کور / تازه خبرونه / کندهار: ١٤ وسله وال وژل سوي دي

کندهار: ١٤ وسله وال وژل سوي دي

د کندهار چارواکي وايي د افغان او بهرنيو ځواکونو په عملياتو کي ١٤ وسله وال طالبان وژل سوي دي.
د چارواکو په وينا دغه کسان د سپين بولدک ولسوالۍ په حدودو کي د ډيورنډ کرښي ته څرمه په مخامخ جنګ کي وژل سوي دي.
خبر پاڼه وايي د دوى په هکله افغان امنيتي ځواکونو ته دمخه راپور رسېدلى وو، چي څنګه تر کرښي راواووښتل تر اور لاندي يې ونيول،چي مړي يې اوس هم په سيمه کي پاته دي او وسلې يې امنيتي ځواکونو واخيستې.
همدا راز د ولايت د مقام په خبرپاڼه کي راغلي چي امنيتي ځواکونو اته عرادې موټرسايکلونه او پنځوس کړۍ ماينونه هم کشف کړي دي.