کور / تازه خبرونه / د اجمل خټک پر مزار د بريد پوښتنه له پوليسو کېږي

د اجمل خټک پر مزار د بريد پوښتنه له پوليسو کېږي

پېښور:د پښتونخوا واکمن وايي هغو پوليسو ته به سزا ورکړي چې د اجمل خټک د بريد په مخنيوي کې يې ناغېړي کړې وي.د واکمن عوامي نشنل گوند يوه جگپوړي وياند ارباب طاهر رسنيووويل چې تر بريد وروسته يې د پوليسو په جوړښت کې بدلون راوستى او هغه څوک به له عدلي تعقيب سره مخامخ شي چې د بريد د مخنيوي هڅه يې نه وي کړي ښاغلي طاهر وويل چې يو شمېر پوليس لا دمخه له کاره ايستل شوي او د نورو ځايونه اړول شويدي.
په دغه بريد کې چې تېره اوونۍ پېښور ته نژدې په نوښار کې وشو، د اجمل خټک د مزار گنبدې ته دروند زيان واوښت.د بريد پړه چا نده منلې،.