د ادب مينه والو برخه لرله .  غونډه سهار لس بجې د قاري جمال الدين مساپر د قرآن عظيم الشان د څو مبارکو آياتونو په تلاوت سره رسماََپيل سوه .
د غونډې مشر مېلمه ليکوال عمرګل عسکروو، له نوموړي سره په څنګ کې پر سټېج يا دريځ  شاعر او ليکوال خيرمحمدعارف، ډاکټرشفيق، ډاکټر لياقت تابان، خان زمان کاکړ او  جمال ناصرجمال هم ناست وو . د سټېج چارې اميرمحمد ليکوال پر مخ بيولې .
له تلاوت وروسته د مقالو لړۍ پيل سوه او خيرمحمدعارف ، سربازپښتون، محمدطاهرهوتک ، صادق ژړک، جمال الدين مساپر، ډاکټرلياقت تابان، رشيدحقمل، عصمت الله زهير ، ، دامان او عمرګل عسکر د پښتنو پر ژوند او تاريخ  خپلې مقالې واورولې او جمال ناصر جمال ته  يې پر کتاب چاپولو توده مبارکي ورکړه، د شاعرۍ ستاينه  يې وکړه او دا يې د پښتو ژبې د غني کېدو او پر مختګ په برخه کې يوه ښه هڅه  او د پښتو شاعرۍ د روان بهير د لړۍ يوه زرينه کړۍ وبلله . او جمال يې يو خوږ ژبى او په اوسني عصر کې د غزل د برخې يو وتلى شاعر ياد کړ .
د ږوب د سيمې يو تکړه شاعر او ليکوال سرباز پښتون د خپلې مقالې په يوه برخه کې وويل، چې پښتونخوا د بېلا بېلوتهذيبونو د پنځونې او خوندي ساتلو ځانګو او د نړۍ د ښکېلاکي زورورو قامونو د يرغلونو څلور لاره اوسېدلې ده . د سيمې خلک په جنګ او اخ و ډب کې ښکېل پاته سوي دي . که څه هم دلته پښتو ادب ته په بشپړه توګه پاملرنه نه ده سوې او هيچا هم پښتانه  د نورو قامونو په څېر د پوهې تر لاسه کېدو ته نه دي پرې ايښي، چې پښتو ادب ته دي  وده ورکړي . خو بيا هم دا سيمه د پوهې او ادب په  ډګر کې خپله بشپړه ونډه لري  . چې لرغنتوب يې  د رګويد او اويستا تر ادبياتو پوري رسېږي .
هغه زياته کړه، چې د پښتنو له ګوتو قلم په زوره تروړل سوی او دوی په لوی لاس له پوهې لرې ساتل سوي دي . په سوهېلي پښتونخوا کې نه خو په مورنۍ ژبه کې د ذده کړې  ضمينه مساعده ده او نه يو داسي په اصطلاح پلېټ فارم سته چې پښتو ادب د ودې پر لور خوځښت وکړي  . دلته د پښتنو سره د واکمنانو له خوا د محکوم اولس په توګه چلند سوی  دی .
نوموړي وويل چې د پوهنځيو او فرهنګي شتمنيو لاس ته راوړنه نه يوازي  د يو ملت د کلتور په رغونه کې زښت ارزښتمن رول لوبوي بلکې  د هغې ټولنې د بنسټ پېلامه هم ګرزي .
که پخوا شعر د کږو وريځو، خمارو سترګو، تورو زلفو او د بېلتون په چاپېريال کې ليکل کېدی، خو نن شاعر که یوې خواته د بزم خبرې کوي خو بلې خواته يې رزم، مبارزه او قامي ستونزې  يې هم له پامه نه ده غورځولې .
پښتون يا افغان د اسيا په زړه کې پروت يو داسي ننګيالی او پر خپله خاوره او پر دود دستور باندي مئين ملت دی، چې کله يې هم پر چا تېری نه دی کړی او نه يې د جنګ لمبو ته لمن وهلې ده .
سرباز وويل چې زموږ اوسمهالي شعر ښه پرمختګ کړی دی .
خو يو بل ليکوال خان زمان  کاکړ بيا د نه پرمختګ لامل په  پښتو ادب کې د نقادانو نه شتون وباله . او ويې ويل چې موږ له نړۍ سره هم ږغي نه يو او نه مو له نړۍ سره خپل نظريات شريک کړي دي  .
