کور / تازه خبرونه / کندهار: د شب نامو خپروونکي ونيول سول

کندهار: د شب نامو خپروونکي ونيول سول

نېټه١٣٩٠، ٠٣، ٢٨
افغان ملي پوليسو تېره ورځ د کندهار ښار د نهمي امنيتي حوزې اړوند د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ هغه دوه تنه چي په کندهار ښار کي يې شپې پاڼې خپرولې او دولتي مامورينو ته يې اخطارونه ورکول نيولي دي.
دغه دوه تنه له وسلوالو مخالفينو سره مستقيمي اړيکي لري او له ډېره وخته يې په کندهار ښار کي د دولتي مامورينو د تهديد او وېروني لپاره د وسلوالو طالبانو شپې پاڼي خپرولې چي بلاخره د پوليسو لخوا ونيول سول.
له دې دوو کسانو سره يو ميل توپنچه، دوه شاژورونه او څه اندازې مرمۍ او شپې پاڼي هم نيول سوي او د باقي مراحلو لپاره اړوندو قضايي ارګانونو ته سپارل سوي دي.
ددې ترڅنګ تېره ورځ د کندهار په ژړۍ ولسوالي کي هم د ملي پوليسو لخوا عمليات سوي چي په نتيجه کي يې له چاودېدونکو توکو ډکي ١٥ عدده لس کيلو يي ډبې کشف او شنډي کړي دي.
وسلوالو مخالفنيو دغه ډبې په يوه لويه لاره کي ځاى پر ځاى کړي وې او هدف يې لاره چي د تېر په څېر يې يا هم پر ملکي وګړو او يا هم پر ملي امنيتي ځواکونو ورته چاودنه ورکړي چي له نېکه مرغه يې مخه ونيوله سوه.