کور / ترخې خبري / دخوست دمحترم والی عبدالجبارنعیمی دپام

دخوست دمحترم والی عبدالجبارنعیمی دپام

ځاځیمیدان په سوله اوسرښندنه کې ترټولو د مخه
خوپه امتیازونواوبیاجوړونه کې ترټولووروسته :

هو، ددې سیمې هروګړۍ ددې خاورې یوپیاوړۍعسکردې چې بې له کوم امتیازه شپه اوورځ دهېواد پولې د خپل سرپه بیه ساتی اونه پریږدی چې مزدوری اوورانکاره ډلې ټپلې هېواد ته راد ننه شی اود ورانکارې کارونه سرته ورسوی.
د طالبانود اسلامی عمارت له ړنګیدووروسته د ځاځی میدان په هېواد مین ؤلس سملاسی له مرکزی حکومت څخه ملاتړوکړ، دهغه شاته ودرید اوپه یوه اتفاق سره یې وپتيله چې هیچاته به په خپله سیمه کې دسوله یزژوند د ګډوډولواود ورانکاروعملونود ترسره کولواجازه ورنکړی چې تراوسه پورې یې پدې لاره کې ډېرې قربانې ورکړی دی او په ډېره میړانه پخپل هدف کې بریالی اوپرمخ روان دی اوله همدې کبله په سوله کې له یوه ډاډمن ژوند څخه برخه من هم دی.
که هرڅوک غواړی چې په سوله کې آرام اود عزت ژوندوکړی له همدوی څخه دې مثال واخلی، د دهشتګرواوورانکاروډلوپرخلاف د سره یولاس اویو موټۍ شی او پرې د نه ږدی چې ددوی په شاؤخواکې فعالیتونه په لارواچوی اود ورانکارې عملونه سرته ورسوی.د سولې دښمنان به هیڅکله هم ونشی کړای چې ددوی سوله یز ژوندګډوډکړی. له سولې څخه د ځاځیمیدان دخلکوملاتړد هېوادد دښمنانوغوصه راوپاروله اوددې سیمې عام وګړی یې د خوست په عمومی لاره کې دباک، خلبیسات اویعقوبیوپه سیمه کې پرله پسې تربریدونولاندې راوستل اوډېرې کورنې یې دغم پرټغرکښېنولې خود
خوست چارواکولکه څنکه چې لازمه ده له دوۍ سره وفانده کړې.
پداسې حال کې چې لوی لالا په افغانستان کې ډالر په شاخلوبادوی، دځاځی میدان خلک دبېوزلې په ډېره ټیټه سطحه کې دژوند له سختوناخوالوسره لاس اوګریوان دی؛ دبیاجوړونې لپاره هرډول امنیت او شرایط آماده دی خوبیاهم د بیا جوړونې کارونه ځکه په نیشت حساب دی چې داسې کاراوپرو ژه چې دخلکواکثریت ترې ګټه پورته کړی ، نه ترسترګوکیږی،کرنیزی ځمکې کمی دی بسیا نکوی اونفوس ورځ په ورځ په ډېرېدودې. دمالدارې په برخه کې دشلوغواؤحاصل له یوې اصلاح شوې غوا سره نه مساوی کیږی، مزری چې ددې سیمې غرونوته به یې ښکلاوربخښله هم په خلاصیدودی.
پکارده چې ددې خلکودژونددکچې د لوړولوپه مقصددنوواومودرنو لارو چاروپه لټه کې شوچې دابیا پخپل وارسره دپرمختیایی پروژوله لارې عملی کیدلۍ شی دځنګلونواوباغدارې دیوې څانکې شتون ته پدې سیمه کې ډېره اړتیاده ترڅووکولۍ شی چې په لاندېنیوبرخوکې کاراوڅیړنې وکړی:
۱- دکندهاردآنارورواجول
۲- داینځرودباغونورواجول
۳- دنارنج،لیمو، مالټواوبادامو تجربوی روزنه
۴- په ډېره پراخه توګه دزیتونودباغونوجوړول او له هغوی څخه د غوړو او کانسرؤدجوړولواوصادرولولارې چارې
۵- دغوزانوروزنې ته پراختیاورکول.
ددې لپاره چې دحیواناتودروزنې په برخه کې په زړه پورې لاسته راوړنې ولرو، دنسلګیرې دادارې یوي څانګې ته پدې سیمه کې هرومرو اړتیالیدل کیږی.
په پای کې دځاځیمیدان دمخورومشرانودهغوهلوځلوچې دسولې اوبیارغونې لپاره يې کوی،ملاتړاوستاینه کوم اوپدې برخه کې دمحترم والی صیب عبدالجبارنعیمی دمرستی په هیله مخکې له مخکې مننه کوم.
پاته دې نه وی چې دروغتون ترڅنګ یوې کتابخانې اودغونډواوجرګولپاره یوه تالارته هم اړتیا لیدل کیږی.
دپرمختیایی پروژوپلی کیدل به ددي ښکلې اوستراتیژیکی سیمې په امنیت ، سمسورتیا اوپرمختګ کې مهم رول ولوبوی.اوخدای دنکړی، که داسیمه ناامنه شی تاثیربه یې نه یوازې پر خوست اوپکتیا، بلکې پرپلازمېنې کابل هم پرېوزی.
په ډېردرنښت، د.ا.عثمان