کور / تازه خبرونه / له ديني عالمانو ازموينه واخستل سوه

له ديني عالمانو ازموينه واخستل سوه

دکندز په ولایت کې د څلورو ولایتونو (کندز، بغلان، تخار او بدخشان) له دینی عالمانو او قرآن کریم له حافظانو نه د سویی د تثبیت ازموینه د کندز ښار په جامع جومات کې واخیستل شوه!
د ازموینې د بهیر نه د پوهنې وزارت د اسلامی زده کړو د معینیت له لوري د راغلی پلاوی، د پوهنې ریاست مسوولینو، د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو او دینی علمانو لیدنه وکړه.
د ازموینه د هغوی دینی عالمانو او قرآن د حافظانو لپاره چی په خصوصی توګه یی زده کړی، کړی د دولت په چوکاټ کی د هغوی د علمی سویی د معلومولو لپاره په یو کال کې دری واری اخیستل کیږی په دغه ازموینه کی د یاد شویو څلورو ولایتونو څخه ۱۵۰ تنو د قرآن حافظانو او دوه سوه پنځوس تنو دینی عالمانو چی ۳ تنه پکی میرمنی دی برخه اخیستی وه، په دی ازموینه کی به د بریالیوګډونوالو علمی سویه ددولسم ټولګی دفارغ په توګه تثبیت شي.
د یادونی وړ ده چی تر دې وړاندې هم د سلګونو تنو دیني عالمانو او قرآن د حافظانو د علمي سویی د معلومولو په موخه ورته ازموینی اخیستل شویدی .