کور / تازه خبرونه / کندهار: عمومي مسلخ به ډېر ژر ګټي اخيستني ته وسپارل سي

کندهار: عمومي مسلخ به ډېر ژر ګټي اخيستني ته وسپارل سي

نېټه١٣٩٠، ٠٣، ٢١
کندهار افغانستان- د کندهار ښار د نهمي ناحيې په سيمه کي ددې ولايت د ښاروالۍ لخوا د يو لوى مسلح د جوړېدو چاري چي کلونه مخکي پيل سوې وې د يوې مياشتي په اوږدو کي پاى ته رسېدونکي دي.
ددغه سلخانې کار چي نژدې شپږ کاله وړاندي پيل سوى و، په منځ کي د يو شمېر اداري او تخنيکي ستونزو له خاطره ودرېدى ولي په دې وروستيو يو ځل بيا د کندهار ښاروالۍ په هڅو او کوښښونو پيل سو.
د ياد مسلخ پر اوسني ترميم او جوړېدنه ټولټال يو ميليون افغانۍ لګښت راځي چي د کندهار ښاروالۍ لخوا ورکول کيږي او کار به يې د يوې مياشتي په موده کي پاى ته ورسيږي.
په نهمه ناحيه کي د چښاک اوبو د يوې لويي ذخيرې جوړونه د کندهار ښاروالۍ لخوا يوه بله جاري پروژه ده چي دا به هم ډېره ژر بشپړه او ګټي اخستنې ته وړاندي سي.
دغه ذخيره د ٢٥٠٠ متره مکعبه اوبو د ځايولو توان لري او په سيمه کي به ورڅخه شاوخوا ٤٠٠٠ کورنۍد پاکو اوبو لپاره ګټه واخلي چي ورسره سم به د يو شمېر ساري ناروغيو ګراف هم راټيټ سي.

کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا نن د نهمي ناحيې په مربوطاتو کي د يادو دواړو پروژو د رغوني له کارونو څخه د نژدې ليدنه وکړه او د سيمي له خلکو سره يې وکتل.
هغه ددې ليدني پرمهال کندهار ښاروالۍ ته هدايت وکړى چي ددې پروژو د کارونو د چټکتيا لپاره نور ګامونه واخلي او هڅه وکړي چي په سمه توګه يې تنظيم او کنټرول وسي.
نوموړي زياته کړه ضروري ده چي د کارونو د کيفيت او ژر پاى ته رسېدني لپاره د ښاروالۍ رياست د ناحيې مديريت چي په سيمه کي موقعيت لري نوري هڅي وکړي او روزانه د رغوني چاري وڅاري.

نهمه ناحيه د کندهار ښار په ټولو لسو ناحيو کي تر ټولو زياته مصروفه او ګڼ نفوسه سيمه ده چي پکښي له ١٥ سوه څخه زياتي لويي او کوچنۍ کوڅې او له پنځه سوه زياتي څلور لاري شتون لري.