کور / سياسي / دشیکاګو د غونډې وروسته: افغانستان

دشیکاګو د غونډې وروسته: افغانستان

قریب الرحمن سعید
دهیواد د سیاسي امورو  کارپوه


بسم  الله الرحمن الرحیم


دامریکا دولسمشر اوباما د زیږیدو په سیمه  شیکاګو ښار کې د ناټو دغړو     هیواد و   تاریخې  غونډه  جوړه شوه ، چې څرګنده اجنډا یی  په افغانستان کې د ناټو اوایساف  ترنامه  لاندي دځواکونودماموریت  او د ۲۰۱۴ کال نه وروسته ددغه  هیواد  دبرخلیک  په اړه تصمیم نیول وو .  دې کنفرانس  ته یوشمیر  هغه هیوادونه چې په افغانستان کې  عسکري ځواکونه لري اویا یو ډول نه یوډول دافغانستان په تړاو دافغانستان په اړه  په نړیواله  ټولنه کی   راښکیل شوي    هم را بلل شوي وو .
دشیکاګو د غونډې اعلامیه :
په دې غونډه کې  هم لکه دپخوانیو کنفرانسونو او غونډو په څیر همغسې پریکړې  وشوې لکه څنګه  یی  چې  تصور کیده . دد ي پریکړو په اړه اخري اعلامیه کي ، چې زه یی دلته  د «پښتو بريښنا پاڼو » څخه په مننه    رانقلوم ، ویل شوي دي  چې : د شیکاګو سرمشریزه، چې د یکشنبې او دوشنبې په ورځو د شاوخوا پنځوسو هیوادونو د مشرانو په ګډون جوړه شوه، پریکړه وکړه چې :
–          « موږ په تدریج او په مسوولانه ډول د خپلو ځواکونو شمېر کموو تر دې چې د ۲۰۱۴ کال د دسمبر په یودېرشمه د ایساف ماموریت ختم کړو»  همدا راز په اعلامیه کي راغلي دي چې :
 
–          د ناټو مشرانو نن د مئ په ۲۱مه  د دوشنبې ورځ موافقه وکړه چې د راتلونکي ۲۰۱۳ کال تر نیمايي پوري د افغانستان د امنیتي چارو مسوولیت افغان ځواکونو ته وسپاري او بهرني پوځیان په تدریجي ډول خپل پام له حربي رول  څخه حمایوي ته واړوي.
            
–          د شیکاګو د سرمشریزې په اعلامیه کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما او په ناټو تړون کې د ده اووه ویشت متحدو هیوادونو دا طرحه تصویب کړه چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه خپل محارب ځواکونه له افغانستانه وباسي او یوازې روزونکي پرېږدي.
            
–          په اعلامیه کې ویل شوي:«له نړیوال امنیت ساتونکي ځواک (ایساف) څخه د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو ته د ټولو امنیتي مسوولیتونو د انتقال نه بدلېدونکې پروسه، چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه بشپړېږي، سمه پر مخ روانه ده.»
 
–          د شیکاګو د سرمشریزې اعلامیه د پرتګال د لیزبون د ۲۰۱۰ کال د ناټو سرمشریزې ته په اشارې وايي:«د ۲۰۱۳ کال په نیمايي کې، کله چې د امنیتي چارو د انتقال په پنځم پړاو کې د وروستیو پاتې ولایتونو د امنیتي مسوولیت سپارلو کار پیل کېږي، موږ به د لیزبون د طرحې مهم ټپال ته رسېدلي یوو، او افغان امنیتي ځواکونو به د ټول هیواد مسوولیت په لاس کې اخیستی وي.»
 
–          اعلامیه همداراز وايي چې ایساف به، چې په جنګي چارو یې تمرکز کاوه، نور د افغان امنیتي ځواکونو روزنې، مشاورې او ملاتړ ته پام واړوي څو د افغانانو هغه ملاتړ یقیني شي چې دوی د زیاتو مسوولیتونو د خپلولو په ترڅ کې ورته اړتیا لري.
د اعلامیی وروسته د ناټو سرمنشي  راسموسن وایی چې :
–          «نن موږ پر درو مهمو ټکو موافقې ته ورسېدو؛ (۱) د ۲۰۱۴ کال په پای کې، چې زموږ ماموریت سرته رسېږي، (۲)  د ماموریت بل پړاو، له ۲۰۱۴ وروسته د ناټو رول، او درېم د افغان امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره زموږ ملاتړ.»
