کور / ترخې خبري / د ګوندونو په نوم دنفرت سیاست

د ګوندونو په نوم دنفرت سیاست

لکه څنګه چې یو هیواد دمختلفو ژبو ، توکمونو او قبیلو څخه جوړوي همدارنګه دهرهیواد دسیاست په اسمان کې دمختلفو ګوندونو ستوري هم شتون لري چې بعضې یې هم په دولتي اداره کې دخیل وي او بعضې یې داپوزوسیون بڼه لري .په افغانستان کې زه فکرکووم چې ډیری شمیر ګوندونه شته چې دهغې له جملې څخه ۵ اویاهم ددې شاوخوا شمیره داسې ده چې د پخوا راهیسې په فعالیت بوخت دي او په وطن ورانونه کې یې هر یو تر خپله وسه هڅه کړیده هغه هم دچوکي دلاسته راولو په موخه ، خو خیر دوی هم نه دي ملامت دا چوکئ هم داسې یو شی ده چې پریښودلو فکر یې هم دانسان دزړه میټرال وال لړزوی او درد پرې راولي.هرڅه چې وشول خو وشول نوی دولت راغی ، نوی اساسي قانون جوړشو ، نوي وارد شوي وزیران راغلل او دځان سره یې نوې نوې بین المللي جوړښت والا چوکئ هم راوړې او دکیناستو دسټایلونو دزده کولو او ددرویشي په مختلفو سټایلونو دجوړولو لپاره يې ډیری سکرتران او سلاکاران هم له ځآن سره ونیول چې مونږه پرې نیوکه نه کوو،دټولو خلکو هیله وه چې زه خو نوي وزیران صاحبان او رهبران راغلل هرڅه نوي دي نو طبعا مفکورو کې به یې هم نوښت راغلی وي او دپخوانیو اسانو نه به اوس ښکته شوي وي ،د وطن جوړونې احساس به لري او په دې فکر به وي چې تیرو کارونو کې رغونه نه شوکولای ځکه چې وخت مو له لاسه وتی دی دې نه وروسته به ددې ملت لپاره یو څه وکړو ګوندې چې پخواني ګناهونه مو پرې جبیره شي ، خو نه له بده مرغه دا کار ونه شو .نه یواځې چې عامې ادارې دګوندونو په نوم دنفرت سیاست نه لاس نه اخلي بلکه زمونږه داردو او ملي پولیسو په لیکو کې هم تراوسه هغه ګوندي مشران شتون لري او په اردو کې هم مقرریانې دګوندونو پر بنسټ کیږي .په هغه وزارت کې چې دحزب اسلامي ډلې کوم کس پکې وزیر او یاهم معین وي تر زیاته بریده هڅه کیږي چې ټول پرسونل یې باید دحزب اسلامي غړیتوب ولري او که څوک نوي نیول کیږي هم نو دهمدې سیوري لاندې به وزارت ته خپل قدمونه کیږدي چې بیلګه یې تاسو خپله لیدای شي او یادونې ته یې اړتیا نه لیدل کیږي همدارنګه نن په هغو وزارتونو کې چې افغان ملت ، جمعیت اسلامي ، حرکت ، محاذملي او یاهم کوم بل ګوند مشران په لوړو چوکیو کې وي نو مقرریانې هم دهمدې منشور او لایحې لاندې کیږي چې دیادګوند غړیتوب باید ولري او یاهم دیاد ګوند کوم لوړپوړی چارواکی باید ستا په پار ورته زنګ ووهي.
دا تخم اوس دومره کرل شوی چې نوي ځوانان چې ددولت په درشل کې قدم ږدي که سل ونه غواړي بیاهم مجبوره دي چې ددې سیاست لاندې یوې ادارې ته داخل شي ، نه پوهیږم ترکومه به زمونږه خلک ددغو څو ګوندونو په نوم دنفرت دسیاست ښکارکیږي او ترکومه پورې به دغه خلک زمونږه په راتلونکي باندې لوبې کوي ، ددوی زړه لا لکونو افغانانو په وینه موړ شوی نه دی چې اوس نوي ځوانان دې ته مجبوروي چې وظیفه باید دګوند دنوم لاندې واخلي او کنه قرار دې په کور کې کیني څوک یې غوښتنلیک ته غوږ هم نه ګروي ،
ډیر دافسوس ځای دی که دګوندونو په نامه دنفرت سیاست همداسې دوام پیداکړي نو ستره ویره موجوده ده چې ځوانان به بل لوري ته مخ کړي او ددولتي چارواکو مقابل کې به یو بل محاربوي محاذ خلاص کړي ،تاسو وګورئ چې دکرزي اداره دې حدته ضعیفه شویده چې اوس یې دبیرته رغولو لپاره دهغه نه هم لاره ورکه شویده ، کرزی صیب که دا حال وي نو ته به په ارګ کې ناست يې او دحکومت دکړنې څخه تنګ دا ځوانان به غرونو ته خیژي ، ته به وسلو په پیره کې شپې تیروې او دوی به دې دغرونو نه په همدې وسلو ولي ، وزیران به دې په موټرو کې ګرزي او همدا دنفرت ښکار شوي ځوانان به دې په خپلو ټټرو دا موټرې الوځوي ، ته به دوزارت لپاره ودانئ جوړوې هغه به دې همدا ودانئ په لوګوککړو خاورو باندې بدلې کړي .
الله دې وکړي چې داسې ونه شي او زمونږه دادارو څخه دګوندونو به نامه دنفرت خپرولو دا ناپاک سیاست له منځه ولاړشي .