کور / تازه خبرونه / د کجکي بند د دريم توربين د نصب کار پيليږي

د کجکي بند د دريم توربين د نصب کار پيليږي

کندهار افغانستان-د کندهار ولايت د برېښنا سرپرست رئيس وويل چي په يوه مياشت کي به د کجکي د اوبو بند کي د دريم توربين د نصب چاري پيل کړي چي ورسره سم به په دې ولايت کي د برېښنا خدمات هم ښه سي.

حاجي سلطان محمد نن د ولايت مقام د رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کي جوړي سوي غونډي ته وويل چي ددې توربين نصب به يوه مياشت وروسته پيل سي او د کار ختم به يې دوه کلونه په بر کي ونيسي.

د نوموړي په خبره چي ددې توربين له فعاليت سره به په کندهار ښار کي د برېښنا رسولو خدمات نور هم قوي سي او دوى به وتوانيږي چي فابريکو او شرکتونو هم برېښنا ورکړي.

د برېښنا سرپرست رئيس همداراز وويل چي په کندهار ښار کي يې له ټولو هغو دولتي او غير دولتي ارګانونو او کورونو چي ترو برېښنايي کاروله لينونه قطع کړې او ټولو ته يې ميټران توزيع کړي چي ورسره سم د برېښنا ضايعات هم کم سوي دي.

هغه زياته کړه چي دامهال يې په کندهار کي ٧٥ فيصده خلکو ته برېښنا رسولې او پلان لري چي ٢٣١ پايې انرژي ميټران نصب کړي ترڅو د برېښنا د ضايعې مخه ونيول سي.

نوموړي همداراز يادونه وکړه چي د ترو لينونو د قطع کېدو، د برېښنا د ضايعاتو د مخنيوي او ميترونو د توزيع سره عوايد هم ٦٥ سلنه لوړ تللي او هيله من دي چي نور يې هم عايدات لوړ او خدمات يې عالي سي.

حاجي سلطان محمد له ټولو فاميلونو او کورنيو غوښتنه وکړه چي د برېښنا د بې ځايه مصرف څخه ځانونه وژغوري او همېشه هڅه وکړي چي تر دوى اضافه برېښنا د نورو په ګټه واچول سي.
د يادوني وړ ده چي د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت او د کندهار او هلمند ولايتونو چارواکو د تېرو لسو کلونو په اوږدو کي په څو واره دغي سيمي ته د برېښنا د پراختيا وعدې کړېدي خو ولس اوس هم د برېښنا په برخه کي دجدي ستونزو سره لاس او ګريوان دی .