کور / ترخې خبري / پکتيا ميډيا سنټر او افغان ننګ مجله وتړل سوه

پکتيا ميډيا سنټر او افغان ننګ مجله وتړل سوه

نن د ۱۳۹۱ کال د جوزا په دويمه نېته چې د ۲۰۱۲ کال د می ۲۲ نېټه ده، د پکتيا ولايت د اطلاعات او فرهنګ د رييس او د ياد رياست کارکوونکو او امنيتي کسانو په ګردېز کې د پکتيا ميډيا سنټر او افغان ننګ جريدې دفترونه وتړل.ددغه مرکز مسول لمرنيازي لخوا لراوبر ته په رسېدلي ليک کي راغلي چي د اطلاعاتو او کلتور ريس چي ددوی په وينا له خپلي دندي ليري سوئ دی  په زور د پکتيا ميډيا سنټر او افغان ننګ جريدې دفتر ته ننوتل او په دفتر کې ناست د افغان ننګ جريدې مرستيال فريد احمد تسکين او په دفتر کې نور خبريالان او مراجعين له دفتره وشړل او وروسته يې دفتر مهر لاک کړ.


د دې مرکز مسول وايي چي دوی ته تر دې مخکي خبردارئ نه و ورکول سوئ او د دفتر د تړل کېدو علت نه دی ورته څرګند سوئ خو ويل کېږي چې په دې اخبار کې د طنزيه برخې ځینو مضامينو د ټولې ولايتي ادارې عصه را پارولې، او تر څنګ يې د ولايت مقام په اوونيز اداري مجلس کې هم د دولتي ادارو او ولايتي شورا په غوښتنه دا پرېکړه تصويب شوې وه، چې د دوی په وينا دا اخبار چې قانوني جواز نلري بايد وتړل شي او هماغسې وشول.


هغه مضامين چې د دغه اخبار په طنزيه برخه کې راغلي دي، تر ډېره د هغو خيانتونو په اړه دي چې د خلکو له لارې په مستند ډول د دغې ادارې په پته راغلي دي.


په دغو مطالبو کې د ځینو دولتي ځمکو غصب، د ځینو ناکاره شويو نظامي موټرونو نا قانونه پلورل، يو کارتون او ځینې نورې مزاحيه خبرې ليکل شوې دي او تر څنګ يې د اخبار د طراحۍ د چوکاټ له مخې ځینې مزاحيه عکسونو ته شرحې او کيسې هم ليکل شوې دي.


يو شی بايد ياد شي چې پکتيا ميډيا سنټر تازه – تازه پرانستل شوی  او څه موده وړاندې عملا پرانستل شو چې ځینو دولتي چارواکو او ولايتي شورا هم پکې برخه درلودله او دا مهال يې عملا ځینې روزنيز  پروګرامونه هم پيل کړي دي.


لراوبر ته په رسيدلي ليک کي د افغان ننګ په نوم جريده په دې توګه راپېژندل سوې ده: دا د لويې پکتيا په نوم د فرهنګي ټولنې رسمي نشرايه ده او له څلورو کلونو راهيسې چاپېږي، دا يې پينځلسمه ګڼه ده او د ټولنې د اساسنامې او ځانګړي جواز له مخې مجوزې خپرونې کوي او د اساسي قانون او د ټوليزو رسنيو د قانون سره سم هغه څه خپروي چې اسلامي او ملي ګټې نه ننګوي.


د دې تر څنګ دا هم بايد ياده شي چې په پکتيا کې نورې ډېرې چاپي خپرونې دي چې د اطلاعات او فرهنګ رياست لخوا يې په مقابل کې د قانونيت په اړه هيڅ څه ندي شوي، په داسې حال کې چې اکثره خپرونې او حتا فرهنګي – خپرندويه ټولنې يې جواز نلري، خو له وروستۍ هڅې يا پکتيا ميډيا سنټر سره يې له پرانستې ډېر وروسته د شخصي غوښتنو له مخې مخالفت وښوده.


  که څه هغه څه چې دوی پرې اعتراض کوي، په افغان ننګ اخبار کې خپاره شوي دي، ولې دوی د ميډيا سنټر دفتر هم وتاړه.