 
دا ټولې خبرې نوې  خبرې نه دي بلکه دا خبرې  نه یواځي افغان ولس  بلکه ټولې نړۍ بیا  بیا اوریدلي دي .  هغه څه چې په دي  اعلامیه کي نه تر سترګو کیږي  هغه په افغانستان کي داوسني  ناامنه  حالاتو  له منځه وړل او هلته  دامن فضا  جوړول دي . اودا هغه مهم  ټکي دي  چې  امریکایان او دناټو غړي هیوادونه  یی  په دي مجبور کړل چې  د افغانستان څخه  د خپلو ځواکونو په وتلو کی  یوله بله مخکې والي وکړي .
ددې کنفرانس  په  دوران کي  طالبانو دخپلې یوې  اعلامیی په ترڅ کي د ناټو دغړو هیوادونو څخه غوښتي چې د « فرانسې د نوي غوره شوي ولسمشر فرانسیس اولاندې په پل، پل کښېږدي چې غواړي د سږ کال ترپایه خپل ټول عسکر له افغانستانه وباسي.
طالبانو په دې خبرپاڼه کې د لومړي ځل لپاره ویلي چې امریکا د ترهګرۍ په نوم د یرغل له لارې پر افغانستان رټل شوي جنګسالاران مسلط کړي. دوی دغه راز د امریکا د استخباراتي ادارو راپورونه په ضمني ډول تایید کړي چې د القاعده غړي له افغانستانه وتلي او اوس یې شمېر تر پنځوسو زیات نه دی.»
دامریکا په مشرۍ د ناټو  غړي هیوادونه  وایی چې  افغانستان  ته په دي خاطر  راغلي وو چې  دلته   ، دهغوې دوینا په اساس ، د تروریزم ریښي پرې کړې ، القاعده له منځه  یوسي ، او په ځاې  یی غربي دیموکراسي حاکمه کړي .
خو ددوې  دوینا له مخي  نه  په افغانستان کې  امنیت  ډاډمن شوې او نه  هغه تروریزم  چې دوې  یی د له منځه وړلو له پاره  دا  یولس  کاله  د افغانستان  په دښتو اوغرونوکې  لالهنانده  شول ، له منځه ولاړل ، اقتصاديې  درکود سره مخ شو ، له منځه یوړ.
اقتصادي ناوړه حالات :
په دي کي شک نه شته چې  امریکا او دناټو  غړو  هیوادونو په  افغانستان کې د افغان ولس  د ولکه کولو هر ډول  هڅې  او هاند وکړ ،  پوره یولس کاله یی په دي هیواد کې  خونړي  جنګونه وکړل ، دداسي ولسي دښمن سره مخ شول   چې  څرګنده نښه یی  ورته نه تر سترګو کیږي ، مالي  مصارف  یی تر دې کچې  را ورسیدل  چې  ان د اروپا  اقتصاد یی د بجران سره مخ کړ.  او بلاخره  اروپایی هیوادونه یی دې ته اړکړل  چې  دامریکاسره خپله انډیوالي په  خطر کې واچوي ، اوخپل ځواکونه  ددغې  تباه کونکي  بې پایانه  جنګ  څخه  ژوندي راوکاږي .
