کور / سياسي / پرله پسې تيري، غاښ ماتوونکى ځواب

پرله پسې تيري، غاښ ماتوونکى ځواب

افغانستان د اسيا په زړه کې هغه پروت هېواد دى، چې له ستراتيژيکي پلوه د نړۍ زبر ځواکونو ته ډېر مهم دى او که موږ ددې هېواد د تاريخ پاڼې ولولو، نو دا راته په ډاګه کوي، چې زموږ دښمن هڅه کړې، تر څو دا هېواد ( که د زور له لارې وي او که په رضا ) خو چې دوى خپل کنترول پرې ولري او خپلو شومو هدفونو ته په کې لار پرانيستي وساتي.خو د شکر ځاى دى، چې تر اوسه پورې هر زبر ځواک د باغيرته او با شهامته افغان ولس له سخت غبرګون سره نه يوازې مخامخ شوى دى، بلکې داسې شرموونکې ماتې يې ورکړې، چې پر حقيقت يې د دوى دوراغجن تاريخونه هم سترګې نه شي پټولى.
پر دې پاکه او سپېڅلي خاوره يوازې چنګېز، سکندر مقدوني او اورنګزېب نه وو، چې بې شمېره ظلمونه يې وکړل او دلته يې د زياتو افغانانو وينې وبهولې، بلکې د وخت هر سکندر، اورنګزېب او چنګېز ته، چې موقع په لاس ورغلي، نو پر افغانانو يې د هېڅ ډول ظلم صرفه نه ده کړي او نه يې په دې برخه کې زړه پرې سوزولى دى. خو که هر دښمن پر موږ ظلم کړى، نو دوى هم د خپل ظلم ثمره له ځانه سره وړي ده.
موږ اوس هم د تاريخي دښمنانو د ناوړه تبليغاتو سره مخامخ يو او دوى په ټوله نړۍ کې موږ د جنګياليو او تيري کوونکو په نوم معرفي کوي، چې ګواکي افغانان پر نورو قومونو او ملتونو د زور لارې د پاچاهۍ کول غواړي، خو که موږ تاريخ ته وګورو، نو له انګرېزانو او مغلو رانيولي بيا تر روسانو او نورو قوتونو پورې ټولو پر موږ تېرى کړى او موږ يې دې ته مجبور کړي يو، چې تر خپل ځاى پورې يې شرموونکي او بدنام وليږو.
د افغانستان په لنډ تاريخ کې راځي، چې (( کله د محمود غزنوي پلار سبکتګين د غزني واکمن وو، نو جيه پاله، چې د برتنوي هند او اوسني پاکستان يو ظالم حکمران وو او دى راغى د غزني په شاوخوا سيمو کې يې له سبکتګين سره جګړه وکړه، خو له لږ جګړې کولو وروسته شرمېدلى لاړ او وتښتېده.
دغه تور مخى، چې کله خپل ځاى ته ورسېده، نو له هغې خوا يي بېرته د قنوج، ډهلي، اجمير او کالنجر راجاګان سره يو ځاى کړل او يو لک پوځ سره بېرته افغانستان ته را روان شو، له خيبره راتېر او د کابل سيند پر غاړه لغمان ته راورسېده.
سبکتګين له هغه سره ډېره زوروره جګړه وکړه، په زرګونو سرتيري يې ځينې ووژل او بالاخره يې تر اوسني پېښوره پسې واخيست )).
پر افغانستان د ډېرو دښمنانو داسې تيري شته، چې د تاريخ پاڼې پرې ډکې دي او تر اوسه هم افغانانو خپل همت له لاسه نه دى ورکړى او په دې وروستيو کې يې د روس په څېر زبر ځواک هم د خاورو سره خاورې کړ، چې تر ډېره به ددې خاورې دښمنانو ته د عبرت په توګه پاتې وي.
خو کله چې روس ووت، نو له هغې وروسته زموږ هغه ګاونډي هېوادونه، چې ځانونه د اسلام ټکه داران بولي، په افغانستان کې داسې جنايتونه وکړل، چې له سکندر مقدوني، چنګېز، اورنګزېب او نورو تيري کوونکو څخه، چې زيات نه وي، کم نه دي. دوى دلته زموږ په هېواد کې د جنګياليو ډلې جوړې او په خپلو منځونو کې يې په جنګ سره واچلوې، چې په ترڅ کې يې په لکونو افغانان شهيدان او په ميليونونو نور يې معيوب شول. زموږ ملي شتمنۍ يې لوټ کړې او زموږ هغه هېواد، چې په ټوله نړۍ کې يې اسېدونکې بااعتباره خلک وو، نن د مافيا په مرکز بدل کړ.
خو لا يې اوس هم زړونه يخ شوي نه دي، ځکه پخوا به يې زموږ د وژنې او رټنې لپاره پټې دسيسې جوړولې، نو نن په ښکاره زموږ د هېواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي او زموږ مشرانو جرګې ته اخطارونه ورکوي، چې له پلاني او پلاني هېواد سره ستراتيژيک تړون د لاسليکېدو مخه ونيسي کنه وروسته به مو حال خراب وي. همدارنګه دغه د افغانستان دښمنان د ولسي جرګې يو شمېر غړو ته پيسې ورکوي، تر څو د تړون د تصويب په وخت کې د ولسي جرګې په تلار کې خاضر نه شي، خو په ولسي جرګه کې هم هغه څوک ناست دي، چې پر ولس يې زړه درد کوي، نو ځکه يې ګاونډيانو ته په ډاګه کړه، چې ټول افغان يو دى او يو به وي.
دغه تاريخي دښمنان نور داسې کارونه د استخباراتو په مټ په پټه تر سره کوي، چې هغه د افغانانو فرهنګ، کلتور او وقار له منځه وړي او ډېر په زيان ورته تماميږي.
داد اسلام ټيکه داران موږ ته په داسې حال کې لارې راښايي، چې دا اورپرست زموږ د پلرونو او نيکونو په لاس د اسلام په سپېڅلي او مبارک دين مشرف شوي او موږ دوى ته د اسلام لار ورښودلي ده.
افغانان لکه څه ډول چې د نړۍ په تاريخ کې سر لوړي اوسېدلي دي، بايد همداسې سر لوړي وا وسيږي او همداسې د غيرت تر هسک چتر لاندې خپل ژوند ته دوام ورکړي، تر څو د تل لپاره يې دښمن نابود او همداسې شرمېدلى وي، لکه تر اوسه چې تور مخى دى.