کور / تازه خبرونه / چارواکي: طالبانو د لوګر د پېښي په غبرګون مکتبونه وسوځل

چارواکي: طالبانو د لوګر د پېښي په غبرګون مکتبونه وسوځل

فرانس پريس آژانس د ځايي چارواکو په حواله خبر ورکوي چي طالبانو د لوګر په بره کي برک ولسوالي کي وروسته له هغه ښوونځي سوځلي چي ناټو څو ورځي دمخه ١٨ ملکي کسان پکښي ووژل.
خبر وايي طالبانو دغه ښوونځي د ملکي کسانو د مرګ ژوبلي په غبرګون کي سوځلي، خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد فرانس پريس آژانس ته ويلي چي د دې پېښي تر شا د سيمه د اوسېدونکو لاس دئ.
په افغانستان کي له څو مياشتو راهيسي د ښوونځيو سوځول خورا ډېر سوي، چي دولت يې پر طالبانو او طالبان يې پر حکومت باندي پړه اچوي، خو په حقيقت کي يې زيان عام ولس ته رسېږي.