«اروپا د اقتصادي رکود په درشل کې ده» تر عنوان لاندي   د پراختيااو اقتصادي همکاريو نړيوال سازمان کاږي چې :
« چې اروپا د ژور اقتصادي رکود په درشل کې ده. (يو اېس ټو ډې) ورځپاڼه د دغه سازمان د رييس له خولې ليکي چې د يوروزون د غړو هېوادونو اقتصاد ښايي سږ کال دوه سلنه کوچنی شي. د ده په وينا د اروپا اقتصادي وده به په 2013 کال کې 0.9 سلنه وي، حال دا چې د جاپان اقتصاد به 2٪ او د چين اقصاد به تر 9.3 سلنې وده وکړي. د پراختيا او د اقتصادي مرستو سازمان وايي، چې په عين وخت کې د اروپا د غني او فقيرو هېوادونو تر منځ واټن هم مخ په زياتېدو دی. »
دشیکاګوپه  غونډه کي که له یوې لورې  امریکا یان په دي موفق شول چې دخپلو فوځونو د خوندي   او دخپل ځان له پاره د عزتمنده  وتلو لار ولټوي  خو ددغي هیواد دټولو  فشارونو سره سره بیا هم دا غونډه دفرانسی د نوي مشر د سخت دریځ  په اساس  د یوه درانده ټکان سره مخ شوه ، دفرانسي  نوي  مشر فرانسوا النډا  دامریکا یانو د بیا بیا غوښتنو او هم د المان د چانسلرې  میرکل  د هیلو  پرته  دادې  دهمدي کال تر پایه  خپل ځواکونه د افغانستان څخه را باسي . د استرلیا صدراعظمي  هم  خپل ورته اعلان  هغه وخت  بیرت واخست چې دامریکایانو د سخت  فشار لاندی راغله خو د نیوزیلینډ حکومت هم لکه د فرانسویانو په څیر غواړي خپل عسکر د افغانستان  د بحران څخه  را وکاږي.
دافغانستان د رژیم غوښتنه :
دشیکاګو په غونډه کي د افغانستان د رژیم د اوسنیو واکدارنو  تر ټولو ستره غوښتنه  دا وه چې د افغانستان  سره د ۲۰۱۴ کال نه وروسته لږ تر لږه  څلور اعشاریه یو میلیارد مالي مرستي ژمنه  وکړل شي . که څه  هم دا مرسته  دهغه سترتیژیک تړون  یوه برخه ده چې د ولسمشرانو ، حامد کرزی او  بارک  اوباما له اړخه  د مۍ دلمړۍ او دویمي  نیټي په نیمایی شپه کی ، په پوره عجله اوبیړه لاسلیک شو . خو امریکایان ددي مرستي د ورکړو په اړه  په  تردد کي دي او وایی چې  نه توانیږي  دومره ستره  ونډه د افغانستان  له پاره په اوږو واخلي ، په دې اساس  هغوې دا کچکول  دخپلو اتحادیونو تر منځ  ګرځوي تر څو دغه  مقدار  ډالر د افغانستان د راتلونکي له پاره پوره کړاې شی . امریکایانو په ډاګه وویل چې  ددې پیسو د ورکړې توان  نه لري ، په دي توګه یی دافغانستان د بهرنیو چارو دمسؤلینو دغه  تبلیغاتي حربه په زمکه ووهله.     اوس دا د ګدایی کچکول  د ناټو دغړو هیوادونو ترمخ  ایښوول شوي   چې په کي  په لاندی توګه  د ونډي د اخستو ژمنه شوي ده :
« د فرانسې نوي ولسمشر فرانسوا اولاند وويل، چې له فرانسې څخه غوښتنه شوې ده چې د افغانستان د وسله والو ځواکونو د ملاتړ لپاره د اوږده مهال لپاره د کال څه کم دوه سوه ميليونه ډالرو مرستې ژمنه وکړي. ده وويل چې فرانسه مرستې ته چمتو ده، خو لومړی بايد په دې پوه شي چې څنګه دا مرستې لګول کېږي او په رښتيا تر هغه ځايه رسېږي چې بايد هلته ولګول شي.
د ناټو له خوا اټکل شوی چې د افغانستان وسله وال ځواکونه تر 2014 کال وروسته د کال 4.1 ميليارد ډالرو مرستې ته اړتيا لري، خو امريکا نه غواړي چې دا مرستې په يوازې ځان ورکړي، بلکې غواړي چې 1.3 ميليارد ډالره يې نور متحدين ورکړي. تر اوسه جرمني 190 ميليون ډالرو، برتانيې د 110 ميليون ډالرو او اسټراليا د 100 ميليون ډالرو مرستې ژمنه کړې ده، خو اولاند وايي، چې فرانسه به د مرستې پر غوښتنه غور وکړي او لومړی به ځان ډاډه کړي چې دا مرستې پر ځای لګول کېږي. دی وايي، چې موږ تر اوسه د مرستې کچه نه ده ټاکلې او موږ پر جرمني او برتانيې پورې تړلي هم نه يو. »
له یوه اړخه  د افغانستان د واکمنانو اداري فساد ،چې  په نړیواله کچه یی دافغانستان دولس  اعتبار په زمکه راویشتلي او دبله اړخه د افغانستان د رژیم د واکمنانو بې کفایتي ، چور او چپاول او ناوړتیا  ددی سبب  شوه  چې دبین المللي بسپنیزو هیوادونو  بسپني اوددې بسپنو مصرفول  دبسپنو کونکو هیوادونو تر څارني  او شک لاندي راشي  .
