کور / خبرتیا او پيغامونه / دهېر شویو آواز

دهېر شویو آواز

د روان کال د جون د مېاشتې په ۱۴ نېټه د ماښام په شپږ ۶ بجې به ناروې مېشتي افغانان د نارویجي مدني ټولنو په ملتیا د ناروې د پارلمان مخې ته سره راټولېږي او د افغانستان د جګړې د ملکي قربانیانو د بېګنا وژل کېدو غږ به د ناروي ولس، دولت او پارلمان ته رسوي. مونږ هیله مند یو چې ناروې مېشتي او حتئ که شوني وي اروپا مېشتي افغانان به په دې سوله اییزه اعتراضیه غونډه کې زمونږ سره په ګڼشمیر سره ګډون وکړي. مونږ هیله مند یو چې تاسو به له خپلو کورنیو( ماشومانو او ښځینه وو) سره راځۍ او په پسته او خوږه ژبه به د خپلو وطندارانو د کړاونو او د بیګناه ملکي وګړو د وژنو غږ تر هر ناروېجي پوري ورسوی. مونږ به د جون د میاشتي په ۶ نېټه د ماښام په ۷ بجې په یوه په اصطلاح افغاني کافي کې سره راټولېږو تر څو خپل وطنداران د دې یادغونډې له اجندا نه خبر کړو او په ورته وخت کې له دوی سره آشنا هم شو. مونږ هیله مند یو چې افغاني ټولني به خپل استازي دي غونډي ته راوستوي او تاسو به د دې مضمون په لوستلو سره ګڼ شمېر نور افغانان هم د جون د ۱۴ غونډې ته راتګ ته تشویق کړی.زمونږ د فیس بوک پآڼه چې د جوړېدا په درشل کې ده خوښه کړی او زمونږ سره په دې کار کې ملګري شۍ.

https://www.facebook.com/enstemmefordeglemte

خپلي خاطري او سالم وړاندیزونه مو مونږ ته ولیکۍ او د دې پاڼې په ښکلي کولو کې زمونږ سره ونډه واخلۍ. په یاد ولرۍ د جون د میاشتې ۱۴ د ماښام ۶ بجې د ناروې د پارلمان مخې ته. په یاد ولری که تاسو خپله د خپل خوږ شوي، پرې شوي، کړیدلي هډ او وزر د عذاب غږ راپورته نه کړی د بل چا په خبر څوک باور هم نه کوي. که مونږ د خپل وطندار خوږ مټ خپل ونه ګڼو او په درد یې ځان پوه نه کړو، په ټپ یې درمل کې نږدو، بل څوک دا کار نه کوي. نو راڅئ د کوټه ګۍ له غیبتګاه نه راووځو او بې له تندي او تشدده د خپلو دردونو آواز د نړیوالو غوږونو ته ورسوو. دا غونډه به د هغو هڅو پیلامه وي کومه چې به په اوږده مزل کې افغان ملکي وګړي ته غږ ورکوي، حق ورکوي او د نړی والو پام به ورته رااړوي. هیله ده چې افغاني ویبپاڼي به دې خبریې ته د جون تر ۱۴ پوري د خپلو ویبپاڼو په لومړي مخ کې ځای ورکړي.

اجندا:

