کور / تازه خبرونه / د ايساف يو سرتېرئ په چاودنه کي ووژل سو

د ايساف يو سرتېرئ په چاودنه کي ووژل سو

ناټو د نن ورځي په لومړنۍ خبرپاڼه کي ويلي چي د افغانستان په سهېل کي يې يو سرتېرئ د چاودني په ترڅ کي وژل سوی دی .
په ياده خبرپاڼه کي د پېښي دقيق ځای او د وژل سوی بهرني پوځي هويت پټ ساتل سوی دی .
د يادوني وړ ده چي په کندهار او هلمند کي دناټو غړو د نورو هيوادونو په پرتله د امريکا او انګلستان هيوادونو ډېر پوځيان مېشت دي چي د جګړو او نښتو پر مهال ډېره مرګ ژوبله هم دوی ته ور اوړي .