دا مرستي هم ، لکه دامریکایانو دمرستو په څیر دځانګړو شرایطو پورې  را نغښتي دي .  هر هیواد  که دا شرایط په خپله ګټه و نه  ویني  او لکه د فرانسی د مشر د وینا له مخي  چې وایی : لمړي باید په دي پوه شي چې څنګه دا مرستی لګول کیږي …..»نو کولې شي خپلې مرستي بیرته و ځنډوي .
یو شمیر هیوادونه به په طبیعي توګه  ددې مرستو په ورکولو کی په افغانستان کې د بشري حقوقو ، دښځو د حقوقو او …ترنومونو  لاندي شرایط  ږدي . یو شمیر به یی د عسکری  ځواکونو د کړچار پوري  اړوندي کوی ،یو شمیر نور به یی دخپلې مستقیمي څارني لاندي دمصرف شرط ږدي  اوځیني نور به یی ……
څه  نور شمیر هیوادونه بیا وایی چې د افغانستان داردو او پولیسو شمیر باید را ښکته کړل  شي ، اوپه  میاشتني تنخواه ګانو کي یی کمښت  راشي ، ترڅنګ یی په میاشتنیو لګښتونوکی هم باید کمښت  وکړل شي  او…..
اوس د افغانستان  د ملي اردو او ملي پولیسو  کلنۍ بودجه  شپږ میلیارده ډالر ده .  او امریکا او دناټو غړی هیوادونه په کال کی  یوسل اوشل میلیارده ډالر مصرف  لری .  چې په دي ډله کی  یوازې امریکایان   یوسل اونهه  میلیارده  ډالر  مصرف ورکوي ،  خو ددوې د ځواکونو دوتلو وروسته  بیا ددوې ټولو دغه مصرف  ان  د افغانستان د رژیم د وینا له مخي  څلورو میلیاردو ډالرو ته را ښکته کیږي   خو په دي مصارفوکی  ، که له  یوې خوا د سختو شرطونو لاندي دي  ، دبله اړخه  یی بیا هم په ورکړه کي مخکې وروسته کیږي او حاضر نه دي  دومره سترکلنې مصرف  افغانستان ته، یا داسي یوه هیواد ته  چې دوې  یی په ولکه کولو  قادر نه شول او دسلامتیا په ځاي یی  دخپلو عسکرو جسدونه په تورو خلطو کی  یوړل ، په وړیا توګه  ورکړي .
که څه  هم دافغانستان  له پاره  به  د اقتصادي ژمنو او دافغانستان  د راتلونکي خوندي ساتلو په خاطر  د توکیو په غونډه کي  چې په راتلونکو څو اونیو کي تر سره کیږي پریکړه وشي . خو دا ټولې پریکړي هغسي کاغذي شکل لری  او علت  یی دادی چې تر هغې  چې په افغانستان کي  امنیت نه وي  مستقر شوي ،اداري فساد او دناوړه واکمنانو  واګي  نه وي کنترول شوي ، مخالفین  دافغانستان  په راتلونکي  جوړښت کې نه وي  را ګډ شوي ، پلي کول یی، او دبسپني کونکو هیوادونو اعتبار تر لاسه کول  شوني نه ښکاري .
دیوې بین المللي مؤسسې  دسروي له مخې د افغانستان  څخه  دمافیایی  واکمنو کړیو له  خوا هر کال  اته میلیارده ډالر  بیروني هیوادو ته  وځي او دهغو هیوادو په  بانکونو کي  ځاي په ځاي کیږي . نو که چیري د افغانستان سره دبیرونیو هیوادو دغه بسپني  د یوسل اوشل میلیاردو ډالرو څخه راښکته شي  او څلور میلیاردو  ډالرو مشروطو بسپنو ته  رالنډي شی نو دا  مافیایی کړۍ  چې دهمدۍ استکبار له اړخه د افغانستان د ولس په ستونی  حاکمي شوې  دي ، دخپلې  غلا له پاره  دا نورې څلور میلیارده  له کومه راوړي ؟
دابند د ټینګیدو نه دې !
