کور / سياسي / پر افغانستان او منطقه د امريکې ستراتيژيک تړون اغېز

پر افغانستان او منطقه د امريکې ستراتيژيک تړون اغېز

د امریکی او افغانستان تر منځ ستراتیژیک تړون او پر افغانستان او منطقه یی اغیز


 


 


د امریکی متحده ایالات لا ډیر له پخوا د اتحاد جماهیر شوروی هیوادونو د اذادۍ  نه وروسته په دی لټه کی وو چه د منځنی ختیځ پر څیر په منځنی او جنوبی آسیا په سیمه کی دوستان او یو باوری او وفاداره پارتنر پیدا کړي.


دغه د متحده آیالاتو ستراتیژۍ ته د سپتمبر د نهمی نیټی نه وروسته زیاته توجو را پیدا شوه او همغه وو چه متحده ایالاتو ددغه پارتنر لټون ګړندی کړ.


د امریکی متحده ایالاتو په منطقه کی د پاکستان په شان نژدی دوست هیواد درلود مګر د دواړه هیوادو تر منځ د بی اعتمادۍ او د بی باورۍ فضا موجوده وه او همیشه دغو دواړو هیوادونو یو بل ته د دوستۍ په بڼه په خپل منځ کی د چل او ول نه کار اخیسته.



د ۱۹۹۰ میلادی اولینو کلونو کی د امریکی د منځنی آسیا هیوادونو د څیړنیز مرکز د افغانستان هیواد د یو مهم ستراتیزیک موقعیت په هیڅ په ډاګه کړ او د ممکن ستراتیژیک پارتنر د جوړیدلو لپاره یی لا د خپلو فوځونو تر لیږد وړاندی غوره کړ.


 


د افغانستان او د امریکی متحده ایالاتو ستراتیژیک تړون اغیز پر افغانستان په لاندی ډول دی.


۱ افغانستان به لکه د اسراییلو هیواد په شان چه د عربو په منځ کی غښتلی هیواد دی او د امریکی د مکمل همایت نه برهمند دی همغه شان افغانستان به هم یو غښتلی او په خپلو پښو ولاړ د اقتصاد نه غني هیواد وي.


۲ په افغانستان کی به ټولی طبیعی زیرمی د غربی شرکتونو لخوا را وڅپړل شی چه فاییده به یی د افغانستان دولت، افغان عوامو او غربی شرکتونو ته ولاړه شي.


۳ په افغانستان کی به د تولیداتو ډیر شرکتونه جوړ شی او مارکیټ به یی دځینو سیمیزو هیوادونو تر څنګ اروپایی او امریکی هیوادونه وی.


۴ ستری ستری اروپایی او امریکایی مغازی او شرکتونه به خپلی پانګونی په افغانستان کی وکړي او خپل دفترونه به په افغانستان کی پرانیزی.


۴ د افغانستان دولت ملی فوځ به مډرنایز شی او په مجهزو او مهلکو وسلو به سمبال شي.


۵ د افغانستان پرسرحداتو به یو ګاونډی هیواد هم د تجاوز جرآت ونشی کړای.


۶ د افغانستان د خلکو په ژوند کی به پراخ مثبت اقتصادی بدلون راشي.


 


دغه راز دغه تړون به منفی اغیزی هم ولری چه هغه په لاندی ډول دي.


۱ افغانستان به د ټولو همسایه هیوادونو ته لکه د اسراییلو پشان یو سرخوګی هیواد وی. 


۲ افغانستان به د غربی دیموکراسۍ پر لور روان هیواد وی.


