کور / خبرتیا او پيغامونه / د ريشتيا په نامه پښتو ويبپاڼه پرليکه سوه

د ريشتيا په نامه پښتو ويبپاڼه پرليکه سوه

د تړون په نامه د لراوبر يوه لوستونکي لراوبر ته ليکلي دي چي د ريشتيا په نامه يې يوه نوې پښتو ويبپاڼه جوړه کړېده ، نوموړي د خپلي ويبپاڼي پيژندنه په دې توګه کړېده :
د «رښتيا» د ويب پاڼې موخې :
ټولو هيوادوالو ته څرګنده ده چې افغانستان د استعماري سياستونو د درواغجنو وعدو او پلمو په لومو کې نښتی د خپل خلاصون او ژغورلو دپاره رښتيا ته په رښتيا سره اړتيا لري. افغانستان د دروغو پر بنسټ د تيري لاندې راغی او په دروغو خلکو ته دوست ، دښمن او دښمن، دوست وښودل شو. چا چې ډير دروغ ويلی شول هغوئ قدرت ته ورسول شول او شتمنۍ يې لاسته راوړې او چاچې دروغ نه وو زده لکه د افغانستان د سپيڅلو خلکو په څير يواځې د درغو تشې وعدې ورسره وشوې. په هيواد کې د بهرنيو هيوادونو، په خاص ډول ځبرځواکونواستخباراتي او مافيايي شبکې حکومت کوي. خو په درواغو لاپې د دموکراسۍ وهي. د ټولنې په ټولو برخو کې، په تيره بيا دولتي ادارو کې د فساد بوی تر آسمانه جګ دی، خو په دروغو لاپې د پر مختګ وهل کيږي. بهرنيو او کورنيو مافيايي شبکود افغانانو څخه هر څه غلا او لوټ کړل، خو په دروغو خلکو ته د خدمت کولو پروپيګنډې يې سر کړيدي. په تيره بيا امريکا او ملګري يې په دروغو لاپې وهي چې افغانانو ته د القاعدې او طالبانو په لمنځه وړو سره سوله، دموکراسي او د بشر د حقوقو څخه دفاع راوړې ده، خو رښتيا دا ده چې همدې امريکايي او د ناټو وسله والو ځواکو افغانانو ته جګړې، زور واکي، قانون ماتونه او د بشر حقوقو ته د سپکاوي تر پولې پورې د بشر د حقوقو ضد چلند راوړی دی. په دې باور چې په دروغو وران شوی افغانستان به د رښتيا په راتګ سره بيرته جوړيږي، د «رښتيا» ويب پاڼې په خپريدو پيل کوي.
«رښتيا» د هيچا سره شخصي خصومت نه لري او د هيچا پر ضد به د شخصي موخو پر بنسټ استعمال نه شي. د خپل هيواد او خلکو ګټې تر هر څه لومړی ګڼي او ټولې خپرونې به يې دې موخې ته د رسيدو دپاره وي .
«رښتيا» به په رښتيا سره د افغانستان د خلکو د ملي يووالي ټينګيدو دپاره نه ستړې کيدونکې هلې ځلې کوي او هيڅکله به داسې څه خپاره نه کړي چې د افغانانو د ملي يووالي ضد څه پکې ليکل شوي وي .
د «رښتيا» ډير پام به د استعماري توطيو له امله د ويشل شوي افغانستان بيرته يووالي ته وي. هلې ځلې به کيږي چې په دې هکله په تاريخي واقعيتونو رڼا واچول شي او د ډيورڼد د کرښې استعماري توطيه او نه مشروعيت خلکو ته بربنډ شي.
«رښتيا» به د هر هغه ليکوال ليکنو ته ډير ارزښت ورکوي چې په دې اړوند ليکل شوي وي، استعماري هغه توطيې چې د ډيورنډ توره کرښه يې پر افغانانو تپلې ده رسوا کوي او دا واقعيت به په ګوته کوي چې يواځې د دې کرښې دواړو خواوو خلک کولای شي په يووالي سره د ځبر ځواکونو او ګاونډيانو له تيريو او لاسوهنو څخه ځانونه وژغوري.