د شیکاګو د کنفرانس  د پای ته رسیدو نه  وروسته  امریکا یو بل  ټکان هم وخوړ. اوهغه دا چې په افغانستان کي یی خپل یو ډیرتجربه لرونکی  او ښه مرکچي دیپلومات  « کراکر  » له  لاسه ورکړ.  دا چې دښاغلي کراکر دګوښه کیدو اصلي علت  به څه وی ، لا تر اوسه مطبوعاتو ته نه ده راغلي ، خو په هر صورت  ښاغلي کراکر  ،په افغانستان کي د سولی  دخبرو په وخت کي  دښه کرکتر ، ښه دیپلوماتیکي ژبي  او ښه  کړچار لرونکي انسان وو. په داسي حساس  حالت کی  امریکا ته دکراکر  په څیر  یو تجربه لرونکی  دیپلومات  له  لاسه ورکول ، دامریکایانو له پاره  یوبل دروند ټکان دي .
ترڅنګ یی د سولي د عالي شورا د غړي  مولوی ارسلا رحماني  وژنه ، چې د استاد رباني د وژلو وروسته  ، دسولی عالي شورا ته یولوي ټکان  وو ،دغه ترور  د امریکایانو له اړخه  جوړه  شوي دسولي  دغه  شورا هم  د ستونزو سره مخ کړي ده . دا سي تبلیغات کیږی  چې  د سولی د شورا یو شمیر هغه کسان چې  ډیر را څرګند دي په همداسي یوه برخلیک باندي  ککړ شي .اودا بل ستر ټکان دي چې  امریکا او دناټوغړي هیوادونه  ورسره مخ کیږي.
یوه  ورځ  زما یوډیر نژدي دوست ،مولوي صیب ساپي ، راته د کومي مسئلي په اړه دپښتو دغه مشهور متل ووایه   چې: «یوسړي په کور کي میلمانه درلودل ، ښځې یی دال  په اور ایښي  وو ، غوښتل یی چې ټینګه پیتي ترې  جوړه کړي ، په دي وخت کي نور میلمانه هم راغلل ، سړي د ښځي دپوهولو  په خاطر په  اشاري  سره ورغږ کړ چې : «ګوره ښځې  ټینګه به یی کړي  خو ټینګه به یی نه کړی ».
ولسمشر کرزي هم  غواړي  چې  دا مسئله د ګڼ شمیر هیوادو سره دستراتیژیکو تړونو د لاسلیک  په خاطر  را ټینګه کړي . تر اوسه یی  دهند په ګډون  دانګلستان ، المان ، استرلیا او امریکاسره  ستراتیژیک تړونونه  لاسلیک کړي ، د ترکیی سره یی د همداسی یوه تړون  مسوده همدا  اوس ترمخه ده . غواړي په دی ترتیب  هم افغان ولس اوهم بین المللي ټولنه  په دی  ډاډمنه کړی چې د افغانستان راتلونکی  ددې ستراتیژیک تړونو په واسطه   راټینګیدې شي .  خو ولسمشر باید دي ته توجه وکړي  چې  که  د ۴۸ هیوادونو نظامي او مالي ملاتړ  دافغانستان په ولس کې  امنیت  ډاډ من  نه کړ او زمونږ دولس  له پاره  پراخي مرستي دولسمشردشاوخوا  مافیایی کړیو له خوا دهیواد ه  وتښتول شوي او د هیواد  امنیت ،اقتصاد او ټولنیز  جوړښت  دمیلیاردو ډالرو  په شتون کي ټینګ  نه شو نو د یو شمیر سیاسي پوهانو د ویناو له مخي  : دا مسئله دهمغه  پښتو متل « چې ټینګه به یی کړې خو ټینګه به یی نه  کړې  » لاندي قرباني شي.
دامریکا  ولسمشر  اوباما د شیکاګو ددوو  ورځنیو غونډو  وروسته  وویل چې : دټولو ګواښونو سره سره به د ۲۰۱۴ میلادي کال تر اخره پورې  خپل نظامي ځواکونه دافغانستان څخه را وکاږي ، او ویی ویل چې « امریکایان نور نه شي کولي چې  دیوه کامل او بي عیبه افغانستان  له پاره انتظار وکاږي » او دا خبري هم همغه دټینګیدو خبرې دې .
