کور / تازه خبرونه / د ماين چاودني يو بهرنى عسکر وواژه

د ماين چاودني يو بهرنى عسکر وواژه

د ناټو قومنداني تائېد کړه چي پرون د شنبې په ورځ يې يو عسکر د ماين په چاودنه کي له منځه تللى دئ.
په خبرپاڼه کي د پېښي ځاى او د عسکر هويت پټ ساتل سوي، خو دونه يې ويلي چي د افغانستان په ختيځ کي يې عسکر پر ماين ختلى دئ.
د دې عسکر په مړينه د روان عيسوي کال له پيله د ناټو د مړو شمېر ١٨٨ تنو ته ورسېدئ، چي ١٣٩ امريکايان، ٢٣ برتانويان او ٢٦ د نورو هيوادونو اتباع دي.