کور / ترخې خبري / خوست:دهستوګنې دبلاکونوجوړيدل يوه جدي اړتياده

خوست:دهستوګنې دبلاکونوجوړيدل يوه جدي اړتياده

لکه څرنګه چې اوس مهال خوست ولايت دافغانستان دمهمو ولايتونو څخه شميرل کيږي ،ځکه په دغه ولايت کې په بېلابېلو اقتصادي ،سوداګريزو ،پوهنيزو،کلتوري ،ټولنيزو اوامنيتي برخوکې دپام وړ پرمختګ رامنځته شوى اولاهم دوام لري .دا مهال په دغه ولايت کې دزياتواقتصادي پرمختګونو ،پانګې اچونې اوسوداګريزو فعاليتونولپاره مناسبه زمينه مساعده شوې ده ،لامل يې دادى چې اوسنۍ ولايتي اداره په بشپړې ژمنتيا اومسووليت سره غواړي خپلو ولسونوته غوره خدمتونه عرضه کړي چې په دې ډګرکې ترډيره بريالۍ هم ده.

په اوسني وخت کې په دغه ولايت کې ٣٦دولتي ادارې ،ملي اونړيواله مرستندويه ټولنې ،دهېوادپه کچه يولوى دولتي پوهنتون چې د٧٥٠٠محصلينوپه شميره محصلين په کې زده کړې کوي اود١٦٦استادانولخوا ورته تدريس کيږي ،فعاليت کوي همداشان په زرګونو مامورين ،ښوونکي ،نظامي افسران ،ملي پوليس ،دملي امنيت منسوبين دملکي اونظامي ادارو مشرتابه په دغه ولايت کې دملي ترکيب په چوکاټ کې ولسونوته دخدمت په موخه مېشت دي لنډه داچې خوست ښاراوس مهال ډيرپرمختللى ښاربلل کيږي مګرديادوشويو ګتګوريوټول کارکوونکي سرپناه نه لري اوياداسې مناسب ځايونه او ودانۍ چې دماموريت په وخت په کې دلته په ارامۍ سره ژوند وکړي.

دولايت مقام په دې وروستۍ فوق العاده ادارې غونډه کې چې دخوست والي تررهبرۍ لاندې جوړه شوې وه ،اوپه کې د ولايتي شورا استازو،دسولې دولايتي کمېټې غړو ،دعلماوو شورا نمايندګانو دملکي اونظامي ادارو مسوولينو ګډون کړى و،ديادې ستونزې د هواري لپاره يې غوره ګام اوچت کړ،وړانديز وشو چې دښاري پراختيااوکور جوړولو وزارت بايد په خوست ولايت کې ددغه ستونزې دهواري په برخه کې لازم اوګړندي ګامونه اوچت کړي ،هغه داسې چې ددغه وزارت څخه غوښتنه وشوه چې په خوست ولايت کې بايد دشيخ زايدپوهنتون داستادانو لپاره ٤ بلاکونه ،ددولتي مامورينولپاره ٤بلاکونه ،دملي پوليسو دافسرانو اوساتنمنانو لپاره ٣بلاکونه ،دملي امنيت دمنسوبينولپاره ٣بلاکونه ،دسرحدي لوا دمنسوبينو لپاره ٣بلاکونه ،دنظامي منسوبينو لپاره ٣بلاکونه اودعامې روغتيادکارمندانولپاره ٢بلاکونه جوړ شي ترڅوټول په کې دماموريت پرمهال ژوند وکړي.

دياد وزارت څخه غوښتنه وشوه چې دغه وزارت بايد ددغه وړانديز شويو بلاکونو دجوړولو لپاره لپاره دبودجې په پيداکولو کې لازمه همکاري وکړي ترڅوپه خوست کې دغه ستونزه چې داوسيدو دودانيو نه شتون دى هواره شي.

دا هم ديادونې وړ ده چې په خوست کې په زرګونو جريبه دولتي ځمکه اوس هم ترغصب لاندې ده سرددې چې په دې وروستيودوه کالونوکې د٢٥زرو څخه زياته دولتي ځمکه له غصب خلاصه اودا مهال په کې په يوشميربنسټيزو پروژوباندې کار روان دى.

دبلې خواپه ښارکې ددفاع وزارت ځمکې بل هغه جدي خنډدى کوم چې دښاري پراختيايي ستراتيژيک پلان دپلي کيدواو زياتو انکشافي پروژو دتطبيق په وړاندې يې ستونزې رامنځته کړې دي ،ددې لپاره چې په خوست ښارکې دښاري پراختيا په چوکاټ کې دلازياتې اقتصادي ودې اوپرمختګ لپاره زمينه مساعده شي.نو اړونده ټولې مرکزې ادارې بايد دښاري پراختياپه وړاندې دپرتوخنډونوپه هواري کې جدي اقدامات وکړي.

همدا راز مرکزي حکومت اونړيواله ټولنه بايد په دغه ولايت کې دخلکوپه غوښتنه دبنسټيزو پروژو دپلي کيدوپه برخه کې لازمې مرستې وکړي ترڅودخلکوپه وړاندې پرتې ټولې ستونزې هوارې شي.