ایا رښتیا هم دوي افغانستان  ته  نه شا کوي :
داسي معلومیږي  چې  امریکایان  به  دا دشګو بند نور  ټینګ  نه شي کړاې . هر څومره یی چې ټینګوي  د ټینګیدو نه بریښي.  اروپایانو هوډ کړې  چې خپل  ځواکونه به بیرته را کاږي . او  د افغانستان په ځای  به دخپل  ولس د اقتصادي ودي په لور توجه کوي . ولسي رایه  همدا  خبر  تائیدوي . په امریکا کی هم  را رواني ټاکني  به دا ډاګیزه کړي  چې  اوباماته  به  د شیکاګو د کنفرانس  پایلي څومره  مثبتي  او ګټورې ثابتي شي ، ځکه همدا  اوس د امریکا د ولس   ۷۵سلمه  نه یواځي  د افغانستان  د جنګ  مخالف دې بلکه  په دغه هیواد کې  دخپل فوځ د تم کیدو او  فوځي  تمځایونود جوړولو هم  مخالفت کوي .   دشیکاګو د غونډي په ورځ  نه یواځي  په لسګونو زرو  عادي امریکایانو  مظاهري وکړي بلکه  په افغانستان اوعراق کي  جنګیدلي  تجربه لرونکو  پخوانیو  فوځیانو هم په دغو مظاهرو کي ګډون درلود  او دخپلو  فوځونو دبیرته  راویستلو  غوښتنه یی کوله .
دامریکا د ولس  رایی ، چې نوې  سروې  یی  د  اوباما او  رومني  ترمنځ  برابری ښئ ،  ددواړو  کاندیدانو  له پاره د ازمیښت  ډګر ګرځیدلي ، د فرانسي نوي ولسمشر  تیرې  ټولټاکني په همدي نامه وګټلي  چې خپل  ځواکونه به ددي کال تر اخره پورې د افغانستان  څخه راباسي  ، او دا کار په اروپا  او امریکا کی یو مثال و ګرځید . یعنې هر هغه څوک چې  غواړي  په راتلونکو ټولټاکنو کې برې تر لاسه کړي هغه  به دخپل ولس  سره دافغانستان څخه  د خپلو ځواکونو د ویستلو  ژمنه کوي  او دا دبري  له پاره شرط ګرځیدلي دي .
که څه  هم  داوسنیو شرایطو څخه داسي  راغبرګیږي  چې  امریکایان اودناټو غړی هیوادونه  د روسانو د ۱۹۹۰ کال د فبروري د ۱۴ د تیښتي پیښي تکراروي . غواړي د شیکاګو کنفرانس دخپلو ځواکونو د وتلو له پاره  لکه څنګه چې روسانو د ژنیو تړون  د اوړو پوزه  کړي وه ،په همدي  توګه  د اوړو په پوزه  تبدیل کړي .
که له یوې خوا دوې وایی چې  د افغانستان څخه  وزي خو افغانستان ته به بیا شا نه کړي ، خو ددي پریکړو څخه داسي انګیرل کیږي چې دا هسي لاپي شاپې دي ، ځکه  که دوي  ونه  شوکړاې چې  د یوسلو څلویښت زره  وسلوالو ځواکونوپه موجودیت کی  د افغانستان ولس داوسنۍ  غمیزي څخه بیرون کړي ،نو ایا دوې به و توانیږي  دخپلو لاپو شاپو په واسطه  دا  غمیزه پاې ته ورسوي . دا په داسي حال کي  چې د  امریکا او ناټو د قواو عمومي قومندان  وایی چې  دوې به خپل  فوځي ځواک په داسي حال کی د افغانستان څخه  باسي چې د مخالفینو سره به په ډزو کی وي . ایا دا خبره  هماغه د روسانو د وتلو خبره  نه ده چې  دهغوې اخري فوځي  دحیرتان په  پله دتیریدو په وخت کی هم د مجاهدینو د ډزو لاندي وو.او دا به دامریکا او ناټو داسي  تاریخي ماته  او شکست وي  چې بیا به هیڅکله هم د افغانستان  نوم  وانه خلي . څه لا دا چې  وایی « مونږ به هیڅله هم افغانستان  ته  شا نه کړو …»
پایلي :            
       اوس  لا هم وخت  دامریکا ، ناټو او ددوې د اشغال په خلاف د راټوکیدلي  جهادی مقاومت په لاسو کي دي . که همدا اوس  هم  د امریکاسره  د ستراتیژیک تړون په  هغوبرخو باندی  نوې کتنه وشي چې په هغې باندي  مخالفین  نیوکی لري ، اوپه هغو مادو کي تعدیل ، تصحیح  او یا ردو  بدل  راشي  نو شوني ده چې دخبرو  هغه  لړۍ چې دهمدي تړون دهمدي موادو په سر  باندی معطل کړل شې ده بیرته  فعاله شي .