«رښتيا» به خپل وياړ وګڼی چې د استعماري سياستونو پر بنسټ د ويشل شوي افغانستان د بيا يووالي دپاره د ټولو هيوادپالو شخصيتونواو ځواکونو غوښتنو ته دهمغږۍ په موخه غبرګون ورکړي اود ټولو هغه هلو-ځلو په وړاندې ودريږي چې د ملي ګټو ضد کړۍ د ديورند د کرښې په واسطه د افغان واحد ملت د بيلتون، په هر نوم او پلمه چې وي، دوام غواړي.
د «رښتيا» بنسټيزه موخه په افغانستان کې د ميشتو ورونو قومونو تر منځ ټينګ ملي يووالی او د انګريزي استعماري سياست په واسطه د افغان ويشل شوي واحد ملت بيرته يووالی دی. «رښتيا» عقيده لري، چې دا ويشل شوی افغانستان دی چې له ځان څخه د دفاع وس نه لري، چې تل د بهرنيو هيوادونو، په تيره بيا د ځبرځواکونواو ګاونډيو هيوادونو د تيريو او لاسوهنو سره مخامخ دي او د پرديو ستراتيژيکو ګټو لپاره ستر ځاني، مالي او معنوي زيانونه ګالي. يواځې يو واحد، تاريخي او طبيعي، له آمو څخه تر اباسينه پورې افغانستان کولای شي له خپل ځان څخه دفاع وکړي او د بهرنيو تيري کوونکو دتيريو او لاسوهنو مخه ونيسي، پخپلو پښو ودريږي او د نړۍ د ټولو هيوادونو سره د متقابل درناوي، متقابلو ګټو او يو بل په کورنيو چارو کې د نه لاسوهنو پر بنسټ دوستانه – ديپلوماتيک اړيکي ټينګ کړي . د هر هغه ليکوال ليکنو ته به په درناوي هرکلی وويل شي او «رښتيا» به يې په خوښۍ سره د خپريدو وياړ لاس ته راوړي، چې د همدې روحيې سره سم ليکل شوي وي.
«رښتيا» د هر ډول قومي، ژبني او مذهبي تبعيض او تعصب سره نه پخلا کيدونکی تضاد لري او هيڅکله به داسې مطالب خپاره نه کړي، چې د تبعيض او تعصب بوی ترې راځي.
«رښتيا» د دموکراسۍ او خبرو او نظر د آزادۍ د اصولو درناوی کوي. خو هيڅکله به د داسې دموکراسۍ او آزادۍ سره همغږې نه شي چې بل چاته پکې سپکاوی شوی وي او د ملي ګټو ضد روحيه ولري.
«رښتيا» يوه ملي ناپييلې ويب پاڼه ده، چې په هيڅ سياسي ګونداو ټولنې پورې تړلې نه ده. د دې ويب پاڼې ټولې هلې-ځلې به يواځې او يواځې د سترو ملي ګټو څخه دفاع وي، نه د شخصي او ګروپي ګټو دپاره د وخت ضايع کول.
د «رښتيا» ټولې خپرونې به د اسلام د مقدس دين د ارزښتونو او لارښوونو سره سمون لري او هيڅکله به داسې مطلب خپور نه کړي چې د دې ارزښتونو او لارښوونو سره مغايرت و لري.
په «رښتيا» کې به هره ليکنه دليکوال په خپل مسؤليت خپريږي او د ليکنو حقوقي مسؤليت «رښتيا» په خپله غاړه نه اخلي. «رښتيا» د ټولو درنو ملي- وطنپالو ليکوالانو، شاعرانو او د پوهې او ادب ټولو پالونکو څخه هيله کوي چې په خپلو قلمي مرستو سره د «رښتيا» له لارې شريکو موخو ته د رسيدو دپاره «رښتيا» خپله ويب پاڼه وګڼي.
و من الله التوفيق
http://www.reshtia.org/