کور / خبرتیا او پيغامونه / د اسلام اباد پوهنتون دداخلې خبرتيا

د اسلام اباد پوهنتون دداخلې خبرتيا

په نړیوال اسلامی پوهنتون اسلام اباد کی د نوو داخلو خبرتیا

د اسلام آباد نړیوال اسلامي پوهنتون لنډه پېژندنه

د اسلام آباد نړیوال اسلامي پوهنتون د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کي موقیعت لري. د دې پوهنتون د بنسټ ډبره د پنځلسمې هجري قمري پېړۍ د محرم په لمړۍ ورځ چې د ۱۹۸۰ مېلادي کال د نومبر له یوولسمې نېټې سره سمون خوري کیښودل سوه او دغهپوهنتون د نوې پیړۍ د هغو نښو څخه یوه نښه ده په کومو پوری سې د اسلامی امت د بیا را زوندې کیدو هیلی او امیدونه رانغښتی دی. او دغه پوهنتون په خپل کوچنی عمر کې یې د نړۍ د لسګونو هېوادونو څخه په زرګونو مسلمان ځوانان په بېلابېلو برخو کې له لوړو زدکړو او اسلامی روزنې وروسته اسلامي ټولنې ته وړاندې کړي دي، او دغه لړۍ لا تراوسه د لېسانس، ماسټرۍ، امفېل او دوکتورا تر کچې په چټکۍ سره روانه ده.له نېکه مرغه د دغه پوهنتون له پرانیستلو وروسته زمونږ هېوادوالو ته په کې د شاملېدو حقورکړ شوی دی، او زمونږ ډېرو هېوادوالو پکې لوړې زده کړې سرته رسولې دی. اوس مهال د نړۍ د ۵۲ هېوادنو د محصلینو په ګډون ۶۵۰ افغان محصلین په کي په بېلابېلو پوهنځیو کې په زده کړو بوخت دي.
دا پوهنتون د اسلام آباد په زړه (-H۱۰) ساحه کې په اووه سوه اېکړه ځمکه کې جوړ سوي دي. د شرعیاتو او قانون، اصول الدین، ادبیاتو (عربي، انګلیسي، فارسي، اردو)، ژورنالېزم، اقتصاد (مالي، عمومي او اسلامي بانکداري)، اداره او تجارت، سیاست او نړیوالېاړیکې (حقوق)، کمپیوټر ساینس، انجنیري (برېښنا، تخنیک)، ټولنپېژندنه، ارواپوهنه، سافټ وېیر انجنیري، چاپېریال پوهنه، ښوونه او روزنه او یو شمېر نورې پوهنځۍ لري. دې پوهنتون ته تر شاملیدو وړاندې له محصلینو څخه آزموینه اخیستل کېږي. محصلینکولای سي تر یوه زیاتو پوهنځیو ته هم دا آزموینه ورکړي. د دې پوهنتون د تدریس رسمي ژبې عربي او انګلیسي دي، پر دې سره په اردو ژبه پوهه هم د ډېرو ستونزو په آسانه کولو کې مرسته کولی سي. البته باید یادونه وسي چې په پوهنتون کې د هلکانو اونجونو پوهنځي سره بېل دي. دا پوهنتون پر عصري لیلیه، لوی کتابتون، وړیا روغتیایي اسانتیاوو، بانکي او پستي خدمتونو، او د لوبو پر میدانونو سربېره د اسلام آباد او پېنډۍ اړوندو ساحو لپاره د بسونو په واسطه د ترانسپورت سهولت هم لري.
دې پوهنتون ته داخله جریان لري، او آخري نېټه یې د 2012 جون 29 مه ده. وروڼه او خویندې کولی سي د آزموینو دقیقې نېټې د پوهنتون له وېب پاڼې ترلاسه کړي.
د فیسونو په اړه معلومات:
لاندې فیسونه په پاکستانیو روپیو (کلدارو) د لېانس د لمړي سمستر لپاره وضع سوي:
پوهنځي او فیسونه یې
۱۴۸۰۰ اصول الدین
۱۸۱۰۰ شرعیات او قانون
۳۲۴۰۰ عربي
۳۲۲۰۰ انګلیسي
۱۴۸۰۰ فارسي او اردو
۳۰۲۰۰ اقتصاد
۷۵۹۰۰ BBA یا اداره او تجارت
۷۴۱۰۰ انجنیري تخنیکي او برېښنا
۵۶۳۰۰ کمپیوټر ساینس او سافټوېیر انجنیري
۳۰۲۰۰ سیاست او نړیوالې اړیکې (IR)
۳۰۲۰۰ ښوونه او روزنه
۳۰۲۰۰ ژورنالیزم (Media & Mass Communication)
۵۶۳۰۰ چاپېریال پوهنه (Environmental Science)
۳۰۲۰۰ ټولنپېژندنه (Sociology)
۳۰۲۰۰ ارواپوهنه (Psychology)
52700 فزیک
36500 ریاضیات
56300 احصائيه(Statistics)
66200 د ډاکټری د سامان انجینرې (Bio-Technology)
30200 تاریخ پوهنه (History)
30200 اسلامې نقاشې او معمارۍ
Islamic Art & Architecture))

