کور / هراړخیز / دسالمې ،کادري،کاري ،ادارې اورهبرۍ اړتيا

دسالمې ،کادري،کاري ،ادارې اورهبرۍ اړتيا

 که د۲۰۰۱کال راپدي خواترڼن ورځې پوري دانتقالي اداري ترموقتې ادارې بياترانتخابي اداري پوري دصلح امنيت تربيارغونې پورې په مختلفوبرخوپوري کارونه دولتي ساختار دکادرونوځاي پرځاي کول اومقړرۍ ترغوراوڅيړني لاندي ونيول شي .هغه څه چه بايدشوي واي.ټول امکانات اوملي کادرونه په کاراچول شوي واي هيڅ ونه شول نه تروريزم له منځه ولاړ،نه فسادورک شو نه مخدره موادله منځه ه ولاړل نه سالمه اداره جوړه شوه بلکه بآلمقابل هرڅه د۵۰فيصدوڅخه لاډيرشول ،جنګ شديد شو.


اداره ضعيفه شوه، چوراوچپاوول،غصبول،وژل ،معاملي ،مصلحتونه دڅوکسانواوډلوټپلوسره لاتراوسه پورې رواني دي .دهمسايه وواستخباراتي کړيونفوذدارګ ماڼۍ څخه تروزارتونو،پارلمان،ملي شورا،ترولايتونواوولسواليوپوري په قوت اومنظم جريان لري.رشوت اوفسادخپل اوج ته رسيدلئ دئ.


دڅلورومليونوجريبوزياتي شخصي اودولتي ځمکي غصب شوي اوجريان لري بانکونه لوټ شوي ښه بيلګه کابل بانک ۹۵۰مليونه ډالردي.حتی تراوسه پوري هره مياشت په مليونونوډالردکابل نړيوال ډګرڅخه دوبۍ ته انتقاليږي.که څه پيښه وشي څوورځي مطبوعات ورباندي بحثونه کوي مګردوي اونۍ وروسته بياهرڅه جرمونه ،غصبول اووږل پټ پاتي کيږي ښه بيلګه يي داسماعيل خان دوسيه دي په سلهاوونورچپاوولګران شته دي چه يوزورواکئ وزير،والي اوقوماندان چامحاکمه نکړمجاذات يوازي دغريبانواوناوسوله پاره دي اوبس.


په زرهاووډيرښه سپين ږيري ،مشران کادرونه د۳۴کالوراپه دې خواپه خاصه توګه ديوولسوکالوراپه دي خواآفغانان ،ملکي خلک حتې دډيورندلين دواړوخواوته په قوم مين پښتانه تر۱۲۰۰۰ډيرووژل شول اوداپروسه په جوش روانه دي .ولسمشريوازي خواخوږي ښکاروي اوکميسيون دخپله لسهاوومشاورينوتړرياست لاندي جوړوي دپيښې ځاي ته ځي نتيجه هيڅ نشته.دولت روښانه داخلي اوبهرني ملي پاليسي نلري يوازي مختلفی ستراتيږې موجودې دي .موافقي اوتړونونه داروپايي ،استراليآوامريکاسره لاسليک شول چه البته ښه اومعمول کاردئ .ولې دعملي کيدو غوښتنه به څوک وکړي چه دهيواډخاوري تماميت،ملي استقلال اوحاکميت تضمين کړي. مثلادتوکيو،استانبول،لزبن ، اسلام ابادغونډوڅه روښانه پايله نشته.کمکونه ډيروشول مګرنيجه يي دومره ښه نه وه ځکه جمع اوقيدنشته .


دولت ،اجرايه ،مقڼنه اوقضايه قواوي يوي مافيايي ډلي چه دهيوادپه کچه د۱۰۰او۱۲۰تنوپوري رسيږي غصب اودولتي قدرت خپل پلارنئ ميراث بولي. ترعربوهم بدتردي.ډي ټولوناخوالو،بې امنئ،غربت،بې کارۍ ،وژلو ،چپاول،دهمسايووهيوادونومداخلولاس رسئ ،دوولس خفه کيدل اوبي باوري، دليتي پيتي اوضعيفي ادارې اوناسالمي رهبرۍ موجوديت دي .


دټولوافغاني مشکلاتواوسيمه ايزوکشالوحل ديوي سالمي،ملي کادري اوکاري اداري اورهبرۍ په وجودکي ممکنه دي چه وولس يي ملاتړوکړي. دډي اداري په توان کې نه صلح، رغونه ،ملي يووالئ اوشفافيت ناممکن دي .دوخت اوهيواداړتيادي چه بايدشفافه ،سالمه اداره اورهبري ولرو.هيوادوال زمونږهيواډدهمسايه هيوادونوسره ټول تقريبا ۵۶۵۲ک م مرزلري .يوازي دپاکستان سره دډيورندکرښه ۲۶۲۵ک م کيږي همدارنګه دايران سره ۹۳۹ک م مرزلری .د۱۹۷۹کال دايران اسلامي انقلاب راپه دي خواپه مختلفو رژيمونواووختونوکي په مختلفوطريقو،متودونواوبهانورنګارنګ مداخلي کوي وسيلې اومواديي يوشميرمعلوم الحال افغانان چه هلته اوسيدلي اواستخدام شويدي.


