کور / تازه خبرونه / کندهار والي په ښوونځيو کي د ازموينو بهير وڅارئ

کندهار والي په ښوونځيو کي د ازموينو بهير وڅارئ

کندهار افغانستان- کندهار والي نن په کندهار ښار کي د نجونو او هلوکانو عالي لېسو ته ولاړى او هلته يې له نژدې د کلونيو ازمينو بهير وڅارى.


له هغه سره د ولايت مقام مرستيال، د دفتر رئيس، د پوهني رئيس او د يو شمېر عالي لېسو مديران هم شامل ول چي له نژدې څخه يې د امتحان صحنې وليدې.


والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا په مکاتبو کي د کلنيو ازموينو جريان ښه و ارزاوه او د پوهني پر رئيس او د مکاتبو پر مديرانو يې ږغ وکړ‌ئ چي نور هم کار وکړي ترڅو دا پروسه لا ښه تره شفافه پر مخ ولاړه سي.


نوموړي په ليسو کي له يو شمېر زدکوونکو سره هم د پروسې د شفافيت او د ښوونکو د چلند په اړه خبري وکړې چي د ټولو لخوا ورته د شفافيت او چلند په اړه مثبت اطمينان ورکول سو.


هغه د زدکوونکو سره دخبرو پرمهال هغوى ته وويل چي تاسي د وطن او سيمي راتلونکى ياست او بايد په پوره مينه او شوق سره خپل درسونه زده کړئ ترڅو وکولاى سئ د ښو او مسلکي خلکو په توګه خپلو هيوادوالو ته خدمت وکړئ.


والي وروسته د کندهار ښار د ارګ بازار په سيمه کي د کتاب پلورنځيو په مارکېټ کي هم د يو شمېر دوکاندارانو سره خبري وکړې او د هغوى د کاروبار په اړه يې معلومات تر لاسه کړل.


نوموړي له خلکو او دوکاندارانو د امنيت او حکومتدارۍ په برخه کي د خدماتو وړاندي کولو په ارتباط پوښتني وکړې، چي د هغوى لخوا ورته دامنيتي ارګانونو او دولتي کارمندانو ستاينه وسوه او له خپل لوري يې ورته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړئ.


د ښار ډېر شمېر سوداګر او دوکانداران خوښ ول چي امنيت ښه سوى، ځکه ددوى په وينا چي د امنيت له سمون سره يې سوداګرۍ او کاروبار وده کړې او عايدات يې لوړ تللي دي.