       مخالفین  هم  باید دې توجه وکړي  چې  څه ډول راتلونکي افغانستان  غواړي ؟ ایا داسي افغانستان  چې  یو ځل بیا د ۱۹۹۲ کال  کرغیړني پیښي په کي  راتکرار شي ،  قومي  عصبتونو ته لمن ووهل شي  او د ټوپک په  زور  یو له  واکه  لرې اوبل پرې  تکیه وکړي او که  نه  دهیواد او ولس په خوښه د یوه ولسواکه نظام  له پاره سره  متحد کیږی ، دا ډیره مهمه  مسئله ده ، چي نه یواځي دبهرنیو ځواکونو په خلاف  را ولاړ شوې  جهادي لیکي بلکه   په هیواد کي  هغه  سیاسي کړئ چې د هیواد دازادۍ او استقلال سره   مینه لري  او د ولسواکه نظام غوښتونکي دي  سره یو ځاي  په ګډه  تصمیم و نیسي.دغه تصمیم به  دبهرنیو هیوادونو دبهانو دختمو لو له پاره هم  یو ستر اواغیزمن  قدم وي .
       افغانستان  روزونکو ته اړتیا لري ، خو روزنکي باید د افغانستان د قانوني دولت په موافقه  او د افغانستان د قانون په مطابق د هیواد ددفاع  دوزارت  تر حکم  لاندي  په هیواد کي کار وکړی.  دوې باید  په خپلو ټولو کړو  وړو کې  دهیوادداساسي قانون  تابع  او  عسکري  نظام ته  مسؤل  واوسي .
       افغانستان  بشپړ اقتصادي  بسپني ته اړتیا لري تر څو ددي هیواد  له منځه تللې  اقتصادی نظام  بیرته په پښو  ودریږي .  خو دا بسپني  باید «په ګوړې کي د زهرو دګولیو په څیر نه اوسي  » او نه ددي  سبب و  ګرځي  چې  زمونږ  هیواد  د بسپني ورکونکو هیوادونو دشرایطو د متروکي لاندي  داسي را ونښلي چې دهیواد ټوله  خپلواکي د بسپني کونکو هیوادونو د شرایطو  قرباني شي .په همدي توګه  افغانستان باید دخیراتي کومکونو څخه ، چې  دطفیلي کیدو په معني دي ،   ځان و ساتي   او دهغې په ځاې په هیواد کې دپانګي اچوني او ژورو اقتصادي سرچینو د بنسټونود جوړولو   په لور بیروني هیوادونه اوپانګه وال  تشویق او ترغیب کړل شی. همدا راز  ټولي  غیردولتي موسسي باید دسختي څارني لاندي و نیول شي او دهغوې د مالي مصارفو په اړه  سخت حساب  وکړل شی. په دي اړه بسپنه کونکي هیوادونه حق نه لري دهیواد  په کورنیو چارو کی دخپلو ان جی  اوګانو په خاطر مداخله وکړي .
       دهیواد په نظام  کي  داسي اصلاحات  رامنځته شی  چې دنا اهله  او مافیایی کړیو لاس  ونیول شی ، لوټ کړل شوي دولت محاسبه او د بین المللي ټولني د ژمنو په اساس د هغې  هیوادونو څخه بیرته  را منقل کړل شي چې  په غیر قانوني توګه ورته انتقال شوي دي.پړسیدلي خایني څیرې  چې د هیواد  په اقتصادي سرچینو یی خپل لاس پوڅی ور تپلي دحساب اومحاسبي  سره مخ  شي.
و من الله التوفیق
قریب الرحمن سعید
۲۳مئ  ۲۰۱۲ کال