اوس په مستقيمه توګه په داخل دکابل په زړه کي دمداخلورهبري کوي.دبلي خواد۱۹۴۸کال را پو دې خواچه پاکستان انګريزانو دخپلوګټودپاره وزيږاوه.له همغه وخته ترڼ پوري له ټولوامکاناتو،تبليغاتو،نظامي ،اقتصادي،مذهبي اوسياسي تکتيکونودافغانانواونورواجيرانوڅخه کاراخلي هره ورځ،اونۍ اومياشت يوناورين منځ ټه راوړي .اوچارواکي چوپه خوله پاتي کيږي په منځ کي په سلګونوملکي افغانان وژل کيژي .بيلګه يي په نورستان ،کنر ،اوپکتيکا ولايتونوراکتي بريدونه ،يادايران بربنډي مداخلي ،دوام اودچارواکوپټه خوله پاتي کيدل …دجنايتکارانو،غټومافيايي غړيونه نيول اومحاکمه کيدل…


زمونږهيوادکومي خواته روان دي ..دابه د۲۰۱۴کال وروسته څرګندشي دشيکاګوغونډه دناتوغړيوهيوادونواو۶۰ساذمانونواومشرانوپه ګډون پاي ته ورسيده چه پکي دملياردونوډالرومالي مرستې ژمنه د۲۰۱۴کال څخه وروسته دافغاني امنيتي قواوواوملي اردواورغوني لپاره وشوي.کله چه ناتوله افغانستان څخه ووزي ډي پايلي به ډي اداري اوضعيف مديريت اوفاسدي اداري کي به څه نتيجه ولري.کوم حکومت چه عادي اوپرمختيايي بودجه نه شي مصرف کولئ ،،،څنګه ممکنه دې چه نوره مرستی به په شفاف ډول مصرف کړي.له ولسمشرڅخه ترکوچني رتبه مامورټول وايي چه فساډدي ،غل هم وايي فساډي هغه څوک چه فسادکوي هغه هم چيغي وهي وايي چه فساډي.مګرتراوسه څارنواليو،محکمودفسادضيداداروهيڅوک محاکمه نکړل..دزورواکوقاتلينودوسي حفظ شوي..ځکه اړينه دي چه معقول تغيردحکومت اومديريت رامنځ ته شي . دبلي خوادملت ملي پاڅون اړين دي .اوس هم څه وخت شته کنه بايدبل ناورين لکه د۱۹۹۲کالونوتنظيمي جګړوچه ايران،اوپاکستان يي ملاتړکوي شروع شي..وولس پردي رهبرۍ اودولت اعتبارنلري.که سړئ د۳۴کالوتاريخ ته وګوري تراوسه هيچاونه ويل اوونه ليدل چه داکور،تعميراو ځمکه دشهيدداودخان ،ياتره کي،امين،کارمل اوداکترنجيب الله دئ هيڅ شتمني نلري.


راشئ اوس وګورئ اودطلبانومشران ياقوماندانان. هرچوراوچپاوول کي ،رهبران،اميران،قوماندانان ښکيل دي.هيڅ نه مړيږي اونه قناعت کوي.ترڅوچه په خاوروموړنه شي.دوي به دخداي تعالی په حضورکي څه جواب وايي..ډي حالت دوام افغان وولس يومسلمت اميزپاڅون ته هڅه وي .دعربي هيوادونوپاڅونونه ډدې شان ادارواورهبريوبيلګه دي..تاريخي چانسونه ولاړل اومسوليت يي دچارواکو،ډلوټپلومافيايي غلواورهبرۍ په غاړه دي. ترڅوچه سالم مديريت ،رهبري اواداره رامنځ ته نه شي .په هيوادکي شفافيت ،رغونه ،صلح .امنيت.ملي يووالئ اويوه غشتلئ نظام دخوب ليدل دي.له دي کم وخت ډيره ګټه اخيستل په کاردي دملي بآحساسه کاري کادرونونصبول په کاردي ترڅوديوسالم مديريت تړرهبرۍ لاندې افغانستان ته نجات ورکړي .نوره دجهاداومقاومت ترنامه لاندي تجارت ونه شي.هرهغه څوک چه په هرقوم پوري تړلئ وي چه تعليم،تجربه اوملي احساس ولري دخپل مسلک مطابق مقړرشي پايلي به يي مثبتي وي.اوس غټ مسوليت دګډواوږدمحالوګټوتړونونودتطبيق لپاره دهيوادرهبرۍ ،حکومت اوهيوادوالوپه غاړه دي چه سل په سلوکي تطبيق شي.خونوئ ريفورم اومديريت په کاردئ .نه دوخت تيرول .


ديوولسوکالونوښه شاهدان دي وولس بياهم ډيرعاجل دمثبتوبدلونونواواصلاحاتوپه لوري..


ومن الله التوفيق