د افغانستان د جګړې غیر پوځي قربانیان

پدا وروستیو سلو کلونو کې په افغانستان کې ګڼ شمېر جګړې او یرغلونه تېر شوي. وروستۍ هغه یي په ۲۰۰۱ کې پیل شوه او دا دی یولس کاله وروسته دا جګړه د ختمېدو په درشل کې ده. د هغه ملکي وګړو ټولټال شمېر چې په افغانستان کې د وروستۍ جګړې د راپیلېدو راپد ېخوا وژل شوي ناڅرګند دی. هغه څه چې مونږ ترې خبر یو هغه دا ده چې کله جګړه وې، نو ملکي وګړي تل تر بل هر چا ډېر کړاو زغمي او دا چې پر غالب ګمان ۴۰۰۰۰ ملکي وګړو به له ۲۰۰۱ کال نه راپدېخوا خپل ژوندونه له لاسه ورکړي وي. تر نن پورې د جګړې ملکي قربانیانو ته د ناروېجي عامه اذهانو د پام په رااړولو کې کمه پاملرنه شوي او د دوی مړینه ډېری وخت د انتزاعي اعدادو په ډول ورپېژندل کېږي. وروسته له دې نه چې له کابو یولسو کلونو وروسته په افغانستان کې بهرنۍ پوځي مداخله د پای په لور درومي، وخت یې دی چې خپل پام د غیر نظامي وګړو تلفاتو او هغو ورانیو ته چې پر افغان غیر پوځي ولس تپل شوي ورواړوو.

په افغانستان کې د ناروې او ناتو د برخې اخیستنې په هکله ډېر سیاسي مخالفتونه شته دي. خو که سړی د جګړې په هکله هر څه اند ولري، بیا هم ځیني شیان شته چې ښایي مونږ ټول پرې موافقې ته ورسېږو.

لومړی دا چې هم بهرني متحدین، هم طالبان او هم د افغانستان په ګاونډ کې پاتي لوبغاړي مملکتونه د ملکي وګړو په کړاوونو کې پړ دي. د افغانستان په جګړه کې د یو برخه اخیستونکي هېواد په توګه ناروې د جګړې د ملکي قربانیانو دیاد د ژوندي ساتلو په تړاو یو ځانګړی مسولیت لري . دا عام وګړي دي او په هغه جګړه کې چې د دوی پر ټاټوبي ورتپل شوي، بیګناه دي. مونږ له افغان ـناروېجي ټولنې سره په ګډه کولای شو چې د جګړي د دې قربانیانو درناوی وکړو او هم د دوی د دې غیرارادي ونډې اخیستنې یاد ژوندی وساتو.

دوهمه دا چې کله د ناروې برخه اخیستنه پای ته ورسېږي نو له هغې نه په راوروسته موده کې روڼوالی خورا اړین دی. مونږ ته ښایي چې په جګړه کې د ناروې برخه اخیستنه او د ناروېجي قوتونو د ونډې څرنګوالی وارزوو او دا چې زمونږ دې ونډې اخیستنې څه پایلي درلودې، هغه رابرسېره کړو. دا د ولسواکۍ او د راتلونکي لپاره اړینه ده چې عامه وګړي پدې خبر شي چې مونږ، زمونږ ناروېچي سرتېرو په افغانستان کې څه کړي دي او دا چې له دې جګړې نه مونږ څه پند اخیستی.
دریمه دا چې اړینه ده چې کله زمونږ سرتېري بلاخره راوایستل شي نو مونږ، ناروېچي ولس، په ورته ډول دولت او پارلمان باید افغانستان هېر نه کړو. افغانستان یو له خورا سترو ننګونو سره مخ مملکت دی، کوم چې به په راتلونکي کې د څو لسیزو د جګړو له پایلو او مناقشو نه اوږده موده کړېږي. هغه وخت نو اړینه ده چې ناروې د دې وطن په بیارغونه کې مرسته وکړي او دا چې مونږ په افغانستان کې د آزداۍ او ولسواکۍ حمایه وکړو. دا د افغانستان د ګاونډیانو له مشارکت نه بغیر ناشوني ده.

زمونږ غوښتني:

زمونږ غوښتنه دا ده چې په جګړه کې د ملکي قربانیانو غیر ارادی ونډه اخیستنه په رسمیت وپېژندل شي او دا چې د دوی قریبانو ته چې په ناوړه شرایطو کې راګیر دي هغه مرسته چې دوی ته باید ورکړای شوي وای، ورکړی شي.

مونږ په دې تړاو چې په افغانستان کې د ناروې برخې اخیستنې څه پایلي درلودې د روڼوالي غوښتونکي یو.

زمونږ غوښتنه دا ده چې د بهرنیو سرتېرو له ایستلو وروسته افغانستان هېر نه کړای شي.