لاندې فیسونه په پاکستانیو روپیو (کلدارو) د ماسټرۍ د لمړي سمستر لپاره وضع سوي:
19200 اصول الدین
مختلفۍ رشتۍ مختلف فیسونه شرعیات او قانون
19200 عربي
43200 انګلیسي
19200 فارسي او اردو
41900 اقتصاد
67700 ABMیا اداره او تجارت
62900 انجنیري تخنیکي او برېښنا
۵۶۳۰۰ کمپیوټر ساینس او سافټوېیر انجنیري
31200 سیاست او نړیوالې اړیکې (IR)
31200 ښوونه او روزنه
31200 ژورنالیزم (Media & Mass Communication)
45500 چاپېریال پوهنه (Environmental Science)
31200 ټولنپېژندنه (Sociology)
31200 ارواپوهنه (Psychology)
41900 دكليو پراختيا (Rural Development)
43100 فزیک
32300 ریاضیات
32300 احصائيه(Statistics)
49700 د ډاکټری د سامان انجینرې (Bio-Technology)
31200 تاریخ پوهنه (History)
31200 اسلامې نقاشې او معمارۍ
Islamic Art & Architecture))

لاندې فیسونه په پاکستانیو روپیو (کلدارو) د دوکتورا د لمړي سمستر لپاره وضع سوي:
19200 اصول الدین
مختلفۍ رشتۍ مختلف فیسونه شرعیات او قانون
19200 عربي
39150 انګلیسي
19200 فارسي او اردو
37850 اقتصاد
56300 اداره او تجارت
51350 انجنیري تخنیکي او برېښنا
49100 کمپیوټر ساینس او سافټوېیر انجنیري
37150 سیاست او نړیوالې اړیکې (IRPolitics &)
37150 ښوونه او روزنه
49100 چاپېریال پوهنه (Environmental Science)
37150 ارواپوهنه (Psychology)
37150 دكليو پراختيا (Rural Development)
46400 فزیک
49100 ریاضیات
37150 تاریخ پوهنه (History)
37150 اسلامې نقاشې او معمارۍ
Islamic Art & Architecture))
یادونه:
۱: په لیسانس کی د داخلی لپاره باید د دولسم ټولګی په شهادتنامه کی ۵۰% نمرې ولري د پاکستانې نصاب مطابق یعنی
په معادل سند ( Equivalence Certificate) کی باید ۵۰% نمرې ولري خو د انجینرۍ لپاره باید ۶۰% نمرې ولري .
۲: په ماسترۍ کی د داخلی لپاره باید په لیسانس کی۶۰% نمرې ولري د پاکستانې نصاب مطابق یعنی که چیرته د افغانستان له پوهنتونو څخه فارغ سوی یاست باید د پاکستان د لوړو زدکړو د وزارت په معادل سند ( Equivalence Certificate) کی ۶۰% نمرې ولري.
۳: په دوکتورا کی د داخلی لپاره باید په ماسترۍ کی ۶۵% نمرې ولري.
یادونه:
د ماسټرۍ او دوکتورا لپاره ده GRE,GAT او NTS په ازموینو کی کامیابیدل اړین دی دا ازموینی د پاکستان په دننه کی اخستل کیږی
یادونه:
له پورتنيو فیسونو سره په پوهنتون کې د تضمین حساب هم جمع سوي دي، په دې معنا چې دا د لمړي سمستر فیس دی، په دوهم او نورو پاتې سمسترونو کې به کابو د هر پوهنځی فیس د (۷۰۰۰) کلدارو شآوخوا کمیږي، او دا (۷۰۰۰) به له فراغت وروسته محصل تهورکول کېږي. باید یادونه وسي چې د فیسونو مقدار عمومآ هر کال د هرې دورې لپاره بدلون مومي، هغه وروڼه او خویندې چې په کوم کال داخله وکړي، فیس یې د تحصلي دورې تر پایه د همغه کال په اندازه ثابت پاتې کېږي. د لازیاتو معلوماتو لپاره د پوهنتون وېبپاڼې ته له لاندې پتې تللی سئ. هغه وروڼه چې د اصول دین، شرعیاتو او قانون او عربي ادبیاتو لپاره داخله کوي لمړي د عربي او انګلیسي ژبو یو کلن پروګرام پرې لوستل کېږي.
