کور / تازه خبرونه / ميدان وردګ: دسړک غاړي ماين د مساپرو موټر والوزاوه

ميدان وردګ: دسړک غاړي ماين د مساپرو موټر والوزاوه

په ميدان وردګو ولايت کې (۷) تنو ملکي وګړو د وسلوالو مخالفينو لخوا
ځای پرځای شوې ماين مرګ ژوبله واړوله.

دمیدان وردګو ولایت دسیداباد ولسوالۍ دهفت اسیاء په سیمه کې نن سهار
۷:۳۰ بجې یوټونس موټرباندې د ماين چاودنه وشوه چې له امله يې پنځه تنه وژل شوې او دوه تنه پکې ټپيان شوې دي.
دغه ټونس موټر چې دکابل څخه دغزنې په لور روان وو دنوموړې ولسوالۍ
دهفت اسیاء په سیمه کې ماین پرې انفجار وکړو چې له امله یې
دیوې ښځېې او یو درې کلن ماشوم په ګډون پکې پنځه تنه وژل شوې او دوه
تنه پکې ټپيان شوې دي.
د معلوماتو له مخې دټپيانو روغتیایي حالت هم نازک ښودل شوې دی خو دملي
آردو عاجلې مرستې او ټیم سیمې ته رسیدلي چې شهیدان او ټپيان دملي اردو
لخوا انتقال شول. او په موټر کې سپاره کسان دغزني ولایت اوسیدونکي دي.
همدارنګه په ټونس کې ټول ۱۱ تنه سپاره وو چې (۴) تنو ته پکې کوم زیان
ندي اوښتې
د يادوني وړ ده چي د ميدان وردګ ولايت چارواکو د پېښي پړه پر طالبانو ور اچولې ده .