کور / تازه خبرونه / هند د افغانستان په باب پاکستان ته بلنه ورکړه

هند د افغانستان په باب پاکستان ته بلنه ورکړه

د هند حکومت پاکستان ته په هغه کنفرانس کي د ګډون بلنه ورکړې چي روانه مياشت په نوي ډهلي کي جوړېدونکى دئ.
دغه کنفرانس چي د جون پر اته ويشتمه په نوي ډهلي کي جوړېږي، موخه يې په افغانستان کي پانګوني ته د نړۍ والو او سيمه ايزو پانګوالو راماتول دي.
د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت وياند سيداکبرالدين وايي په دې کنفرانس کي يې پاکستان او چين دواړو ته چي د افغانستان ګاونډيان دي د ګډون بلنه ورکړې ده.