د پوهنتون وېب پاڼه www.iiu.edu.pk
➢ د داخلې اخستلو اړین توکي
هغه افغان زده كونكي چې غواړي د2 ۲۰۱-۲۰۱3 تحصیلي كال لپاره د اسلام آباد په نړيوال اسلامي پوهنتون كې داخله واخلي بايد لاندې ټكو ته پام وكړي:
الف:- باید پاسپورت او ورسره فعاله ويزه، او یا مهاجر كارت ولرئ.
ب:- باید د دوولسم ټولګي په انګلیسي ژبه شهادتنامه ولرئ، او له بهرنیو چارو وزارت څخه تصدیق سوې وي. پرته له دارنګه شهادتنامې په دغه پوهنتون کې داخله امکان نلري.
ج:- باید په اسلام آباد کې د افغانستان له سفارت څخهNo Objection Certificate (NOC) تر لاسه کړئ
د:- د ټولو افغاني اسنادو لرونكو (په پاكستان كې افغاني لېسې، د افغانستان په داخل كې لېسو) لپاره د معادل سند (Equivalence Certificate) ترلاسه كول اړین دي، له دې پرته د كانكور په آزموينه كې د برخه اخيستو اجازه نلرئ. چې دا په اسلام آباد کې د (Federal board) IBCC له دفتر څخه ترلاسه کیږي.
هـ:- د عامو مدرسو، وفاق المدارس، امام ابوحنيفه معهد او د امام بخاري معهد فارغان هم کولی سي چې د خپلو اسنادو له برابرولو وروسته په دې پوهنتون کې داخله واخلي.
* د داخلې د فورمې د ډكولو لارښود
۱- د زده كونكي نوم، د پلار نوم او پته بايد د نورو اسنادو (پاسپورت او یا مهاجر كارت، د لېسې او مدرسې اسنادو) سره سم وليكل سي.
۲- د زېږېدو نېټه بايد په پوره توګه (ورځ، مياشت، كال) وليكل سي.
۳- اصلى فورمه چې دوه سېټه ده بايد په پوره توګه ډكه او لاندې اسناد ورسره ضميمه سي:
• د ټولو اسنادو فوتوكاپي
• د پاسپورت يا مهارجر كارت فوتوكاپي
• دري قطې تازه عکسونه
۴- اصلي فورمه د ډكولو څخه وروسته بايد فوتوكاپي سي:
• د فوتوكاپي سره هم پورته ياد سوي اسناد ضميمه كول ضروري دي.
• یو قطعه تازه عكس بايد پرې ولګول سي.
۵- د داخلې د فورمې علاوه بايد د (NOC) فورمه هم ډكه او څلور سيټونه ترې جوړ سي، چې د هر يو سيټ سره بايد لاندې اسناد ضميمه وي:
• د پاسپورت يا مهاجر كارت فوتوكاپي
• یو قطعه تازه عكس.

یادونه:
د افغان محصیلنو اتحادیه د داخلو په ورځو کی د پوهنتون د ننه د نوی محصیلنو د هدایت او د هغوی سره د مرستې په اساس کمپ لږه وی تر څو هر افغان محصل د یو لړ اسانتیاوو څخه برخمن سی نو هر افغان محصل کولی سي سی زمونږ سره اړیکې ټینکی کړي:

د افغان محصیلنو د اتحادې محترم رئیس صیب
افضل خان فطرت
موبائل شمېره: ۰۳۴۲۹۱۲۹۲۳۸

هارون الرشید
موبائل شمېره: ۰۳۱۴۹۷۰۹۶۷۴

عبدالقهار هوتک
موبائل شمېره: ۰۳۴۵۴۴۳۶۴۴۹

د ا فغان محصیلنو اتحادیه نړیوال اسلامی پوهنتون اسلام اباد
تاسو کولی سي سی د لاندی لینکونو څخه هم استیفاده وکړي

Home Page IIU


http://www.iiu.edu.pk/events/admission/fall2012/test-schedule/test-interview-dates-22-5-12.htm
http://www.iiu.edu.pk/index.php?page_id=299
http://www.iiu.edu.pk/index.php?page_id=289