کور / تازه خبرونه / ولسمشر کرزي د ناټو قومندان او د امريکا سفير ور وغوښتل

ولسمشر کرزي د ناټو قومندان او د امريکا سفير ور وغوښتل

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي وروسته له هغه د ناټو قومندان جان الن او د امريکا سفير راين کراکر ارګ ته ور وغوښتل چي درې ورځي دمخه د ناټو په بمبارۍ کي د ښځو او کوچنيانو په ګډون ١٨ ملکي کسان مړه سول.
راپورونه وايي ولسمشر کرزي د ناټو قومندان او د امريکا سفير ته ويلي چي ملکي کسانو بمباري د امريکا او افغانستان د تړون څخه سرغړونه ده او د تړون له مخي بايد هر راز عمليات د افغان قواوو سره تر مشورې وروسته وسي.
اسوشيېټيډ پريس آژانس وايي په دې کتنه کي د ناټو قومندان يو وار بيا د ملکي کسانو پر وژنه بخښنه وغوښته او ژمنه يې وکړه چي بيا به يې نه تکراروي.
بلي خوا ته زياتره افغانان په دې نظر دي چي امريکا او ناټو تر دې دمخه هم د ملکي کسانو پر مرګ ژوبله بخښني غوښتي او د نه تکرار وعدې کړي دي، خو عملي بڼه يې نه ده ورکړې.