غزل

د لراوبر اداره | اپریل 8th, 2008


زموږپه کلي او بانډو کي خو نور څه نشته جانانه
بس ده زغم او ده بر داشت خبري کیږي تر آسمانه

یوده ظلم انتها کي بل ده ګل سره لوبیږي
ټول قدرونه تر پښولاندي هدیرو ته ځي بېشانه

موږلا پسي زغلوپه ړندوسترګوپه ړنده عقیده
په باورکي سره خوار یو لابه ځوترکمه آنه

ګرانه یووجودموڅوځلي ماتیږي اوټوکیږي
اوس په دې کي موبقاده چي یوموټۍ کړوخپل ځانه

دې یووالي او ورورۍ کي مي بس هسي شک پیداشو
داپه دې چي تل یوپاتشوي بې نام او بې نښانه

شاعري کول خو هسي عبث کار نه دۍ ښېرازه
راپاللې په تاریخ ده خوشحال خټک په ګرانه








غزل


دا یوه بڅرکي دځوانۍ ته یې ورپریږده
چي څرک وکړي روڼائۍ ته ورپریږده

چي ده حسن په خیالونوکي ډوبیږي
دیارد حسن و نړۍ ته یې ورپریږده

هیڅ زغلا اومنکري چي پکي نه وي
ده بغاوت وه دا ګړۍ ته یې ورپریږده

که تحریک ده باسوادوپه کي نه وي
نوده علم وه سیلۍ ته یې ورپریږده

زموږده ژوند مقصد خودا نه وؤښېرازه
چي ده جهل وه ځالۍ ته یې ورپریږده

Copyright Larawbar 2007-2024