وتلي شاعر ډاکټر لياقت تابان په خپله مقاله کې ادب  د ميني او اخلاص لاروبلله اوويې ويل چې له کابل او کندهار وروسته سوهېلي پښتونخوا د پښتو مرکز ګرځېدلې ده . خو له بده مرغه په ټوله پښتونخوا کې کتابتون نشته . او د شاته پاته کېدو لامل د کتابتون نشتوالی او ځيني نوري ستونزې دي .
د پښين سيمې تکړه ليکوال  او د حسنی مجلې مسوول مدير عصمت الله زهير بيا له پښتنو په تېره بيا له شاعرانو او ليکوالانو ناهيلی او په زړه دروند وو، او وويل  چې زموږ په منځ کي دوستي او ورورولي شتون نه لري . تر څو چې پښتانه لاسونه سره ور نه کړي، سره یوموټی  نه سي او په ګډه کار ونه کړي، پر مختګ د خوب ليدل دي .
ليکوال خيرمحمدعارف په خپله مقاله کې په شاعرانو ږغ وکړ،  چې دوی بايد په خپلو شعرونو کې د سولې او ورورولۍ ارزښتونه راونغاړي . او دپېغام په ډول يې ټولنې ته وړاندي کړي .
د غونډې لومړۍ برخه ماسپښين درې بجې پاي ته ورسېده . له هغه وروسته مېلمنو ته ډوډۍ ورکړل سوه .
دوهمه  برخه مشاعرې ته ځانګړې سوې وه، چې د شپې نهه بجې پيل سوه .
دمشاعرې مشر مېلمه مولوي عصمت الله حقيار وو . پر دريځ  عبدالمالک زهير، بارکوال مياخېل، سرباز پښتون، محمدطاهرهوتک، نظام الدين نظامي، نواز قايل، صالح محمدسارنګزی، محمدنعيم شاکر، محمداسحاق کارګر او صابر روشان هم ناست وو . د سټېج چارې د واجد تږي او محب الله محسن پر غاړه وې .
مولوي عصمت الله حقيار، قاري جمال الدين مساپر، صالح محمد سارنګزي، صابرروشان، عبدالمالک زهير، محمدنعيم شاکر، محمداسحاق کارګر، نوازقايل، محمدطاهرهوتک، سرباز پښتون، عبدالقادرمجرم، بشرمل ناصر، ابراهيم ارمان، محمدطاهرلېوال، عظيم ارمان، خان زمان کاکړ، محب الله شېراز، اميرمحمدليکوال، مير حسن خان اتل، جمال ناصرجمال، رحمت زلمي مندوخېل، ډاکټر محمدشفيق، محمدعلي عمري، عبدالغفارپښتون، حبيب الله خوشال، رزاق پښتون، فضل الرحمن لايق، رحمت عالم، عطوجان عاجز، عبدالستار راياب، لال محمد عاصم، حميدالله سيال، حبيب الله ثاقب، ګلزارعاصم، اخترنيازمن، حيدروقار، حکيم طلبګار، ظفرفدا، عنايت الله بسمل، حسېن عالم حسېن، شاه محمدمسرور، سليم اولسيار، دوست محمد دوست، روزي محمد، عزيزاحمد عزيز، روزې دلسوز، رحمدل بارکوال مياخېل، مطيع الله محتاج، خدائيداد شبګير، زاکرزيارتوال، فېروزنګار، نظام الدين نظامي،  محمدرسول دلپزير، نادرخان فريادي، عاصم خان الخوازي، رحمت واقف، ازادخان ازاد، غلام جېلاني ساج، اغېزساپي، سميع الله شمشېر، حيات مندوخېل، عبدالمالک بهار، ستاربشرمل، تمثيل ناصر، ولي محمد ولي، عبدالمالک مهترزي، کريم الله سودايي، نقيب افغان، کمال خان اندېش، حاجي عبدالحق، مولوي عبدالوکيل خيالي، ډاکټراميني او نصيب الله نصيب خپل خواږه شعرونه واورول  . چې ګډون والو په تودو چکچکو او ولولو بدرګه کړل .
مشاعره د شپې څلور بجې پای ته ورسېده .
 
چې جانان مي په کې نه وي دا وطن مي دي اور واخلـــــــــي
چې په عشق کې توره نه سوه دا لمن مي دي اور واخلــــــي
خود به ستايم هغه څوک،  چې د پښتو ژبې خدمــــت کړي
د پښتو لباس کې پټ هر يو دښــــــــمن  مي دي اور واخلي
تر هر چا دي رسومه اې زما پښتنـــــــــــــــــــــــــــــــــــــې ژبې
که مي دغسې ونه کړو نو ســــــــــــــــخن مي دي اور واخلي
                                                                                                        (جمال)