۳ افغانستان کی به د دوبي پشان د عیاشۍ او د ساعت تیرۍ فضا رامنځته وی او بز به پای خود او ګسفند به پای خود قانون به پلی وی او څوک به چاته نه شی وییلی چه جومات ته مه ځه او یا مۍ خانی، رقص خانی او قمار خانی ته مه ځه. همدا اوس تیره میاشت د افغانستان ګاونډی هیواد د تاجکستان پارلمان پریکړه وکړه چه له دی نه وروسته به اروپایی او امریکی او کاناډا هیوادونو اتباعو ته بغیر د ویزی تاجکستان ته د راتلو اجازت شته، او یوه میاشت د ویزی پرته د هستوګنی حق لری. چه دغه قانون د دوبۍ د حکمرانانو د قانون په شان دی او د اروپایی هیوادونو اتباع چه اوس د روسی او تاجکی او ازبکی انجونو پسی دوبۍ ته ځی نو بیا به د دوبۍ پر ځای تاجکستان ته ورځی.


چه البته تاجکستان د افغانستان ګاونډی هیواد دی او ددغه اعمالو اغیز به ضرور افغانستان ته اوړی او د مزار او کابل په شمول ښارونوکی به د فحشا مرکزونه جوړ شي. همدا اوس یو تعداد د افغانستان دولتمنده طبقه او یو تعداد دولتی کارمندان د تاجکی انجونو سره دساعت تیرۍ لپاره تاجکستان ته ځي.


د دغه حالت مخنیوی هله کیدای شی چه په افغانستان کی یو قوی او د اصولو پابنده اداره موجوده وی خو د موجوده ضعیفه اداری په شان نظام به لا نوره د تاجکستان نه د فساد د راتلو لپاره لاره همواره کړي.


۴ افغانستان به اسلامی هیواد وی خو اسلامی قانوم او شرعی نظام به دلته نه وي. د ترکیی په شان یو سیکولر نظام به په افغانستان کی اوسي.


۶ افغانستان به د نژدی ګاونډی هیوادو لکه ایران، پاکستان او چین ته به همیشه سرخوګی هیواد وی، خو د هند او نورو هیوادو سره چه د امریکی سره ښی اړیکی لری دوستانه تعلقات به ولري.


 


همدا ډول د دغه تړون اغیز پر ګاونډی هیوادو په لاندی ډول دی.


۱ ایران به همیشه د امریکی متحده آیالاتو لخوا د اقتصادی او سیاسی فشارونو لاندی وی او د نظامی ګواخونو سره به مخامخ وی او ددی امکان هم شته چه هلته موجوده نظام د امریکی متحده ایالاتو په حمایت ړنګ شي.


۲ د منطقی نقشه به تغیر وخوری او موجوده پاکستان به ضرور تجزیه کیږی او يوازی د پنجاب صوبه به د پاکستان په نوم پاتی وی.


۳ د بلوچستان په نوم هیواد به رامنځ ته کیږی او موجوده د ګوادر بندر چه د چینایانو سره اجاره دی او د امریکی متحده ایالاتو ته د ذغملو وړ نه دی، د امریکی متحده ایالاتو په تسلط کی به لویږی او امریکه به په افغانستان کی خپلو فوځیانو ته اکمالات او د افغانستان ټول ټرانزیتی لاره به له دی بندره تر سره کیږی.


۴ ایران به د خپل بلوچستان منطقه تر لاسه ورکړی او افغانستان به هم یوه اندازه منطقه بلوڅانو ته ورکړی او په مقابل کی به موجوده پختونخوا له افغانستان سره یو ځای شي.


۵ د چین هیواد اغیز او اقتصادی منافی به د امریکی هیواد لخوا په منځنی او جنوبی اسیا کی د مشکلاتو سره مخامخ وي.


 


لنډه دا چه لکه څرنګه اسراییل د عربی هیوادو پر منځ کی پروت دی نو همغه شان به افغانستان د اسیایی هیوادو پر منځ کی پروت وي.


 


نو له همدی وجی پاکستان او ایران د خپلی آییده خوب لا له وړاندی لیدلی دی او د دغه ستراتیژیک تړون د ناکامیدو هسی کوي.


نو اوس هر افغانان ته اختیار دی چه دغه تړون غواړی او که نه!!!


 


والسلام